جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهط ایران ته د اوبو په اړه د شوي تړون د عملي...

ط ایران ته د اوبو په اړه د شوي تړون د عملي کیدو ډاډ ورکړ

تاند: ( شنبه ، د دلوې درويشتمه)‏ ‏ د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت ایران ته ډاډ ورکړی، چې د اوبو په اړه د ۱۳۵۱ کال د تړون عملي کیدو ته ژمن دي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د یاد شوي تړون د ټولو فني، حقوقي او نورو برخو عملي کولو ته ژمن دي.

طالبانو دا اعلامیه په داسې مهال خپره کړې، دوه اونۍ مخکې د ایران یو شمېر خلکو د افغانستان پولې ته نېږدې لاریون وکړ او غوښتنه یې وکړه، چې د کمال خان بند اوبه دې ایران ته ورخوشې او هم افغانستان ايران ته د اوبو حقابه ورکړي.

په وروستيو کې ايراني رسنيو د خپلو چارواکو په حواله داسې راپورونه هم ورکړي وو، چې ګواکې طالبانو د کمال خان بند اوبه ايران ته ور پريښي دي.

طالبانو بيا په دې اړه ادعاوې رد کړې او بې بنسټه ګڼلې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...