Homeخبرونهامریکا: د‌ داعش- خراسان پر مشر ټاکل شوې جايزه ط هم ګټلی...

امریکا: د‌ داعش- خراسان پر مشر ټاکل شوې جايزه ط هم ګټلی او تر لاسه کولای شي

تاند: ( شنبه ، د دلوې درويشتمه)‏ ‏ د امريکا متحده ايالاتو څو چارواکو ویلي، چې د داعش ډلې د خراسان ځانګې د مشر ثناءالله غفاري په سر ټاکل شوې ۱۰ ميليونه ډالره جایزه د افغانستان طالبان هم ګټلی او تر لاسه کولای شي.

دغو آمریکایي چارواکو ويلي، چې په دې اړه دوی څو ځلې طالبانو سره غږيدلي هم دي، چې څنګه د داعش ډلې پر وړاندې پیاوړې مبارزه وشي.

د امريکايي چارواکو د اعلان په اساس، که طالبان هم د غفاري په اړه معلومات شريک کړي، اعلان شوې ۱۰ میلیونه ډالره جایزه به ورکړل شي.

امريکايي مقاماتو دا هم ويلي، چې طالبانو سره ېې په دې اړه خبرې د دوحې تړون له مخې روانې دي او هڅه کیږي چې افغانستان بيا د ترهګرو په پټنځای بدل نه شي.

له دغو امریکايي چارواکو څخه یوه ېې ويلي، چې طالبانو هم د داعش ډلې پر ضد خپل تعهدات درک کړي او پر ضد يې مبارزه کې هڅه کوي.

طالبانو د امريکايي چارواکو د‌ دغو څرګندونو ته او هم د داعش ډلې د خراسان ځانګې پر مشر د امريکا د جایزې ټاکلو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...