چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهحقاني: داخلي بې ځايه شوي خپلو سیمو ته ستنوو

حقاني: داخلي بې ځايه شوي خپلو سیمو ته ستنوو

تاند: ( شنبه ، د دلوې درويشتمه)‏ ‏ د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير خليل الرحمن حقاني هرات ته د سفر پر مهال ويلي، په پام کې لري چې داخلي بې ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو اصلي کورونو ته واستوي.

حقاني د بشري مرستو پر و ېشلو نيوکه وکړه او ويې ويل وروسته له دې هېڅ یوه موسسه د طالبانو د همغږۍ پرته پر خلکو مرستې ونه وېشي.

نوموړي زياته کړه، چې ټاکل شوې داخلي بې ځایه شویو کورنیو ته په راتلونکي کال کې د کور جوړولو نومرې هم ووېشل شي.

د طالبانو دغه مقام د خپلو يادو څرګندونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

په افغانستان کې د وروستیو جګړو له کبله میلیونونه کسان په هېواد کې دننه بې ځايه شوي، چې د سختو ستونزو خبر يې ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب