شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبلنډه کیسهويلچر/لنډه کيسه سیدرحمن فقيرزی

ويلچر/لنډه کيسه سیدرحمن فقيرزی

د خپل همزولي ملګري په انتظار پر څوکۍ ناکراره ناست و، خو د هغه د راتګ څه څرک نه لګېده، شېبه په شېبه يې اندېښنه زیاتېده.

دوی به هره ورځ له سهارنۍ وروسته د خپل پېر کيسې کولې او د يو بل خبرو ته به داسې غوږ وو لکه چې چا يې د تېرې زمانې فلم ورته لګولی وي او دوی يې په ارمانجن زړه ګوري.

دواړو ته حکومت د ځوانۍ پر مهال د ښه خدمت په پار په همدغه بلاک کې څنګ په څنګ کورونه ورکړي وو.

دواړه به د خپلو کورونو برنډې ته راوتل، که څه هم دوی به له دوه مټره لېرې ځای نه له يو بل سره خبرې کولې خو بنډار به يې داسې ګرم و،چې که به په ډېر لوړ غږ هم غږېدل باک يې نه و.پر څوکۍ به کېناستل، خو د يوه هغه څوکۍ خوځنده وه،هره ورځ به يې زلمي لمسي په ويلچر کې برنډې ته را اېست.

د دوی د بنډار د سر خبرې به د پخوا وخت پر پرېمانۍ ارزانۍ او اوسنۍ ګرانۍ راټولې وې.

ده به تل پر هغه ټوکي کولې او ورته ويل به يې:
ته خو په ريښتيا چې د شپېتو شوې د ويشتو شوې، خو ښه ده، چې لمسۍ دې د لاس لکړه دی‌،کنې ختم يې.

هغه به پر خپلو سپينو خو پېړو بريتو ګوتې راروکاږلې او بيا به لږ مسک شو:

ته هم ځوان نه يې، دواړه د يوه منګ سړي او د عسکرۍ ملګري يو، خو پر ما ناروغي زور شوې، ځان راباندې غميدلی او پښې مې هم راپسې ځړېږي.

سړی لاهم د برنډې مخې ته پر څوکۍ ناست و، يوه پښه يې پر بله اړولې وه او په فکرونو کې ډوب و.

ځان سره يې کرل او رېبل،کله به د بدې پېښې ګومان ورته پيدا شو خو بيا به يې ځان سره ويل، چې که کومه پېښه شوې وای هرومرو خبرېده.

څه شېبه يې نور هم انتظار وکړ، غوښتل يې چې بېرته خونې ته ولاړ شي، خو له برنډې ښکته يې کوڅه کې څه وليدل.

رنګ يې والوت، لاړې يې قورتې کړې، پاس يې آسمان ته وکتل، اوف يې کړل، سر يې وښوراوه، داسې لکه څوک چې د يو څه پر ليدلو خپه شي، خو په وس کې يې څه نه وي.

له څوکۍ پورته شو، د خونې پر خوا روان شو.

لاندې د کباړ پېرېدونکې په لاسګاډي کې ويلچر اېښي و ‌او څنګ ته يې ولاړ زلمي پيسې شمېرلې.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب