چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهد انجينر محمد خان زوی او ساتونکی وژل شوي او مېرمنه یې...

د انجينر محمد خان زوی او ساتونکی وژل شوي او مېرمنه یې سخته ټپي ده

تاند: ( شنبه ، د دلوې درويشتمه)‏ ‏ ‏راپورونه وايي، چې د اجرائيه رياست د پخواني مرستيال او د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند د مرستيال انجنير محمد خان پر کور تېره شپه په کابل کې ناڅرګندو وسله والو برید کړی دی.

خبري سرچينو ويلي، چې په دې برید کې د انجینر محمد خان زوی او ساتونکی وژل شوي او مېرمنه یې د سختو ټپونو له امله په کوما حالت کې ده.

معلومه نه ده، چې ياد شوی برید چا او ولې ترسره کړی دی؟

د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح د برید پړه پر طالبانو اچولې، خو طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د انجينر محمد خان په اړه ويل کيږي، چې خپله له هېواده بهر کې دی.

هغه د تېر جمهوري نظام په وروستيو کې د ولسمشر غني له لوري د مشرانو جرګې انتصابي سناتور ټاکل شوی و.

خپله محمد خان د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب