شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهمنظور پښتین عمران خان ته، د افغانستان خلاف استعماري سیاستونه نور ودروئ

منظور پښتین عمران خان ته، د افغانستان خلاف استعماري سیاستونه نور ودروئ

تاند:( دوشنبه، د قوس نهه ویشتمه) ‏د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان د صدراعظم عمران خان پرونیو څرګندونو ته، چې د نجونو د زده کړو په اړه حساسیت یې د پښتون – افغان کلتور برخه ګڼلی، توند غبرګون ښودلی.

ښاغلي پښتین پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي: د عمران خان له خوا د افغان پښتنو په اړه د منفي او غلطو معرفي کولو څرګندونې غندم.

هغه دغه راز د افغانستان د بشري ناورین په پلمه په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان پرونۍ غونډه د عمران خان له لوري ځانته د مرستو د جلبولو هڅه ګڼلې او ویلي چې نور باید نړۍ ته دروغ ونه وایي.

 دغه پښتون رهبر دغه راز ویلي، چې افغانان او پښتانه هيڅکله هم د نجونو د زدکړې مخالف نه وو, او نه يې د ښځو پر حقونو ستر ګې پټې کړي دي.

هغه پر پاکستان غږ کړی، چې په دې برخه کې خپل استعماري سیاستونه ودروي.

عمران خان پرون د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان د فوق العاده غونډې پر مهال په ډېر مهارت د طالبانو له خوا د افغان نجونو د زده کړو او فعاليتونو پر وړاندې د طالبانو د رامنځته کړو خنډونو دفاع کړې ده.

عمران خان وویل، چې نړیواله ټولنه دې د نجونو د زده کړو په اړه خپلو غوښتنو کې حساس وي او د افغانستان د فرهنګي ارزښتونو درناوی وکړي.

هغه دغه راز وويل، چې له افغانستان څخه پاکستان ته د داعش ډلې ګواښ موجود و او اوس یې انديښنې لا زیاتې شوي دي.

د پاکستاني صدراعظم دغو خبرو ته د پاکستان تر قلمرو لاندې د ملي جمهوري غورځنګ مشر لارښود او ملتپال سیاستوال افراسياب خټک په خپل غبرګون کې ويلي: اوس خبره دې ته شوه چې عمران ، د چا په خوله چې پاکستان کې هم څوک پیاز نه خوري ، هغه به دافغانستان د معارف په باب تصمیم نیسي.

ښاغلي خټک پاکستاني صدراعظم ته په خطاب کې ویلي: که خدای کول، د افغانستان د لاس لاندې ساتلو د پخوانیو دسیسو په شان به دغه نوې دسیسه هم شنډه شي!

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان څرگندونې د افغانانو ترمنځ د تفرقه اچونې هڅه او د افغانستان خلکو ته سپکاوی ګڼلی.

حامد کرزي له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د افغانستان په کورنيو چارو کې له لاسوهنې او د افغانستان په استازيتوب پر نړيوال سټیج له را څرګنديدو ډډه وکړي.

د يادونې وړ ده، چې عمران خان دا څرګندونې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په موجوديت کې کړي.

د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې نيږدې ۴ میلیونه نجونو ته په دې پلمه چې د زده کړو لازم شرایط به ورته برابريږي، د‌ زده کړو دروازې تړل شوي دي.

طالبان په دې اړه د نيږدې ټولې نړۍ تر فشار لاندې دي، چې باید د نجونو ښوونځي زر پرانيزي او د نورو زده کړو او کار حقونه ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب