“د افغانستان په کلو کې د بهرنيوځواکونو د شپنيوعملياتو يوه خاطره”
ټول کلى وېرې اخيستى و او دتيارې له خورېدو سره به يوازې سلطان محمد کاکا نه بلکې ټولو کليوالو احساسوله چې په هوا کې دستوري غوندې روان څېز ددوى کړه وړه څارې او يوه شېبه هم ترې ورک نه دي ، هغوى اصلا ملامت هم نه وو ،دلته چا سکون او ارام نه پېژنده ، دغه ډالۍ دا څوکاله بيخي له دې کلو کډه کړې وه ، دژمې په دې سړو شپو کې په يوه مياشت کې پرلپسې پنځه چاپې په کلي ووهل شوې او پلو بهرنيو سرتېرو په نېمه شپه له راتلو سره دکورونو او کلاګانو دروازې په بمونو والوزولې او ماتې يې کړې ، کوچنيان ښځې او سپين ږيري به يې له خوبه را پاڅول ، دا اوس کومه نوې خبره نه وه خو هغه کسان چې له چاپو به بېرته را خوشي شول نو پرې د تېرو شوو سختيوکيسو به يې دنورو خلکو زړونه ولړزول او ټوله شپه به يې دچاپې له وېرې په بړستنو کې سترګې غړولې چې اوس به کومه چورلکه کلي ته نږدې کېني او څوک به دا القاعدې او يا طالب په نامه له ځان سره وړي .
ماته به دې وېرې اکثره وخت پنځلس کاله وړاندې په پسرلي کې هغه يخې شپې او وېرونکې شېبې را يادولې چې کلې مو ټول په زلزله کې وران شو او بياموږ دکوچيانو غوندې په يوه هواري کې ديوې موسيسې په راکړو خېمو کې ژوند غوره کړ، ما به ډېر ځله دهغه ورځې په اړه سوچونه کول چې يوه داسې شپه به کله راځي چې نور دزلزلو وېره راسره نه وي او په ارام سره خپل کور ته ستانه شو اکثره به زما ددغه سوچ په مهال هم دزلزلې کومه وړوکې ضربه احساس شوه او کورته به يې راته بيا ستنېدل ګران کړل .
دا شپې او هغه شپې ځکه سره ورته وې چې په دواړو کې يوې نامعلومې وېرې زموږ له سترګو خوب وړى و ، دوه درې ځله چې موږ سهار راويښ شوو نو څوکسان به لاس او سترګې تړلي دکلي په مينځ کې دېوالونو ته په يو جوړ جامو کې يخ وهلي ناست او دمړو غوندې به ښکارېدل ، دوى ته به دچاپې په وخت دا موقع هم نه ورکول کېده چې ګرمې جامې يا خپلې کورتۍ واغوندي .
څلوېښت کلن سلطان محمد په همداسې يوه شپه په خپل کور کې ناست و چې دا لوتکې غږ واورېدل شو ، زر يې ځان راسم کړ، له کړکۍ يې دباندې وکتل ، دباران ساړه څاڅکي يې په مخ ولګېدل او دچورلکې غږ رانږدې کېده ، په رنګ کې يې له وېرې بدلون راغى ، کړکۍ يې بنده کړه ، خپله درنه کورتۍ او دغوږونو خولۍ يې په سر کړل ، جرابلې يې هم په پښو کړې لا پټو ته يې لاس نه و کړى چې مېرمنې يې پرې غږ کړ
– څه کوې وه سړيه لکه چې مخې ته يې ورځې ؟
ځواب يې ورکړ
– نه ګورې چې هره شپه تر سهاره پورې کليوال يخ ته دروي ،پرېږده چې لږ خو ځان تود کړم که مې ورسره روان هم کړي نو يخ خو به مې نه کېږي ، دا دکفر زامن چې کله راشي بيا نو موقع نه راکوي، همدايې وخت چې ځان ….
ده لا خبره نه وه بشپړه کړې چې يو درز شو او دکلا دروازه انګړ ته را پرېوته ، له وېرې يې ژبه تته شوه
پټو ته يې لاس کړ چې يوه بهرني سرتېري دروازه راخلاصه کړه او ژباړن ته رانږدې شو
کوم خوا به رانه تښتې ؟
له دې خبرې سره يې نرۍ شيطاني خندا هم وکړه
هو هو له پوره اسنادو سره ګېر شوې ، دځان دومره مجهز کول دې ددې ثبوت دى چې همدا اوس له خپلو ملګرو او پيرې څخه راستون شوى يې خو زموږ په دام کې ولوېدې او نښه موپه ځاى ولګېده .
٢٠١٢ مې ٦ مه
تسل صیب په رښتیا چې دچاپې دناولې څېرې ښه انځورګري دې کړېده ده، پښتنو تل د زبرځواكونو، ښكېلاكګرو او زبېښاكګرو د تورې په سيوري كې ساه اخيستې، کله چې دوى د خپلو روا حقوقو د ترلاسه لپاره چغه پورته كړې، نو د متعصب، بې فرهنګه، ناپوه،غدار او اوس اوس خو دترهګر په نومونو تورن شوي دي. څرګنده نه ده چې دغه بدمرغه او توره لړۍ به تر كومه وخته پورې روانه وي، تر كله به پښتانه ځپل كېږي . نن چې یوشمېر دامریکایانو ددغه وحشیانه عمل بندول غواړي هغوی ددوی وحشت او بربریت لیدلی او کتلی.