یکشنبه, مې 5, 2024
Homeټولنیزبریالۍ رهبري | ژباړه: شمس الحق حیران

بریالۍ رهبري | ژباړه: شمس الحق حیران

 لومړۍ برخه –  

د مدیریت موضوع او په ځانګړې توګه د رهبرۍ بحث یوه داسې موضوع ده چې د انسانانو له ټولنیز ژوندانه سره سم او حتی له هغه وړاندې رامنځ ته شوې ده. پر دې سربېره، د تاریخي بدلونونو، ماتو، بریاوو، لارښوونو، لار ورکونو، رغولو او ورانولو او په پای کې د انساني ټولنې او اداري نظام په غوړېدنه او تکامل کې د رهبرانو او مدیرانو رول ډېر بنسټیز او مهم پاتې دی.  

که یوازې یو داسې لامل شتون ولري چې د بریالیو او ناکامو ادارو تر منځ توپیر وټاکي، له شک پرته چې هغه لامل به غښتلې او اغیزمنه رهبري وي. نن ورځ د رهبر په توګه د مدیر رول تر دې کچې ارزښت موندلی چې په ټولو برخو کې د داسې کسانو د موندلو لپاره هڅه کېږي چې د رهبرۍ اړینې وړتیاوې ولري. په نن او پرون کې د سیاسي، اقتصادي، نظامي او فرهنګي فعالیتونو په بېلابېلو سطحو کې د رهبرانو او مدیرانو رول ته په کتو سره، لیدلای شو چې رهبري او مدی��یت لاهم د ټولنیزې ودې د ټولو خوځښتونو او پرمختګونو په برخو کې بنسټیز او ارزښتمن رول په غاړه لري. او دغه رول ته له پام پرته نشو کولای چې د ډلې، ادارې، ملت یا نړیوالې ټولنې په ګډون د یو ټولي هدایت طرح او سمبال کړو.

لارښوونه او رهبري د مدیریت له بنسټيزو او ارزښتمنو دندو شمېرل کېږي، یادې دندې د ادارې د غوړېدنې او ودې په پروسه او له وړاندې ټاکل شویو موخو او غوښتنو ته په رسېدو کې کلیدي رول لوبوي. یو ښه رهبر ستونزې په اسانۍ سره حل، واټنونه رالنډ او خپلو ترلاس لاندې کسانو او پیروانو ته د خپلو مدبرانه لارښوونو له مخې د موخو او مقاصدو لاس ته راوړلو اسانه لارې چارې ښيي.

د رهبر او رهبرۍ اصطلاح

د رهبر او رهبرۍ اصطلاح په بېلابېلو فرهنګونو او ژبو کې، په بېلابېلو بڼو کارول کېږي. په انګلیسي ژبه کې رهبر ته (Leader) او رهبرۍ ته (Leadership) وايي. په فرانسوي ژبه کې ورته مدیر او مدیریت او کله ناکله قوماندان او قومانداني هم کاروي.

په فارسۍ ژبه کې د دغو مفاهیمو د افادې لپاره بېلابېلې کلمې کارول کېږي چې عبارت دي له: رهبر او رهبري، مدیر او مدیریت، ریس او ریاست، مسوول او مسوولیت.

پورتنۍ ټولې اصطلاح ګانې هر هغه چا ته کارول کېږي چې د یوې ډلې یا تشکیلاتي هرم په سر کې قرار ولري او د یوې ادارې یا ډلې د چارو د ادارې مسوولیت ورترغاړې وي.

د رهبرۍ تعریفونه

د یادونې وړ ده چې رهبري د شنه او روښانه څراغ حیثیت لري یانې مدیران او د چارو مسوولین باید د مدیریت په لوړو ژورو کې ورڅخه ګټه واخلي او د مدیریت تیاره لاره د رهبرۍ په څراغ روښانه کړي. د رهبرۍ په رول کې مدیر هغه چا ته پاتې کېږي چې پر خپل تر لاس لاندې کس باندې نه لیدل کېدونکی اغېز کولای شي او ترلاس لاندې کسان هم د نوموړي اغېز مني.

هغه رهبري بریالۍ وي چې یو کس وکولای شي نور وګړي له وړاندې ټاکل شویو موخو ترلاسه کولو لپاره هڅو او فعالیت ته اړ کړي. دا ځکه چې رهبري د مدیریت د نورو ډېرو دندو (لکه پلان جوړونې او سازماندهۍ) پر خلاف، داسې دنده ده چې په بشپړه توګه له چلند سره تړاو لري او په شخصي اړیکو کې یې رېښې ډېرې ژورې تللې دي. په ساده ژبه که ووایو: رهبري داسې دنده ده چې په لړ کې یې مدیران هڅه کوي د انګېزې او ولولو په رامنځته کولو او اغیزمنو اړیکو په ټينګولو سره موخو ته د رسېدو په لاره کې خپلې نورې دندې اسانه او کارکوونکي د ولولو او لېوالتیا له مخې خپلو دندو ترسره کولو ته وهڅوي. په اداري مفهوم سره، رهبري له مدیریت کومه بېله برخه نه ده بلکې، د مدیریت له مهمو او اصلي دندو شمېرل کېږي. د رهبرۍ په هکله زښته زیات تعریفونه وړاندې شوي دي. تر ټولو مهم تعریفونه یې په لاندې ډول وړاندې کوو:  

د «تري» په نوم د بشري علومو یو پوه رهبري داسې تعریفوي: “رهبري هغه فعالیت دی چې په لړ کې یې وګړي د ډله ییزو موخو ترلاسه کولو لپاره له لېوالتیا ډکو هڅو ترسره کولو لپاره تر اغیزې لاندې راوستل کېږي.”

«دیویس» بیا رهبري د کوښښ لپاره د نورو هڅونه نوموي. د «کنتز» په نوم بل پوه بیا د ټاکلو موخو ترلاسه کولو لپاره د نورو تر اغېزې لاندې راوستلو ته رهبري وايي. پر دوی سربېره، «بلنچارد» او «هرسی» د رهبرۍ په اړه ویلي: “هر هغه وضعیت ته رهبري وايي چې پکې د یو شخص یا ډلې تر اغیز لاندې راوستل مطرح شوي وي.”

یو شمېر نورو بیا رهبري په دې ډول تعریف کړې ده: “رهبري په نورو وګړو کې د نفوذ او اغېز کولو هنر یا علم ته وايي په داسې توګه چې هغوی په خوله خوښه د ټاکل شویو موخو ترلاسه کولو په لاره کې ګام پورته کړي.” په بل عبارت: “رهبري د ټولنیز نفوذ لاس ته راوړنې ته وايي چې په لړ کې یې رهبر په همغږیو هڅو سره د ټاکلیو موخو ترلاسه کولو په برخه کې د خپلو ترلاس لاندې وګړو د داوطلبانه ګډون په لټه کې وي.”

په ډله کې، رهبري یوه روښانه لاس ته راوړنه ده چې په وسیله یې یو کس نور وګړي تر هغې کچې پورې تر خپلې اغېزې لاندې راولي چې هغوی د ډله ييزو موخو ترلاسه کولو لپاره په خوله خوښه په مشخص موقعیت کې ګډون کوي.

د مدیریت د نورو ليکوالو د آثارو کتنه څرګندوي چې هغوی د دغه ټکي په په اړه په یوه خوله دي چې رهبري د یو شخص یا ډلې پر فعالیتونو داسې اغېزه ده چې په ټاکلي وضعیت کې د موخې د تحقق لپاره هڅه کوي.

حقیقت دا دی چې د رهبرۍ د بېلابېلو وړاندې شویو تعریفونو تر منځ هومره توپیر نه لیدل کېږي، داسې احساس کېږي چې دغه ټول تعریفونه د یو واقعیت (د نورو پر چلند اغېزې) په هکله خبره کوي. توپیر یوازې د کارول شویو عبارتونو او جملو دی. دلته باید یادونه وشي چې د رهبرۍ له وړاندې شویو تعریفونو څخه څلور اصلي لاملونه مشخص کېږي:

  1. رهبر
  2. دندې یا موخې
  3. د ډلې غړي
  4. چاپېریال یا موقعیت

د رهبرۍ هنر دا دی چې دغه موقعیتونه پیدا او تر منځ یې همغږي رامنځ ته شي او یاده چاره د وړاندې شویو لاملونو په رڼا کې ښکاره ده.

دوام لري…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب