جمعه, مې 3, 2024
Homeادبلنډه کیسهاړیکه ( لنډه کیسه) لیکوال:محمد خالص ادیب

اړیکه ( لنډه کیسه) لیکوال:محمد خالص ادیب

د سینې له ویښتو یې کش کړم، پورته مې ترپ کړل، موسکۍ شوه، تر ږیره یې ورو ـ ورو کشولم، ماته یې خوند راکاوه، په اوږه مې لاس ورکېښود، لا مې زړه ته رانږدې کړه، یو دم یې رانه وپوښتل:

  • “که زه چېرې مړه شوم ته به بل واده کوې؟”

غلی وم، هېڅ مې نه ویل له ځانه سره مې سندره زمزمه کړه:

ستا د وفا رنګونه ما باندې خورېږي

لیدلی خوب مې په ولا چې ریښتیا کېږي

ستا د عشق دا بارانونه ستا عشق دا بارانونه

راته یې وخندل، ما ورو کړل:

  • “ریښتیا وایې؟”

دې راغبرګه کړه:

  • “نه نو په پښتو څوک دروغ وایي؟؟؟”

پام مې نه و، چورت په مخه ښه کړم، د خیال خبرې په لوړ غږ رانه وویل شوې، للمې راته وخندل، ورو یې تر ږیره کش کړم، په خندا یې راته وویل:

  • “وکړه قسم چې دا خبره منم؟”

له چایو ډکې پیالې ته مې لاس ور اوږد کړ، د پیالې په ژۍ مې شونډې کېښودې، د ګرم تاو حس مې وکړ، ژبه مې پرې تېره کړه، له برې شونډې مې بریت لرې کړل، ګیلاس مې کېښود، للمې بیا له ږیرې کش کړم، زنه مې وتخنېده، کړل یې:

  • “ښه ووایه زموږ د عشق کوم بارانونه؟”

د دریالس سوه پینځه نوي د غبرګولي نولسمه نېټه وه، په مزارشریف کې ګرمې هوا مې په وجود تودې شونډې اېښودې، په تندي مې لاس تېر کړ، د نم احساس مې وکړ، د للمې په ګارسون سترګې ولګېدې، وړاندې کېناسته، پلو یې واچاوه، موبایل مې له جیب څخه راویست، په فیسبوک کې انلاین شوم، ډوډۍ یې مخې ته راته کېښوده، مجمه یې پورته کړه، حرکت یې وکړ، للمې د مېز لاندې بیا په پښه ووهلم راته یې وویل:

  • “فیسبوک میسبوک دې بند که”

د موبایل د څنګ تڼۍ ته مې فشار ورکړ، جیب ته مې کړ، قاشوغه ته مې ګوتې وراوږدې کړې، دې بیا راته وویل:

  • “ښه کیسه کوه”

ژر مې ورغبرګه کړه:

  • “د څه شي؟”

ورو یې کړل:

  • “زړه مو”

و مې خندل، یوه شېبه غلی وم، له ځانه سره مې فکر وکړ، څه ورته ووایم؟؟؟

 هېڅ خبره نه راجوړېده، دې بیا په پښه ووهلم، په سترګو کې یې د خوړلو اشاره راته وکړه، ډوډۍ ته مې ګوتې وراوږدې کړې، لمړۍ مې پورته کړه، دې مړوند ته وکتل، فکر مې وکړ:

  • “لکه چې ناوخته شوی دی”

ژر ـ ژر مو ډوډۍ وخوړه، د تګ اشاره مې ورته کړه، بیک ته یې لاس کړ، پورته شولو، حساب مې ورسره خلاص کړ، بېرون للمې راته وخندل، لاس مې ورکړ، په ښار کې داسې ورسره روان وم لکه کوژدنه مې چې وي، ښه پوهېدم؟ که چېرې زما د کورنۍ له غړي سره بل څوک داسې روان وی لکه زه چې له للمې سره په کوم حالت کې وم یا به مې ځان واژه یا به مې د هغې ژوند ته د پای ټکی اېښود، نه پوهېږم د درک زاویه مو وړه شوې وه که له وجدان سره مې حیا مخه ښه کړې وه؟

کله ـ کله به مې د للمې لاس ورو ـ ورو تختکاوه، بل شانته مزه یې کاوه، په مخه مې ملګری راغی، داسې به مې ځان نابلده واچوه لکه په ژوند مې نه وي ورسره لیدلي، کنه یو نه، څو کاله مې ګاونډی و، حتی په یوه لوښي مې ورسره خوړلي و.

 زه پوهېدم چې له للمې سره مې داسې چلند کاوه، هغه ما ته کلکې ـ کلکې وعدې راکړې وې، ما ژوند د هغې په نوم کړی و، په ډېرو ورقو مې لیکلی و، زه بدون له للمې څخه په نړۍ کې له بلې نجلۍ سره نکاح او د ژوند ورځې شپې نه سبا کوم، باور لرم، اوس څه چې کلونه وروسته به هم د ښار په ځینو ونو کې زما او د دې د مینې کاږل شوې نښې لیدل کېږي، پوهنتون ته نږدې شو، د دوی ټایم رخصت و، زموږ نوی پیل کېده، له یو بل سره مو مخه ښه وکړه، د امله په موټر کې کېناسته، زه د پوهنتون په دروازه کې ودرېدم، د دوی دې تګ شېبې مې شمېرې، نجونو او هلکانو بد ـ بد راته کتل، ما داسې احساس کاوه، لکه زه یې چې له للمې سره غېږ په غېږ لیدلی وم.‏

***
ورځې نه، اونۍ نه بلکې څو میاشتې ووتې، زموږ اړیکه ورځ تر بلې کمرنګه کېده، زه یې بلاک کړی وم، کورس یې پرېښود، پوهنتون ته له مجبورۍ نه راته، کنه ماته للمه له کړنو داسې مالومېده چې له ما څخه یې ښه نه راځي؛ خو زه بیا د دې هر څه مخالف روان وم، څومره به یې چې رانه کرکه کېده، هومره به مې مینه ورسره زیاتېده، داسې ورځې راغلې، ښه ډېر مې ژړلی، د ځان وژنې اراده مې کړې؛ خو عقیدې مې اجازه نه راکاوه، که زه د للمې د کرکې په علت پوه شوای وای، ما به مینه ورسره کړې وای؟

هېڅ نه پوهېدم، نه مې د “هو” ځواب درلود نه د “نه” ځکه زه د هر شي په اړه متفاوت وم، د چا خبرې را باندې ښې نه لګېدې، ورځ تر بلې دنیا را باندې تنګېده، کنه نو ته وا زه دومره  زړه تنګونی وم چې له ژوند سره مې لاره بېله کړې وای؟

د ورځې نه، نهنیمې(۰۹:۳۰) بجې وې، لمر پر طبیعت وزرې غوړولې وې، هوا یخه وه، دومره هم نه، شبنم د ونو له پاڼو سره مخه  ښه کاوه، د ونو پر پاڼو د اوبو د څاڅکو لیکې داسې ښکارېدې لکه د انسان په اننګو چې اوښکې غړېدلې وي، زه نه پوهېدم؛ خو هر څه مې په زړه پوهېدل چې څه غواړي؟ په چا پسې ځورېږي؟  او ولې؟

په دې خو ښه پوهېدم کله مې چې دا ولېده خدای مې وپېژانده، اړ یې کړم چې په هستي باندې فکر وکړم، تر څو له معشوقې سره د ناستې ولاړې په انداز پوه شوم، ما مخکې لږ او ډېرې د بي بي عایشې او محمد ص د ګرانښت کیسې لوستې وې دغه واړه اړخونو ته دې متوجې کړم؛ خو نه پوهېږم ولې رانه دومره  لرې شوه چې اوس یې هېڅ د وجود، هېڅ یې د بیا لیدو احساس نشم کوی؟

په تندي مې لاس تېر کړ، خولې و، هوا ګرمه وه، په لاره باندې غلی روان وم یو دم مې په ذهن کې راوګرځېدل:

  • “للمې په څه خبره لاره درنه بېله کړه؟”

یوه شېبه مې دمه ونیوله، لږ مې د ارام ساه واخیسته د تېر ژوند خاطرې مې په ذهن کې اوښتې ـ رااوښتې، هېڅ یې په علت نه پوهېدم، په لاره روان وم، ګوتې مې شمېرلې.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب