جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبکره کتنهد خلکو هېر داستانونه او له داستانونو هېر خلک/ خان زمان کاکړ

د خلکو هېر داستانونه او له داستانونو هېر خلک/ خان زمان کاکړ

(په اپرېل ۲۰۱۴م کې د پښتو عالمي کانګريس پېښور له خوا په سپرينګ وېلج هوټل پېښور کې د نور محمد تره کي د داستاني کلياتو د مخکتنې دستوره ترتيب شوې وه، دا ليکنه هم هلته اورول شوې وه. اوس د تره کي صاحب د زوکړې د سلمې کليزې په مناسبت د “تاند” لوستونکو ته وړاندې  کېږي)

د نورمحمد تره کي داستاني کليات په داسې وخت کې پښتني ټولنې ته وړاندې کېږي چې له  کُل معاصر پښتو ادب څخه  د مزدور داستان او افسانه څه بلکې هغه لوی سوال هم نيژدې ورک شوی ښکاري کوم سوال چې د يوې ټولنې د ادبياتو د پنځېدنې او ودې بنيادي سرچينه يا يو تر ټولو موثر متغير ګڼل کېده. طبقاتي سوال نه يوازې د بې انډوله او بې ډوله نړۍ د تاريخي شکل و صورت يا په ټولنه کې د بدلون د پروسې پېژندنې او شننې ته يوه څېړنيزه او کره کتنيزه کړکۍ پرانيزي بلکې د نړۍ د سمونې، پر لار سيخونې او لارښوونې ټوله پوهنه، ځېرکتيا، اصول او سياست هم په ځان کې خوندي ساتي. دې نړۍ ليد او ليدلوري په انساني تاريخ کې د خلکو (د ټولنې د خواريکښ قشر) نقش په ګوته کړ. په کومه ټولنه، د ټولنې په سياست او ادبياتو کې چې طبقاتي سوال له نظره واچول شي، د ټولنې پر سر ناست ښکېلاګر او اشغالګر چاته جوابده پاته نه شي او ځانونه بې باکه، بې مهاره او بې عاره واکمنان ثابت کړي. اشرافيه، استحصالي طبقه زوروره، زړوره او بهادره نه وي خو چې کله سياست، د علم و دانش بحثونه، کلتوري نندارې او ادبيات له طبقاتي سوال څخه نظر واړوي نو د زور، زړورتيا او بهادرۍ ټول صفات او خصوصيات يوازې په ښکېلاګرو کې راغونډ شي او د داستانونو اتلان شي.

د نورمحمد تره کي د داستانونو اتلان هغه خواريکښ انسانان دي چې نه يې تاريخ ذکر کوي، نه پرې قصيدې ليکل کېږي او نه په برلاسو سياستونو کې د وياړ وړ او د لمانځنې قابل دي، د تره کي د داستانونو اتلان خورا غېرمقبول خلک دي، نظامونه او سياستونه يې کله هم قبلولو ته تيار شوي نه دي، دا هغه څوک دي چې هم له خپل ځانه، هم له خپله کاره او هم له خپلو ملګرو پردي دي، دا په رښتيا هغه څوک دي چې د کارل مارکس د “پرديتوب  تصور” (Concept of Alienation) په ثبوت رسوي، دا پردي وګړي چا خپل نه کړل، ددې وګړو هيڅ يو هيواد ننګه نه ده کړې، دا په رښتيا بې هيواده وګړي دي، ددې بې هيواده وګړو کيسې ليکونکی سړی، د يو وخت هيواد مشر نورمحمد تره کی اوس داسې ښکاري چې هيڅ يو هيواد نه لري، هغه يو بين المللي شهريت (د مارکسي نظريې مطابق) او شهرت نه دی خپل کړی بلکې د يوې لويې جهاني تراژيدۍ پس، اوس هيڅ داسې يو هيواد نشته چې د نورمحمد تره کي د خپلوۍ دعوه وکړي، چې هغه own کړي، په خپل عصر کې ډېر باغي خلک چې کله مړه شي بيا برداشت کړل شي خو تره کی له مرګه پس برخاست کړل شو، تر تنقيد لاندې ضرور نيول پکار دی خو له کهاتې ايستل يې يوه ناروا رويه ده، تاريخ به ددې روئيې احتساب ضرور کوي خو چې کله تاريخ د خلکو تاريخ شي، د عامو انسانانو د ژوند کيسې ارزښت خپل کړي، له کوم سرمايه دارانه، رياستي او نظامي تاريخ څخه کله هم دا هيله نه شي کېدی چې د نورمحمد تره کي غوندې کسانو سره به انصاف وکړي. بې انصافي يو ټولنيز رنځ نه بلکې د يو لوی ټولنيز سياسي او اقتصادي نظام اصول دی، تره کي تل ددې نظام خلاف مبارزه کړې، نصحيت، هدايت او د اصلاح د ګنجايش هڅه يې نه ده کړې، زموږ دې کيسه ليکونکي سړي کله هم ژوند ته په برسېرن نظر نه دي کتلي، هغه په دومره ژور نظر ژوند ته کتلي چې د هغه په ناولونو او لنډو کيسو کې نه يوازې زموږ د ټولنيز طبقاتي ژوند يو پوره تصوير زموږ مخ ته راځي بلکې ددې تصوير د بدلولو يو زبردست سياسي تصور مو هم په ذهن کې مېشتوي. دا د بدلون په عمل کې قوي نقش لوبوونکي تخليقات او  ټولنې ته د مبارزې توان او طاقت بخښوونکي ناولونه او افسانې دي.

نورمحمد تره کی مارکسي ليکوال و، کميونيسټ و، د خلکو اديبان او سياستدان له ډېره وخته له داسې برخليک سره مخامخ دي چې يو خو په ناوړه مرګونو مړه شي او بل له مرګه وروسته disown کړل شي، له تره کي صاحب سره هم څه داسې وشول،  افغانستان وران و، افغاني ټولنه پوره درې لسيزې پر ملا ماته پاته شوه، اوس ايله د بيا پېوندېدو په پړاؤ کې ده، دا هيله لا ترې نه شي کېدی چې خپل ځينې هغه خواخوږي زامن به ياد کړي چې د خلکو د روښانه سباوون د ليدلو په ارمان، پر ډېره کړاوجنه لار د خونخوارو تيارو تر ستوني تېر شول. د ثور پېښه به کېدای شي چې يوه ډېره بې وخته هڅه وه خو هغه وخت لېري نه دی چې افغانان به دا اعتراف کوي چې په لومړي ځل په تاريخ کې نن يو ولسمشر بل ولسمشر ته د ولس د رايې پر اساس ارګ پرېږدي، نو ددې بدلون تهداب هم د تره کي د سوچ کسانو اچولی و، شپږ دېرش کال وړاندې د اپرېل مياشت او د هغې ياد ښايي د لويې غميزې پيلزه وګڼل شي خو د روان کال د اپرېل د مياشتې جشن په تاريخي لحاظ هم د هغه شپږ دېرش کلن زوړ روايت څخه راټوکېدلی چې سياست، مبارزه او ادبيات يې د ټولنيز بدلون په پروسه کې د يوې انقلابي ژمنتيا پابند کړل. د تره کي د سياسي شخصيت او تاريخي حثيت په هکله به ډېر خلک ډېرې رايې لري، خو دا سړی پر موږ په دې ګران دی چې ضياء الحق يې دښمن و، چې پاکستان يې دښمن و، امريکا يې دښمنه وه او هغه ټول جهان يې دښمن و د کوم جهان عمارتونه چې د انسانانو له ککريو جوړ و. نور محمد تره کي د دنيا دنګو محلونو ته د رحمان بابا په سترګه کتلي و:

د دنيا د محلونو خښتې واړه

و رحمان ته د سرونو منارې شوې

د تره کي صاحب د تخليقاتو ارزښت په اوسنيو حالاتو کې تر پخوا په څو چنده په دې لحاظ هم سېوا شوی دی چې اوس په پښتو ادب کې هغه څوک په نظر نه راځي چې د خلکو کيسې به يې کولې، د برسېرن نظر خاوندانو د خواريکښ انسان افسانه د پخواني شوري اتحاد په قبر کې بې له څه شناختې او کتبې ښخه کړه ځکه خو د پښتو داستان ددې لوی اتل نورمحمد تره کي په نوم نه چېري کومه تمغه وليدل شوه، نه کومه ستاره، نه سمينار وشو، نه پيروزينې وړاندې شوې، نه مرثيه يا قصيده وليکل شوه.

 د خلکو داستانونه چې پرته له طبقاتي نکته نظره وليکل شي هغه به څه داستانونه وي؟ د “تشخص سياست” مو يوه لويه مجبوري ګرځېدلې خو دومره هم نه چې د “وېش سياست” دې تر ستونې تېر کړي. د افغانانو په وطن کې د امن د قيام لپاره منت و زاري، سوال او فقيري څه غېرفطري روئيه نه ده چې پښتو ادبياتو په پراخه پېمانه خپله کړې ده خو غېرفطري روئيه دا ده چې موږ د امن تامين د خپلې د نړېوال نظام د طبقاتي بنياد د وضاحت بغېر ممکن ګڼو. که د نورمحمد تره کي له زاويې د اوسنيو حالاتو شننه وشي نو نه دا جنګ دومره ساده او اسانه موضوع  ده چې د تور او سپين، کفر او اسلام، افغانستان او پاکستان په تعلق کې دې سړی پرې پوهه شي او نه هم امن دومره ساده او اسانه شی دی چې په منت او زاريو دې لاس ته راوړل شي، که د تره کې په ګز يې کچ کړو، مسئله ډېره پېچيده او کشيده ده، د رياست، سياست، معيشت، مذهب او کلتور په ټولو ساحو او برخو کې غځېدلې او توانېدلې ده، که يې د تره کي په سترګو وګورو نو زموږ په وطن کې  د جنګ  او ترهګرۍ د معيشت ډېر زيات خطرناک اړخونه به مو په وړاندې څرګند شي.

پوښتنه دا ده چې موږ په خپلو بحثونو، ليکنو او ډسکورسونو کې له خواريکښ انسان سره له يوې مودې دا سلوک ولې روا ساتلی چې “نه يې نوم اخلم او نه ورپسې ژاړم.”؟ زه پوهېږم چې په نړېواله کچه هم د خواريکښ انسان مقدمه څه د ډاډ وړ نه ده خو ددې مطلب دا نه دی چې که دنيا اوس د خواريکښ انسان خبرې هغسې نه کوي لکه پخوا چې به يې کولې نو موږ به يې هم نه کوو. دنيا ډېر ډېر څه نه کوي خو موږ يې کوو، نن په پښتنو ليکوالانو، شاعرانو او سياستدانانو کې له چا سره هم پر طبقاتي سوال خبره کوې نو اکثريت پکې په زغرده دا تاثر ولېږدوي چې هغه دور تېر شوی، دا اوس زړې خبرې دي، ځينې پکې د ماډرنزم د يوې ناکامې چربې استازيتوب کوي، ځينې د رياست سرود ږغوي او ځينې پکې د قامي او مذهبي تشخص په سرخوږي دومره اخته وي چې د ټولنې بل هيڅ يو درد ته يې پام نه وي، دې حقيقت ته ولې د چا نظر نه رسي چې هم دا معاشي مسئله ده چې د پښتنو يو لوی اکثريت يې د پاکستاني رياست نوکر کړ، نوکر مخلوق ته يې د پښتنو واک په لاس ورکړ، وطن يې په ګوريستان رابدل کړ، د مرګ کسبګر يې پکې آزاد پرېښوول او د خاوري زامن يې پکې دا ډول يرغمال کړل چې اوس پر خپلو لاشونو د ماتم کولو جوګه هم پاتې نه شول. د خاورې زامن د “شير” غوندې په آسانه سنګسار شول او چې کله پر هر پښتون شېر د کاڼو څلی جوړ شي يا د بارودو او د ځانمرګي بريد خوراک شي نو مُلا په زوره ږغ کړي:

“ژوندی دې وي زموږ ګران ټولواک دی، خورا ښه ټولواک دی، زموږ د ښځو مخونه يې بېرته پټ کړل، د ډېرو مکتبو ورونه يې چې هلته دنيايي علم پکې زده کېده وتړل، شريعت په خورا ښه توګه جاري دی، د دين د ساتلو لپاره يې دغسې لوی خدمت وکړ او زنديقي يې مردار کړ.”

نن درته ټوله پښتونخوا او قبايلي سيمې د سنګسار شوي شېر په مثال نه ښکاري؟ نن هم د هر لاش سر ته د مُلا داسې تقرير نه اورئ؟ دا طالب ټولواک، پنجابي سونامي او جماعتي ټولواک هم داسې کوي، د خپلې خاورې دعوه کوونکي يې “مردار” کړل، له ښځو سره خو يې هغه څه وکړل چې بيانول يې يوه لويه فحاشي خورول دي، مکتبونه يې نيم وسوځول او نيم يې د پښتنو د وطن د سوځولو د سامان جوړولو فابريکې کړې، هغه بله ورځ راته د ملاکنډ پوهنتون وائس چانسلر وئيل، “د يو مسلمان په حيث سوچ کوه، نورې خبرې پرېږده.” زما د ډېر کوشش باوجود راسره پر قامي او طبقاتي سوال بحث ته تيار نه شو، د هغه ګېر چاپېره ناست د پښتونخوا د بېلابېلو پوهنتونونو  معززو استادانو هم دا نصيحت راته کاوه، وئيل يې “قام مام نشته، دا هسې ګپ دی، خپلې زدکړې کوه.” دې ثابتوله چې “شريعت په خورا ښه توګه جاري دی.”

تر نيمی زيات قام په يو شتمن وطن کې د “تور” غوندې په ټوله نړۍ کې تور دی، څړه دی، در په در دی او غلو لوټلی دی، اوس چاته هم د خپل ملک ټاک نه دی معلوم. اوس لنګري څه چې قامي مشران هم د خپلې جغرافيې په هکله داسې نه شي وئيلی چي:

“دا مانده چې ګورې دا زموږ او د کوز ملک ټاک دی، له دې څخه به ايسته موږ له خپل ملک څخه دباندې درومو خو دا بايد ووئيل شي چې زموږ او ستاسو د پښتنو ملک دلته ودان دی او موږ به تر څو چې سوۍ (سيوۍ) ته رسېږو په پښتني کليو کې سفر کوو.”

اوس سيوۍ څه چې موږ د خپل پېښور او کوټې دعوه هم نه شو کولی، پر ورکو تورو لارو مو هره قافله، د څړګانو د قافلې غوندې ولوټل شوه، څړګانو سره نور څه نه ؤ، د تن جامې او څه خوراکي توکي به ؤ هغه به ترې غلو يوړل، دوی به يې مړه او ژوبل کړل، نن ددې قام لوی اکثريت د څړګانو په څېر دی او پر هر ګام له غلو سره مخامخ دی، وژل شوی او ژوبل شوی دی، لوڅ لغړ، وږی او بې مکانه دی، هر څه شته خو ددې ځپلو او ربړېدلو انسانانو سياست نشته، ددې انسانانو داستان نشته، بې نورمحمد تره کي دي. محکوم قامونه چې په غېرطبقاتي او پارليماني لارو سر شي په يو خطرناک سرنوشت اخته شي، د co-optation سياست موږ په لويو فکري ستړيو او سرخوږيو اخته کړو، اوس نه د خپل ملک ټاک راته معلوم دی، نه يې مقدمه لرو او نه يې دعوه کوو.

زموږ ټول وطن د ناانډوله معاشي او ټولنيز نظام له کبله لکه د “سپين” کور د خان او ملا په ايتلاف کې پخپلو کې سره لاس او ګرېوان پاته دی، په موږ کې يو سپين کړي، اصيل يې کړي، د خپل ځان ملګری يې کړي او د خپلو وروڼو خلاف يې ودروي، ټول نظام اوس ددې فلسفې تحت چلېږي، موږ ته په خپل وطن کې اوس يوازې د جنګ برخه رسېږي بل د هيڅ هم نه، هغه د دروېش دراني شعر دی:

وطن زموږ مخ ته وچ دېګ دی پر اور باندې پروت دی

د دوی دپاره ترې ووه رنګه خواړه راخېژي

موږ په خپل دې وچ دېګ کې اېشو، هر خواريکښ انسان د “بنګ” غوندې خوار، وږی، در په در او مسافر دی، په دې وچ دېګ کې د ټولنې نيم اکثريت يعني ښځې لکه د “بزګر لور” د پدرسري وحشت او شهوت په اوبو کې اېشول شوي دي، نورمحمد تره کي هغه ټول مهم موضوعات په ډېر بشرپوهنيز، ادبي او مارکسي تناظر کې قلمبند کړي چې ددې وطن د ټولنيز ساخت بنياد جوړوي، معاشي اړيکې، طبقاتي کشمکش، فيوډل اخلاقيات، جنسي امتياز، ملائيت، کورني جوړښتونه، د سود ګرو، رشوت خورو،خانانو، غوړمالانو، ناظرانو او صاحب زاده ګانو کردارونه او د ټولنې نور پټ او ښکاره اړخونه يې په داسې توګه کيسه ايز کړي او غږولي دي چې د هغه د ناولونو او لنډو کيسو د لوستلو په وخت سړی د خپل ځان او د خپل ځان چاپېره جهان له حقيقت سره اشنا کېږي، نوي نوي انکشافات ورباندې کېږي، تره کي صاحب خلکو ته د هغوی کيسې د هغوی په عامه ولسي ژبه کړي دي، هم دا د يو رښتيني انقلابي خصوصيت وي. د تره کي صاحب د داستانونو تر ټولو لويه ځانګړتيا دا ده چې  لوستونکو ته د سياسي عمل دعوت ورکوي، تره کی پوهېدو چې بې سياسته خلاصی نشته په بل کار.

“پښتو ادبي غورځنګ کوټې” تل لوی کارونه کړي، په داسې وخت کې يې پښتني ټولنې ته د تره کي صاحب ټول کتابونه يو ځل بېل بېل او اوس د کلياتو په بڼه وړاندې کړل چې د رايج نظام نشې په ټولنه کې د داسي کتابونو د لوستلو روايت ډېر زيات کمزوری کړی دی، که ځان بيا شته کول وي نو دا روايت به يو ځل بيا پياوړی کول وي، هم دا به کامرېډ نورمحمد تره کي ته د عقيدت د وړاندې کولو تر ټولو ښه طريقه وي.

3 COMMENTS

  1. Noor Mohammad Taraki did not have any political ideology, he did not even follow Marx and Engels economical theories, he was guided by hatred and revenges. He renewed old differences between Ghelzai and Durani Pashtuns tribes. He executed 18 innocent members, including women and children, of Daud Khan family even the former soviet leaders condemned it.

  2. mhaمانا داچې ( محض ،هوښیار ،امپړ ) – هغه دری ژبه کې وایی (ده در کجا ودرخت درکجا ) دکاکړدرست کتاب يې ولوست آخر کې وایی ( لیلی زن بود یامرد) دا لیکنه همهغسې پوه کسان هضمولی شی اوبس درنزد…..یاسین خواندن

  3. Hi Mrs./Mr. mha!

    I think , NM Taraki had the proper idealogy of Afghan-Social Democracy & the philosophy of Dialectique materialism which were mode of that 2nd half of 20th Century all over the world; Plz. study the histories of USSR, China, Quba, Vietnam, Egypt,Libya, Iraq, Syria,Yemen, Algeria, Chiley, DDR, East Europen countries etc… and mainly the pact of Warshova against Emperialism!;
    & wanted to develope life-levels of poor & middle compartements of the society.

    He hadn`t any discrimination btwn any ethnicity of Afghanistan.

    The execution of Serdaar M.Daud Khan was ,I think, fault & mis-Understand of daudkhan himself . Otherwise Taraki was in prison that time & even B.karmal has said ‘lets get DaudKhan live!” ; when sardar fired to militant revolutionarist officer , then naturally they reacted & killed him ,

    but unfortunately his innocent family members too!.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب