جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهلودین: ط که جنګ ګټلی، سياست يې بايللی، حکومت یې لاسپوڅی دی

لودین: ط که جنګ ګټلی، سياست يې بايللی، حکومت یې لاسپوڅی دی

تاند:( دوشنبه، د قوس نهه ویشتمه) ‏د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخواني سیاسي مرستیال جاوید لودین پاکستان تورن کړی، چې په احمقانه او بې سلیقې ډول د طالبانو رژیم د رسمیت پېژندلو هڅې کوي.

لودین دا خبره په اسلام اباد کې د پاکستان په کوربه توب د اسلامي همکاریو سازمان پرونۍ غونډې ته په اشاره کړې، چې د ده په وینا ظاهراً د افغانستان د بشري ناورین په پلمه جوړه شوې وه.

پاکستاني چارواکو په دې غونډه کې طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ته هم د ګډون او وینا بلنه ورکړې وه چې د :نو رسنیو د راپورونو پر اساس پاکستان غوښتل له دې لارې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو مزل اسانه کړي.

د افغانستان مخکیني مرستیال خارجه وزیر جاوید لودین بیا د پاکستان دغه دیپلوماتیک تمرین احمقانه ګڼلی او ویلي چې دغه هېواد له یوه لوري په افغانستان کې ځان له لاسوهنو لیرې ښيي او د ملامتیو پړه پر افغان سیاستوالو او امریکایانو اچوي، خو له بل لوري په ښکاره په افغان چارو کې لاسوهنه کوي.

لودین طالبانو ته په خطاب کې ویلي، چې د افغانستان جګړه یې ګټلې، خو ازاد نه دي او جوړ شوی رژیم یې د پاکستان د لاسپوڅي حیثیت لري.

پرونۍ غونډې ته د خبرو پر وخت د پاکستان صدراعظم عمران خان د نورو خبرو ترڅنګ له افغانستان څخه پاکستان ته د داعش ډلې د فعالیتونو د غځیدو وېره هم ښوده.

عمران خان دا څرګندونې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په موجوديت کې کړي.

متقي ته د کنفرانس په پای کې اجازه نه ده ورکړل شوې، چې د اسلامي هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره په ګډ عکس اخیستو کې ودریږي.

د دې ترڅنګ په دې کنفرانس کې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ درول شوی و او دا یې ښوده، چې د اسلامي همکاریو سازمان د پاکستان له ټولو هڅو سره سره د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني.

1 COMMENT

  1. زه چی هر څومره په عسکری اصطلاح، پروت او تیار سی او آرام سی او کیڼ ګرځ او ښئ ګرځ او مَرش او درَیش او اوربل او اوربند او تعظیم او هر عسکری وِرد تکرار او تکرار او تکرار کړم بیا می هم زړه او عقل او وجود دا نه منی چی ګواکی طالب له نظامی- جنګی لیاری بریالی سویدئ.
    البته
    دا به د امریکائی امپریالیزم په وړاندی د خواخوږۍ په مفهوم نه وی بلکه برعکس، دا خپله یوه امریکائی اِلقاء ده چی ګواکی هغوی د طالب په وړاندی ماته وخوړه . یقیناً ددې ډول اِلقاآتو له ډنډ څخه د یوې بلی توطئې او دسیسې بوی را ولاړیږی چی البته استعمارځپلی روشنفکران ئې د اِحساس توان نلری.
    که د امریکائی او انګریزی رسنیزو سیاستونو ته ځیر سو هیڅکله ئې د طالب په وړاندی منفی تبلیغات نه دی کارَوَلی او نه ئې هم طالب ته د دښمن پتوګه کتلی دی البته د امریکائی په وړاندی د طالب نننی دریځ هم یو موازی دریځ دئ.
    څو ورځی وړاندی متقی د کونجۍ زوی په ډاګه امریکائیانو ته وویل چی:
    ” تاسی یو ښاغلی او عظیم ملت یاستئ چی……….”.
    بړوه!
    لږ شرم هم پکار دئ.
    د یو عظیم او ښاغلی ملت انډیوالان او دوستان خو هم معمولاً ( حتی اصولاً ) عظیم او ښاغلی کسان وی خو تاسی بړوګانو د افغان حکومت د امریکا لاس پوڅئ حکومت ګاڼه او د منسوبینو وژل مو جهاد باله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب