جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد کارونپوهنې له زاويې نه د ادبي متن ځيرنه او معصوميت

د کارونپوهنې له زاويې نه د ادبي متن ځيرنه او معصوميت

اجمل ښکلى

کارونپوهنه تر ماناپوهنې وروسته هغه څانګه ده، چې ژبه په يوازې ځان د پوهاوي راپوهاوي جوګه نه بولي. له دې امله د پيغام په لېږد کې د ژبنېو توکيو او ناژبنيو چېنولو پر تړاو خبرې کوي.

دا علم د شلمې پېړۍ په څلورمه لسيزه کې د پيرس د نښپوهنې پر بنسټ موريس رامخې ته کړ او نښپوهنې ته يې د نحوې، ماناپوهنې او کارونپوهنې درې برخې ځانګړې کړې، چې په دې کې کارونپوهنه هغه علم دى، چې د نښو او د دې نښو د کاروونکو ترمنځ تړاو ځيري او تر دې وروسته دا پوهه کارناپ، آستين، سرل، ويتګنشتاين او ګرايس ژبپوهنې راوړه.(امامي، ۱۳۹۸، ۱۱۶)

کارونپوهنه د ژبې فعاله بڼه(وينا) مطالعه کوي، ځکه چې دا وينا ده، چې پر بنسټ يې ژبه د پوهاوي راپوهاوي دنده ترسروي؛ خو وينا خپل اصول او ټوکونه(اجزا) لري. څرنګه چې متن هم منسجم وي او اجزا لري، ځکه نو د معاصرې ژبپوهنه په زياترو نظريو کې وينا= متن ده؛ نو چې کله د وينا خبره کېږي، د متن خبره کېږي.

د متن مانا د پخواني تصور پرخلاف پراخه شوې. پخوا يې که متن د حاشيې پر وړاندې د کتاب منځ و، اوس متن ګړنى، ليکنى، اډيو، ويډيو، عکس او بل هر هغه څه کېداى شي، چې يو پيغام او مانا انتقال کړي؛ نو متن هغه دى، چې د ټولو اجزاوو ترمنځ يې محتوايي يووالى موجود وي.

هاليډى او مېرمن يې رقيه حسن چې د متني ژبپوهنې له زاويې نه يې پر متن مفصلې او اغېزناکې خبري کړې دي، د متن انسجام د متن په درون کې د بېلابېلو توکيو او بهر کې د موقعيت له قرينې او نورو سره په پيوستون کې ويني، چې لومړي ته يې انسجام او دويم ته يې پيوستون وايي. (هاليډى او حسن، ۱۳۹۳)

لومړى د ګرامري رغښتي نظام، ارجاع، تکرار، حذف و ځايناستۍ او نورو زېږنده دى او دويم د سياق او له فرهنګي قرينې سره د همغږۍ. متني ژبپوهنه متن په خاص و عام نه وېشي، يوازې متن ته ځانګړې ده، چې له موږ سره د ادبي متونو په پوهاوي او موخو په پوهېدو کې ډېره مرسته کوي؛ خو زما موخه اوس د کارونپوهنې له زاويې نه پر ادبي متن خبرې دي، ځکه نو هغه بل وخت ته پرېږدم. البته يوې خبرې ته مو متوجه کول غواړم، چې د متني ژبپوهنې او پراګماتيکس يو مشترک ټکى دا دى، چې دواړه له متنه بهر شرايط له پامه نه غورځوي او کارونپوهنه خو بيا ډېر ټينګار د متن پر بهرنيو شرايطو کوي، چې يو متن پکې رامنځته کېږي؛ نو که دا نظريې پر يوه ادبي متن تحميلوو،  پايلې به د فورماليزم او رغښتوالې د هيلې مخالفې وي. فورماليزم د ادبي متن ماهيت پخپله په ادبي جوړښت کې ويني او رغښتواله يې په لږ توپير په پټ عمومي رغښت کې.

له ژبې نه وينا او له وينا نه متن ته راغلو، اوس راته له متن نه ادبي متن ته راتګ دومره سخت نه دى، ځکه ادب هم يو متن دى.

کارونپوهنه له ژبې بهر شپږ شرايط له جزيياتو سره رامعرفي کوي، چې يو متن/وينا ورسره د تړاو له مخې له مانا برخمنېږي. دا شپږ ډوله شرايط د خپلې پوهنوالې د ترفيع له کتاب نه په لږ لنډيز سره رااخلم او ورسره پر ادبي متن غږېږم.

۱- وراشه(مکالمه): يو ظرف دى، چې د ويناوال او اورېدونکي له ګډون نه پيدا کېږې او متن پکې رامنځته کېږي. که زه ووايم، چې احمد راغى  او مخاطب مې ووايي، چې ورته ووايه، چې بېرته لاړ شي؛ نو زه د همدې مکالمې په لوښي کې پوهېږم، چې د “ورته” مانا “احمد” دى.

ادبي متن پخپله يوه مکالمه ده، چې ماتن يې له لوستونکي او ټولنې سره کوي؛ نو د لوستونکي بنسټ تيورۍ پرخلاف متن پخپله هم خنثى نه وي، بلکې يو ډيناميک کل دى، چې مانا يې تل په بدلون کې وي. د بين المتنيت پر بنسټ يو متن له نورو تېرو متونو سره د اړيکې له مخې مانا لري او داسې نو د متونو ترمنځ يو داخلي رغښت موجود وي، چې يو متن د تفهيم وړ کوي، دا داخلي متن په وراشه کې د ويناييزو اصول په توګه رابرسېره کېږي، چې له مخې يې غږېدونکى او اورېدونکى مکالمه ترسروي او د يو بل پر خبره پوهېږي؛ لکه وينا څنګه پيل کړي، څنګه استدلال وکړي او همدا اصول بيا اورېدونکي ته د مخانګېرنې امکان برابروي، چې وروسته به پرې خبرې وکړو.

هره مکالمه داخلي انسجام لري، همداسې ادبي متن هم داخلي انسجام لري. دا انسجام ممکن د وييکي(لکه، خو، نو او…) زېږنده وي يا د ارتباطي غونډونو( لکه: پر بنسټ، له دې پرته او…)؛ خو د عمومي متن له دې انسجامي ټوکونو پرته، يو ادبي متن خپل بېل داخلي انسجام توکي هم لري. مثلا: په يوه نظم کې قافيه، څپې، وزن هغه توکي دي چې پر شعري اړتيا سربېره د انسجام نقش هم لوبوي او د همدې انسجام پر بنسټ موږ مثلا د خوشال پر څلوريزو او د شيدا پر غزلو پوهېږو.

همدا انسجام په ازاد نظم او سپين شعر کې د مسرو د عمودي ترتيب پر بنسټ رامنځته کېږي. ښايي دا ترتيب پر يوه لفظي واحد يا مانيز تړاو ولاړ وي. په کيسه ييز متن کې  انسجام د متن پر عمومي انسجامي توکيو سربېره پخپله د پېښو او صحنو تر منځ د پرله پسې والي، پرېکون، خطي توب، ناخطي توب او توازن(د بېځايه اطناب او ايجاز د نشت) زېږنده وي. په کيسه کې هېڅ پېښه له تېرې او راروانې پېښې سره بې تړاوه نه وي؛ خو دا تړاو د مختلفو کيسه ييزو توکيو زېږنده وي.

۲ نقش: ياکوبسن د ژبې شپږ نقشه په ګوته کړي، چې عاطفي، هڅاند(ترغيبي)، ارجاعي، برژبنى، ارتباطي او ادبي نقش پکې راځي. ياکوبسن ادب پخپله د ژبې يو داخلي نقش ګڼي. په ادبي نقش کې د پيغام مخه ځان ته وي او پخپله په مرکز کې وي. مارتينه ادبي نقش ته ” د ښکلا د ايجاد نقش” وايي. (صفوي، ۱۳۸۳)

خو ادبي متن يوازې د ادبي نقش له مخې نه رامنځته کېږي. ښايي يو ناادبي متن ادبي وزمه وي او يو ادبي متن هممهاله عاطفي، ترغيبي، ارجاعي، برژبنى او ارتباطي نقش ولوبوي، که نه، عاطفي، ترغيبي او ارجاعي ځانګړنه خو لري. مثلا: کله چې شاعر د “زه” له زاويې نه پر مسايلو غږېږي، نو له لوستونکي سره عواطف شريکوي، ځکه چې شعر د عاطفې اولاد دى(درمل، ۱۳۸۷). همداسې ترغيبي نقش دى. ځينې ادبي ژانرونه مستقيم او ځينې نامستقيم د ترغيب نقش لوبوي او همداسې ارجاعي نقش هم. که ارجاع لږه په پراخه مانا واخلو؛ نو هغه ژانرونه چې د صدق و کذب خبره پکې مطرح وي او پر واقعيت ولاړ وي، هلته د ادبي متن ارجاعي نقش ته متوجه کېداى شو؛ لکه: خاطرې، ژوندليک، خپل ژوندليک، يونليکونه او نور.

دا لومړۍ دوه ځانګړنې(مکالمه او نقش) د ادبي متن پر داخلي جوړښت ولاړې دي، له همدې امله ادبي متن له هنري ارزښت او مانا برخمنوي. پر دې بنسټ ويلاى شو، چې ادبي متن له مانا خنثى نه وي؛ خو دا چې مانا يې مشخصه نه وي، هغه له يوه پلوه د متن د داخلي مانيزې رنګارنګۍ او له پلوه له متنه بهر د لوستونکي او نورو شرايطو مساله ده.

۳- مخ انګېرنه: څوک چې خبرې کوي، مخکې له مخکې يې ځينې خبرې حل شوې انګېرلې يا منلي وي، چې پر هغو په مکالمه کې خبرې نه کېږي. مثلا: ويناوال وايي: د احمد د وراره واده و. مخاطب پوهېږي، چې احمد ورور هم لري. بالعموم له وراشې(ډيالوګ) نه پوهېږو، چې کوم شيان ويناوال او مخاطب مخکې له مخکې فرض کړي. مخ انګېرنه له ژبې بهر د مانا په لېږد کې اسانى راولي. يوه ادعا ده. يوه بيانيه جمله ده، چې کېداى شي رښتيا وي يا کېداى شي دروغ وي. يعنې کله چې د يوي جملې د معلوماتو په رڼا کې سړى نور اطلاعات ترلاسه کړي او ادعا وکړي، داسې شرايطو کې کېداى شي يوه جمله د بلې جملې لپاره د معلوماتو وړانداند(مخانګېرنه) وګڼل شي. (ارغند، ۱۳۹۶، ۱۶۱) هغه چې ويناوال(يا ليکوال) يې واقعيت انګېري يا اورېدونکى پرې مخکې له مخکې پوهېږي، مخانګېرنه ده. (يول، ۱۳۸۷: ۱۶۲)

مخانګېرنه يوازې تر عادي ژبې محدوده نه ده، بلکې د يوه ادبي متن لوستونکى هم ځينې شيان داسې انګېري، چې مخکې له مخکې پرې پوهېږي او له همدې امله په يوه ادبي متن پورې خپلې هيلې تړي. مثلا: د يوه غزل په اړه د لوستونکي تصور چې عشقي موضوعات به رانغاړي، يا آن يوه لوستونکي د يوه شاعر يا ليکوال د ايډيالوژۍ او سبک له مخې پر هغه متن پوهېږي. څرنګه چې په خبرو کې مخ انګېرنه په لوستونکي پورې تړلې، همداسې په ادبي متن کې هم له متن بهر د لوستونکي اړوند ده. لوستونکى چې کله يو ادبي متن لولي؛ نو مخکې له مخکې خالي ذهن نه وي، بلکې د ادبي متن د لوست تجربه لري، مخانګېرنه له همدې نه راپيدا کېږي. مخانګېرنه لوستونکي سره د متن د مانا په پوهاوي کې مرسته کوي، ممکن لوستونکى چې څرنګه انګېري، هغسې پوه نه وي او له دې امله له يوه ادبي متنه هغه مانا واخلي، چې د ماتن موخه نه وي؛ خو د متن اجبار لوستونکى دې ته نه پرېږدي، چې د متن د امکاناتو او قرينې خلاف نامطقي مانا واخلي او دا پخپله د متن فعالوالى ښيي؛ خو مخ انګېرنه لوستونکي ته دا امکان برابروي، چې له متن نه له لوستونکي مختلفه مانا ولري او له همدې امله مخ انګېرنه د لوستونکي په واک کې ده او لوستونکى د متن له مانيز استبداد نه راباسي او خپلواکوي يې.

مخانګېرنه لوستونکي ته د استنباط شرايط برابروي. استنباط د لوستونکي له خوا له متنه د اضافي معلوماتو او ماناوو ترلاسي ته وايي او له متنه په استنباط کې د لوستونکي روزنه، نړۍ ليد او نور هم مهم دي. روزنه او نړۍ ليد د متن په مانا کې لوستونکى بېلارې کولاى شيڅ دلته موږ د کره کتونکي او لوستونکي توپير هم کولاى شو، چې کره کتونکى يوازې دا نه چې د متن ضمني او ويجاړوونکو ماناوو ته ځير وي، بلکې په خپله اخيستې مانا بيرته نقد هم کولاى شي، چې څومره دقيقه ده.

۴- د وينا عمل: speech act په اصل کې د وينا او عمل هممهالى شتون دى. په دې نقش کې وينو، چې ويناوال خبر ورکوي، شکايت کوي، مننه کوي، تشريحات ورکوي، امر کوي، وړاندوينه کوي، ګواښ کوي، وړانديز کوي، هرکلى وايي، ځان تحميلوي او که داسې بل کوم کار ترسروي. څرنګه چې ادبي متن د وسمهال له عمل نه ماورا وي؛ نو د وينا د عمل ځانګړنه بالعموم په ادبي متن کې نه وينو.

۵- آداب: په ټوله کې ادب په سنجولي چلن، عاجزۍ کولو او مودب اوسېدو پورې تړلى.(يول، ۱۳۸۷، ۱۶۵). ويناوال په خبرو کې د مخاطب له مقام، حيثيت، سن، جنس، زده کړو او نورو نه په استفاده د خپلې غږېدا په ټون، کلمو او … کې انتخاب کوي. دا له ژبې نه بهر زموږ خبرو ته لورى ورکوي او که په دې سره پوه نشو، ښايي خبرې مو ورانپوهاوى رامنځته کړي.

کله چې ماتن يو ادبي متن رامنځته کوي، مخکې له مخکې د لوستونکي يو روښانه يا مبهم تصور لري. مثلا: د ماشومانو يا زلمکو لپاره چې کوم ادبياتو موږ ايجادوو، د دوى سن ته په کتو يې ايجادوو. دا ځانګړنه په ادبي متن کې د ماتن د ارادې په بڼه راڅرګندېېږي او يوازې په دې ځاى کې موږ د متن په مانيز تفاعل کې د ماتن نقش وينو.

۶- د موقعيت قرينه: له ژبې بهر د وراشې ځاى(مکان) ويناوال ته لار ښيي، چې څه ډول خبرې وکړي او کوم توکي حذف کړي. په تاريخي متونو کې چې موږ د ځينو وراشو پر موقعيت نه پوهېږو، په مانا کې يې تېروځو. په نصوصو کې ورته د شان نزول اصطلاح کاريږي، چې کوم نص د څه په اړه او په کوم محل کې نازل شوى يا پېغمبر (ص) فرمايلى دى. که د کومو نصوصو د موقعيت قرينه معلومه نه وي، مخاطبان ترې مختلفې ماناوې اخلي، چې کله دا ماناوې زيانمنوونکې وي.

قرينه يوازې تر موقعيتي هغې محدوده نه وي، بلکې فرهنګي، زماني او جغرافي هم وي. د يوه متن مانا او موخه يوازې د هغه متن داخلي موضوع نه ده. په فرهنګي قرينه کې مذهبي، سياسي او نور لوښي راځي، چې يو ادبي متن پکې توليدېږي؛ نو د يوه ادبي متن د مانا مساله يوازې د متن داخلي مساله نه ده، بلکې له متن بهر شرايط هم له متن سره د مانا په لېږد کې مرسته کوي او کله چې دا شرايط بدل شي، همغه متن په همغه پخوانۍ بڼه له مانيز تزلزل سره مخ شي او له همدې امله ترې د نورو ماناوو د اخيستو امکان پيدا شي. که دا نورې ماناوې د ټولنې په ګټه وې، نظام هغه متن ته د چاپ مخه ورکوي او که په زيان يې وي، بيا د هغې ټولنې دوښمنان ورته د چاپ شرايط مساعدوي.

ادبي متن هم په اصل کې پر ژبه ولاړ دى او د ژبنيو توکيو ټولګه ده؛ نو څرنګه چې ژبه ډيناميک ځانګړنه، توکيو کې يې  د موقعيت، ځاى او مهال له امله بدلون راځي، داسې نو دا بدلون پر يوه پخواني موجود متن هم اغېز کوي او له مانيز بدلون سره يې مخوي.

لکه پاس مو چې وويل، چې د متن مانا يوازې د متن داخلي مساله نه ده، بلکې له متن بهر شرايط هم کتل پکار دي؛ نو دلته درې ډوله شرايط يادولاى شو. يو دا چې متن په کومه جغرافيه، موقعيت او زمانه کې توليد شوى، په کومه جغرافيه، موقعيت او زمانه کې چاپ شوى او په کومه زمانه، جغرافيه او موقعيت کې لوستل کېږي. ممکن دا درېواړه يوه زمانه، يوه جغرافيه او موقعيت وي؛ خو کله چې دا درېواه سره بدلېږي. يعنې د متن د توليد شرايط يو ډول او د لوست شرايط او زمانه يا جغرافيه بله وي، بيا متن له هغې موخه پښه اړوي، چې ورته توليد شوى دى.

له دې ځايه د ادبي متن د معصوميت خبره هم راپورته کولاى شو. موږ د ادب په اړه ډېر خوشبين او مثبت فکر لرو، فکر کوو، چې ادبيات د ټولنې په سمون کې مرسته کوي، کوي به يې؛ خو داسې ادبيات هم شته، چې ټولنه تخريبوي او دا په يوه سياسي جغرافيه کې د نظام مسؤوليت دى، چې دا ځان ته معلوم کړي، چې له ادبه موږ کومې هيلې لرو او کوم ډول ادبي متون زموږ پکار دي؟ او بيا د همدغو هيلو پر بنسټ ادبي متون توليد او انتخاب کړي.

پر دې بنسټ ويلاى شو، چې له ادبه تل سياسي استفاده کېږي. دا سياسي استفاده کله د ټولنې د رغونې او کله د ويجاړولو په اساس وي او دا همغه درې برخي رانغاړي، لومړۍ دا چې يو ادبي متن په کومو شرايطو کې د کومو موخو لپاره توليد شوى، دويم دا چې په کومو شرايطو کې بيا بيا چاپېږي او درېېم دا چې په کومو شرايطو کې لوستل کېږي؟ د دې درو پوښتنو ځواب راسره د ادب د سياسي موخو په پوهاوي کې مرسته کوي او څوک چې له ادبي متن بهر پر دې شرايطو پوه نه وي، په اصل کې له متن نه اخيستې مانا يې نيمګړې وي، ځکه چې د فورماليستانو د فکر خلاف هر متن د خپلو فرهنګي شرايطو زېږنده او له هغوى سره مستقيمه نامستقيمه اړيکه لري. د فورمالسيتانو ستونزه دا وه، چې په ادبي متن کې په سوچه ادب پسې ګرځېدل او ادب يې په جوړښت کې ليده؛ نو يو ادبي متن به ښه جوړښت او خيال لري؛ خو مانا او سياسي موخې به يې ويجاړوونکې وي.

موږ د يونانيانو غوندې فکر کوو، چې هر ښکلى څيز به له نيکۍ سره مل وي او هر نېک څيز ښکلى وي؛ خو دې ته مو پام نه وي، چې ډېر ښکلي ماران هم شته؛ خو انسان ترې د نېکۍ توقع نه لري او بدۍ يې پر ښايست پرده غوړولې. ادب هم داسې دى، چې موخې دې يې تل ناسياسي په تېره نېکې نه وي. بايد د ادبي متونو په انتخاب او چاپ کې هم احتياط وشي. په يوه ټولنه کې چې کوم کتابونه چاپېږي، د هغې ټولنې اخلاق او افکار ښيي. زموږ خلک چې بېوزلي دي او مينه ناک چلن ورسره ډېر نه دى شوى، هغه کتابونه ډېر لولي، چې پر شتمنېدو او مينه ليکل شوي وي.

د ادبي متن په شرايطو کې توليدوونکى هم راځي. پنځګر يې څوک دى، څه ايډيالوژي لري او ولې يې دا متن توليد کړى. پر دې بنسټ د متن په مانا کې ماتن يو لورى نه دى، بلکې يو شرط دى او دا شرط راسره د پر واقعيت بنا متونو په دقيق پوهاوي کې مستقيمه او خيالي هغو په پوهاوي کې نامستقيمه مرسته کوي. مثلا: د خوشال پر بوللو، چې ځينې يې پر واقعيتونو ليکلې، هله پوهېداى شو، چې له خوشال سره اشنا اوسو. د فورماليستانو دا خبره چې د پنځګر په نشت کې هم ادبي پنځونه مانا لري، يوازې تر استعاري ماناوو پورې محدوده ده.

پايله دا راوځي، چې د متن مانا يوازې د متن داخلي موضوع نه ده، بلکې له متن بهر شرايط هم راسره پر متن په پوهېدو کې مرسته کوي؛ نو د متن مانا لکه د ژبې او وينا غوندې د کارونپوهنې له زاويې يوازې په وينا کې نه، بلکې د ژبنيو او ناژبنيو توکيو په ګډ تعامل کې پرته وي او له دې سره متن او له متن بهر چېنلونه همکار او شريکباڼي وي.

ماخذ:

  1. ارغند، ذبيح الله صاحب. (۱۳۹۶). ماناپوهنه. کابل: پکتوس خپرندويه ټولنه
  2. امامى، سميرا. ۱۳۹۸. زبانشناسى- کاربرد شناختى. کابل: انتشارات دانشګاه
  3. درمل، احسان الله.۱۳۹۷.شعرستان(دويم چاپ). سروش کتاب پلورنځى: کابل
  4. صفوي، کورش. ۱۳۸۳. از زبان شناسي به ادبيات. جلد اول: نظم. تهران: سوره مهر
  5. هاليډى، مايکل. حسن، رقيه، ۱۳۹۳. زبان، بافت و متن. ترجمه ى مجتبى منشى زاده، طاهر ايشانى.تهران: نشر علمى
  6. يول، جورج. ۱۳۸۷. بررسى زبان. ترجمۀ على بهرامى. چاپ دوم. تهران: سمت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب