شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبشعرد سید جیلاني جلان څو غزلونه

د سید جیلاني جلان څو غزلونه

همداسې ښه یم ښه سم غرق  خانه خراب لاندې

ســـاه اخـلم ستــا  د نظـــرونو  د ګــلاب لانــدې

څه مې پوښتې چې پاس دې ستوری لاندې سیوری څه شو؟

غــم داسـې ټیټ کړم لکه شـــګه د دریـاب لانــدې

مخــامخ لاړه شه د دوشــــاخې ونې ډډ وســـپړه

هلته مې  ایـښې  یوه  لــــجرمه  د کتـــاب لاندې

دغـې ســـاده تـورې بتـکې ته عـــادي مـه ګــوره

دلته یو سپـین اورغر  روان دی د حجــاب لاندې

خود به مې سرباندې  جـلانه! هر سپور پښې ږدي کلکې

شـوم هغــه اوسپـنه چې راغــلم تر رکــاب لانـدې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

هغه به خپله لار لري او زه به خپله لاره

ګله ! په ما باندې په زور مه منه بله لاره

پریږده چې اوس یې ګل وجود په سره تبۍ پولۍ شي

همداسې ښه دی چې اول یې نه کوله لاره .

هغه مهال به  مې خاورین وجود رڼا کوله

چې ستا په سترګو کې به خدای وځلوله لاره

اوس یې هغه د ځنګولې ځوانۍ  زور نشته چې

په ځنګولو قدمو یې ځنګوله لاره

جلانه ! زه به چې ترمنځ د جنکیو راغلم

میږي میږي به شوم له پښو مې تښتیدله لاره

__________________________

چې معشوقه دې په باران کې وي تر خوا روانه

سړي احساس کې وي د سرو ګلو دنیا روانه

زاهده ! ته زما  د مینې  مخه ولې نیسې ؟

وساده ! تار باندې تړلی شي هوا روانه ؟

دلته که ځان ساتي په خټو کې ژوندون تیروه

دلته پاکۍ پسې په ګام ګام کې بلا روانه

کوم پړانګ نظر یې په هوسۍ هوسۍ وجود پریوته؟

چې له محفله ترهیدلې ورخطا روانه

جلانه ! بیا یې د راتللو غږ دی  تبه مې شوه

جلانه ! بیا مې د زړه ځمکه کې درزا روانه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

یا به کمزوری یمه یا به انسانیت کومه

چې په خندا د اور حالاتو محبت کومه

یارانو حق مو دی چې درشمه بنډار ته مګر

شپه ورځ لګیا یم مزدوري کوم محنت کومه

دا چې پوچ مغزو سره هروختې ټکر کومه

زه لکه سپین جلد په غبار کې حساسیت کومه

بخښنه غواړم خوله دې خامه ده خوږیږي به هم

خو نن مې زړه  دی لږ بې باکه شرارت کومه

څه ځای به ونیسي جلانه ؟ شاعرې ده  خو بس

څه نا څه خپل فرهنګ او ژبې ته خدمت کومه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب