Homeخبرونهم.م. وايي لسګونه افغان ماشومان په شري مړه شوي

م.م. وايي لسګونه افغان ماشومان په شري مړه شوي

تاند(شنبه، د دلوې ۲۳ مه) د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې شري د خپرېدو له کبله لسګونه ماشومان مړه شوي دي.

د دې سازمان له راپور سره سم، په افغانستان کې لسګونه زره تنه په شري اخته شوي او تر یو نیم سل ډېر ورڅخه مړه شوي دي.

د ملګروملتو د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ وویل، د شري خپرېدا په ځانګړي ډول له دې کبله د اندېښنې وړ دی چې په افغانستان کې خلک په پراخه پیمانه له لوږې او د خوراکي موادو له سخت کموالي سره مخامخ دي او له دې کبله ماشومان په ناروغیو په اسانه اخته کېدای شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان ویندوی کرستیان لیندمایر په جینیوا کې خبریالانو ته وویل «د شري پېښې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ۲۰۲۱ له جولای میاشتې را په دې خوا مخ په زیاتېدو دي.»

د ده په وینا په جنورۍ میاشت کې په افغانستان کې د شري ناروغۍ ۳۵ زره ۳۱۸ پېښې ثبت شوي چې د هغو په منځ کې د ۳ زرو تنو ناروغي په لابراتوار کې ثابته شوې ده.

په سلو کې د شري ۹۱ پېښې او په سلو کې ۹۷ مړینې تر ۵ کالو د کشرو ماشومانو دي.

مایر دا هم وايي چې د شري د ډېرو پېښو راپور نه دی ورکړای شوی او باور لري چې اصلي پېښې به تر دې ډېرې وي.

دی وايي، په جنورۍ کې د شري د پېښو زیاتېدا شيی چې له دې ناروغۍ څخه به د مړینو شمېر زیات شي.

شری خورا ساري ناروغي ده او ویروس یې په ځانګړي ډول پر ماشومانو حمله کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...