په پښتو ژبه کې کولی شو د ژباړې لومړنی څرک د ابو محمد هاشم د زید سرواني البستي زوی څخه ولګوو،چې د خپل استاد یو عربي شعر یې په پښتو نظم وژباړه او بیا دا نظم د پټې خزانې مولف محمد هوتک د شیخ کټه له لرغوني پښتانه څخه رانقل کړ.
بې ګټې به نه وي،چې پښتو ژبې ته د راژباړل شوي دغه نظم دوه بیته دلته راواخلو:
ژبه هم ښه وینا کاندی چې وینه
د خاوند په لاس کې زر او درهمونه
ژبور ورله ورځی وینا یې اوری
د درهم خاوندان تل وی په ویاړونه
د نظم همدغو بیتونو نه موږ د پښتو په لیکلو ادبیاتو کې د ژباړې تاریخ پیل کولی شو او د معلومو اسنادو له مخې په پښتو کې لومړنۍ ژباړه همدا ده.
ابومحمد هاشم چې د پښتو د نثر لومړنۍ کتاب د سالو وږمه هم ده ته منسوب ده، په ۲۳ هجری کال کې زیږیدلی او په ۲۹۴ هجری کې له عراق څخه هیواد ته راغلی او دری کاله ورووسته په بست کې وفات شوی دی
له ما سره د ژباړې د شالید په اړه همدومره وو، په دې اړه ځېنو ښو او ځوانو لیکوالو اثار لیکلي او او ځېنې لیکنې یې راژباړلي،چې کولی شو د هغو اثارو او لیکنو له مخې د پښتو ژبې د شالید په اړه لا ښه او کره معلومات ترلاسه کړو. د دې جملې له لیکوالانو څخه یو هم پوهنمل استاد عبدالقدیر خموش دی.ښاغلي خموش په دې وروستیو کې (د ژباړې شالید او فن) د ژباړې د پيدایښت او پایښت په باب پوره اثر لیکلي،چې دلته به پرې یو څو کرښې تورې کړو.
د ژباړې شاليد او فن:
دا اثر د پوهنمل استاد عبدالقدير خموش په زيار ليکل شوى او په ( ١٣٩٠) لمريز کال کې د زرو ټوکو په شمېر د ختيځ خپرندويه ټولنې له خوا په ښه کاغذ او ښکلي صحافت کې خپور شوى دى او د کتاب د ډيزاين کارونه انجنير زيارمل تر سره کړي.
ښاغلي خموش د ډالۍ په برخه کې څه نه دي ليکلي.
ختيځ خپرندويه ټولنه د ښاغلي خموش د کتاب د ګټو او اړتياوو په اړه پخپل يادښت کې داسې ليکي:
((د دې اړتیا ډېره محسوسېده، چې بايد د ژباړې په اړه يو پوره څېړنيز کتاب وليکل شي،چې دا دى پوهنمل استاد عبدالقدير خموش دا تشه هم ډکه کړه او ( دژباړې شاليد اوفن)) تر عنوان لاندې دغه اثر وليکه.
ختيځ خپرندويه ټولنه وياړي چې د پوهنمل استاد عبدالقدير خموش دا ګټور اثر چاپ او تر لوستونکو رسوي.))
ورپسې د ليکوال ( پوهنمل استاد عبدالقدير خموش) سريزه ليدل کېږي، دى پخپله سريزه کې د ژباړې په اړه د هغو کتابونو يادونه کوي، چې د دغه کتاب (د ژباړې شاليد او فن) نه وړاندې چاپ شوي دي، دى ليکي (( که څه هم زه ددې اثر د ليکنې په جريان کې له دوه داسې اثارو سره مخ شوم، چې د ژباړې په اصولو کښل شوي وو، ليکن د لوستونکو تنده نه پرې ماتېده،له دې اثارو څخه يو د ښاغلي صالح محمد صالح د (پښتتو او د ژباړې فن ) نومي اثر دى،چې د تيورۍ پر ځاى په عمومي موضوعاتو څرخي او ډېر کار پرې شوى، تر څو لوستونکي وهڅوي په ژباړې لاس پورې کړي او همدا شان دوهم اثر د ښاغلي رفيع الله ستانکزي د ( ژباړې فن ) دى چې اوس چاپ شوى دى.
نو ددې اړتيا په پام کې نيولو سره مې هوډ وکړ،چې د ژباړې د شاليد (پيدايښت) او همداشان د پايښت (اوسني بهير) تر څنګ د ژباړې په اصولو هم يو څه وکاږم ))
ښاغلی خموش د خپلې لیکنې په یوه ځای کې د ژباړې فن یو ګټور فن راپه ګوته کوي، لیکی (( ژباړه له فنونو څخه يو فن بلل کېږي،ځکه ژباړن په دې کې له هنره کار اخلي او همدا دى،چې وايي تاليف له ژباړې اسانه دى، دا ځکه ، چې په تاليف کې د ليکوال لاس خلاص د،څه چې ليکي دى به ورته سبک روش او ژبه ټاکي، ليکن په ژباړه کې اړ دى د ليکوال هدف او مقصد تعقيب کړي او د مبدا د اثر محتوا د مقصد په ژبه راوړي او د امانت دارۍ په پام کې نيولو سره يې لوستونکو ته په لاس ورکړي، بېشکه چې دا کار له هر څه نه ډېر هنريت غواړي ))
دى وړاندې لیکي،ځکه موږ په دې ټنيګار کوو، چې ژباړن بايد له درېو اساسي موضوعاتو سره بشپړ اشنا وي او هغه په دې ډول دي:
١ – د مبدا په ژبه حاکميت.
٢ – د مقصد په ژبه حاکميت.
٣ – د دواړو ژبو تر منځ په ګرامري توپيرونو لاس بري، خو ژباړن په په ژباړه کې په امانتدارۍ هم مکلف دى، چې بايد د ليکوال اصلي امانت يانې هدف لوستونکي ته ورسوي.
په دې اثر کې له يادو شويو دوو اثارو څخه د لږ شانتې استفادې تر څنګ تر ډېره حده د ايران د څېړونکو له اثارو څخه استفاده شوې، چې د ښاغلي ډاکټر يحى معروف: فن ترجمه او علي جانزاده: فن ترجمه، څخه د نمونې په توکه يادونه کولى شو.
په دغه اثر کې د ښاغلي پوهنوال نجيب الله اساس په درې ژبه تقريظ هم شامل دى، دې د دغسې اثار په ليکلو خوښي څرګنده کړېده او ويلي يې دي، چې دغه کتاب په ساده او روان ژبه ليکل شوى دى، دى وړاندې ليکي تر کومه چې زه خبر يم ، په پښتو کې دا ډول اثار نه و، که و هم نو د ژباړو د نورو اصولو او تشویقي برخو په اړه وو.
په (د ژباړې شاليد او فن) کې د ژباړې په لارو چارو او په ژباړه کې تر خپل هدفه د رسېدو په خواو پوره په تفصيل سره بحث شوى.
د ژباړې شاليد او فن د لاندې موضوعګانو لرونکی دی:
ژباړه د تاريخ په اوږدو کې.
په پښتو ادب کې د ژباړې پيلامه.
د قرآنکريم ژباړه ( په پښتو ادب کې د قرانکريم ژباړه )
د نظم ژباړه
د ناول ژباړه
د افسانې يا نننۍ لنډې کيسې ژباړه
هنري ژباړل شوي لومړني اثار
په افغانستان کې د لومړنۍ ډرامې ژباړه
ژباړه په لغت او اصطلاح کې
د ژباړې اهميت
د ښه ژباړن اوصاف
د ښې ژباړې اوصاف
د ژباړې اساسات
د ژبې په لحاظ د ژباړې وېش
د کتبي ژباړې ډولونه
د شفاهي ژباړې ډولونه
د موضوع په لحاظ د ژباړې وېش
د ژورنالېستې موادو ژباړه
د ژباړې ځانګړتياوې
د شعر ژباړه
د دينې علومو ژباړه
د لغت ژباړه
د اصطلاح ژباړه
او د پښتو او درې ژبو ترمنځ ځېنې ګرامري توپيرونه
د کتاب په وروستۍ برخه ک هغه اخځونه ياد شوي، له کومو نه، چې د دغه کتاب په ليکلو کې ګټنه شوې ده .
د ژباړې شالید او فن اثر پر مټ نوي ژباړونکي کولی شی،چې د ژباړې په پیدایښت او ګټو ځان خبر کړي. د دغه کتاب له لارښوونو او وړانديزونو نه په ګټه اخيستنې د ژباړې له فن او هنر سره ځان اشنا کړي.
که چېرې د ژباړې شالید او فن د لوستونکو لپاره په څپرکو او يا برخو وېشل شوی واى؛ نو لوستل به يې لوستونکي ته اسانه په دې وو، چې د کتاب موضوعګانې به یې په پرلپسې ډول لوستی وی .
د کتاب په مانیزه ښکلا کې هیڅ شک نه شته؛ خو دا چې دا اثر تر ډېره علمي جنبه لري او ښايي،چې د محصلینو لپاره د یوه ښه اخځ په ډول وکارول شي، د نورو زیاتو کتابونو په څېر دا هم د شاملو موضوعګانو لپاره ځانګړی فهرصت نه لري، د فهرصت ګټه دا وي،چې لوستونکی کولی شي، د همغه ادرس یا پتې له مخې ځان ځانګړي مخ یا ځانګړې موضوع ته ورسوي، فهرصت په کتاب کې د ادرسونو د لنډيز مانا لري.
په هرصورت! د کتاب تشه لیدل شوې او د خلا د راډکولو لپاره یوه اړینه هڅه شوې، چې موږ دا ویاړ د ښاغلي پوهنمل استاد عبدالقدیر خموش په برخه ګڼو، هیله ور نه کوو،چې خپلو لوستونکو ته د لا ښو پنځونو په فکر کې شي.