پنجشنبه, مې 16, 2024
Home+افغان لوبډله بنګله دې شته ورسېده

افغان لوبډله بنګله دې شته ورسېده

تاند- د افغانستان د کرکټ ملې لوبډله له بنګله دېش سره د درو یو ورځینیو او دوو شل اوره سیالیو لپاره پرون پلازمېنې ډاکې ته ورسېده.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او بنګله دېش د لوبډلو ترمنځ سیالۍ د روانې فبرورۍ له ۲۳ نېټې څخه پیل شی.

د بنګله دېش ډیلي سټار انګلیسي ژبې ورځپاڼې لیکلي چې د نړۍ نامتو سپینر لوبغاړی راشد خان د افغانستان له لوبډلې سره یوځای ډاکې ته رانغی ځکه چې نوموړی به د فبرورۍ تر نولسمې پورې د پاکستان د غوره لیګ په سیالیو کې د لاهور له قلندرز لوبډلې سره وي.

افغان لوبډله به له ډاکې څخه سلهیت ته لاړه شي او د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۱۴مه) به تمرینونه پیل کړي.

افغان لوبډله به بیا چیټاګام ته لاړه شي چې هلته د دوو هیوادونو ترمنځ درې یو ورځینۍ مسابقې کېږي.

په پام کې ده چې دوهمه او درېیمه یو ورځینۍ مسابقې د فبرورۍ په ۲۵ او ۲۸ وشي.

د افغانستان دوه ستوري مجیب الرحمان او قیس احمد به، چې اوس د بریتانیا په غوره لیګ کې لوبېږي، لږ وروسته د خپل ټیم له نورو لوبغاړو سره یوځای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب