دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهمحسن داوړ: د افغان بانکي زېرمو په اړه د بايډن پريکړه د...

محسن داوړ: د افغان بانکي زېرمو په اړه د بايډن پريکړه د بشري حقونو او نړيوالو اصولو خلاف ده

تاند: ( شنبه ، د دلوې درويشتمه)‏ ‏د پاکستان تر ولکې لاندې قلمرو کې د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر جوبایډن هغه پریکړه غندلې، چې له مخې یې د افغانستان د کنګل شویو بانکي زېرمو درې نیم میلیارده ډالره د سپټمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورکول کېږي.

ښاغلي داوړ ويلي، چې دا پريکړه لړزونکې او د ټولو بشري حقونو او نړيوالو اصولو خلاف ده.

نوموړي زياته کړې، چې يادې پيسې د افغانانو حق دي او امريکا ته د يوه شتمن هېواد په توګه د دې پیسو ځانته بېلول نا مناسب دي.

محسن داوړ له امریکایانو غوښتي، چې پر خپل ولسمشر فشار راوړي، څو په خپلې دې پریکړې د سره کتنه وکړي او بیرته یې واخلي.

يادې پرېکړې ته زرګونه افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې ورته غبرګونونه ښودلي او غندنه ېې کرې ده.

3 COMMENTS

  1. داوړ صیب ژوندی اوسې ! د امریکې کوم کار انساني او حقوقي وو چې په خپل تاریخ کې یې کړی دی!

  2. څنګه وکړو داوړه وروره! دغه د بشريت دښمنان تل د نړۍ د ولسونو په غوښو ځانونه مړوي دوۍ تل له کمزوري سره جنګيږې او زورور لکه ګيدړ لکۍ ځوړندي کړي سي سپي يې ونه داړي. انشاءالله تعالی الله ﷻ نور ددوۍ د ذلالت وخت رانيږدې کړی.له تاسي يوه نړۍ مننه سي د خپلو وروڼو د ملاتړ غږ پورته کوۍ.

  3. د نړی یو لوی اقتصادی ځواک د نړی د یو غریب هیواد څخه داسی غلا او چور باید د ګنس کتاب کی ثبت شی ، امریکا او ملګرو یی چه کوم معدنیات او قیمتی فلزات دا شل کاله له مونږ څخه غلا کړ او هر بیس او چونی یی په یو معدن له پاڅه اچولی وه او غیر قانونی کندنی یی کولی او هم یی ورسره یومیلیون بی ګناه افغانان شهیدان او معلول کړ ، نو د هغوی غرامات او حساب به څوک ورکړی . که نړی کی انصاف ندی پاتی ، خو د الله ج قدرت دير ستر او لوی دی ، یقین لرو چه زمونږ اواز هغه ذات (ج) اوری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب