پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeمیرمنولې اکثره لوستې مېرمنې کور ناستې دي؟ / پاکیزه ارزو

ولې اکثره لوستې مېرمنې کور ناستې دي؟ / پاکیزه ارزو

یوه ځوان راسره بحث کاوه، اجازه نه ورکوم، د کور ښځمنې مې  بهر دندې وکړي. دلیل مې تر وپوښته ویلې، په دفترونو کې سالم چاپیرل نشته. ځورونې او فساد  ښځې دې ته اړ کوي چې دېر څه د خپل خوښې پرته ومني.

یوه بل ځوان هم چې لوړې زده کړې یې درلودې ، راته ویلې، له لوږې مړ شم مېرمن، خور او لور دندې ته نه پرېږدم. دلیل یې دا وه، چې اسلامي شرعیت او زما پښتو ښځو ته د دندې کولو اجازه نه ورکوي.

له بدمرغه له کلیوالو مفکورو را دېخوا ښارونو کې هم داسې مفکورې شته چې ښځه د کور لپاره غوره ګڼي او د هغو دنده ورته سپکه ښکاري. تر یوې اندازې  چې مې لیدلي  ډېری هغه  نارینه، چې لوړې زده کړې لري او دفترونو کې دندې  لري، د ښځو له دندو سره مخالف دي. کله چې ورسره بحث وکړې همدا دلایل وړاندې کوي، شرایط خراب دي، کاري سالم چاپېریال نشته، دین کې ښځو ته د دندې اجازه نشته او هغه څه چې ډېر تاکید پرې کوي، هغه د ښه کاري چاپېریال نشتوالی او فساد دی، چې دلته مطلب اخلاقي فساد دی او داسې انګیرنې شته ګواګي د مېرمنو له موقف او جنس څخه ناوړه ګټه پورته کېږي.

د حیرانۍ خبره ده ، چې د اخلاقي فساد تور یوازې په ښځو ولې تپل کېږي او ښځې له دندو ګراځوي؟ ولې هغه نارینه چې له ښځو  سره په فساد کې کښل دي او یا ښځې فساد ته اړ کوي  او هغوی ولې ښاغلي دي او ولې دندې ته ځي؟

له بد مرغه زموږ په ټولنه کې د نارینه جنس ته یو براعت دا ورکول شوی، نارینه که په هر ناوړې کړنې کې ښکیل وي نوم یې حومره  نه بدیږي لکه د ښځې ، ځکه همدا  براعت دوی ته دا جرآت ورکړی، چې په اخلاقي فساد ککړ نارینه هم دا وایي چې زه له دغه نوم سره کولای شم واده وکړم ، کور ولرم، اولاد ولرم او ژوند وکړم، خو برعکس که ښځې پسې وړه بده خبره هم وشي بیا نه شي کولای چې په اسانۍ ژوند وکړي.

دا چې نارینه ولې ځانته دا براعت ورکوي؟ یوازنۍ دلیل  نرواکې  او له ماشتومتوبه د زوی برتري په لور ده. اکثره کورنۍ د زامنو د ښو او بدو عملونو په وړاندې  یوه طرفه چلند کوي  او له ماشوم توبه همدا ورته ویل شوي، چې  نارینه په  ښځو له هره اړخه برتري لرې. د هلک او نجلي توپیر او د هغوی په تربیه کې توپیرونه نر ته دا جرات ورکړی، چې په هر کار ځان برلاسی وښي آن که په اخلاقي لحاظ خراب هم وي بیا هم سر لوړی ژوند کولای شي .

  • بل لورې ته

داسې نارینه هم شته چې  د نجونو د زدکړو طرفداره دي، خو دندې شرط یوازې معلمي او ډاکتري ده او دلته دا خبره هم  غور غواړي، چې دوی ته دا وظیفې ولې مقدسې ښکاري او داسې ولې انګیري چې ګواګي په دغو مسلکونو کې د اخلاقي فساد زمینه مساعده نه ده او دوی ولې د معلمي او داکټري په نارینو  باوري دي، چې هغوي په دغو دو مسلکو کې فساد نه کوي او یا په خپلو ښځمنو ډاده دي چې هغوی نشي کولای فساد وکړي. ولې دغو نارینه وو ته دولتي او شخصي دفترونه خوندي نه دي، خو د روغتون او ښوونځي محیط ورته خوندي ښکاري؟

دلته اصلي مسله دا ده چې د معلمي او ډاکتري طرفداره نارینه د ټولنې له سترګو سترګې پټوي  او غواړي د خلکو خولې پټې کړي چې لور، خور یا مېرمن یې داکټره یا ښوونکې ده. دا نارینه  یوازې د خلکو نظرونو ته تابع دي، چې اکثره وایي، ښځو ته معلمي او ډاکتري ښه مسلک دی او د خلکو د بدو خبرو او نظرونو څخه د تښتې په خاطر معلمي او ډاکتري ښځو ته خوښوي. دوی داسې سنجش نه لري، چې د فساد سیوري له دریڅې هم راتلای شي  او که انسان وغواړي، چې ګمراه شي دریڅه او لویه لار  ورته یو ډول ښکاري .

  • اساسي ستونزه څه ده؟

په افغانه ټولنه کې که نا لوستې ښځې  د نالوستۍ په اور ستي دي ،خو لوستې مو بیا د پوهې سره د نارینه وو  د غیرت او  غرو  ښکار دي.  کله چې لوستې مېرمنو وغواړي  له کوره بهر کار وکړي ‎، څو وکولای شي  له اقتصادي اړخه په ځان  بسیا وي او هم د یوه ژوندۍ موجود په توګه کار او فعالیت وکړي، نارینه یې مخ ته درېږي ځکه د ښځو دندې ورته بې ننګي ښکاري.

اساسي ستونزه زموږ د ټولنې دا ده، چې  نارینه ښځه د کور یا ګور ، د سینګار شی او یا یې خپل ملکیت ګڼي. همدارنګه د ټولنیز چلند مسله هم ده او اکثره نارینه وو سره د ټولنیز چلند سلیقه نشته او له کوره راوتلې ښځې  ورته عجیبه مخلوق ښکاري او داسې فکر کوي هغوی ډېرې ازادې دي، خو دوی یې غواړي په ولکه کې راولي. همدا بد چلند ښځمنو ته ستونزې جوړوي، ځکه یې نارینه دندو ته نه پرېږدي او د دغو ستونزو له امله ډېرې لوستې مېرمنې او نجونې کور ناستې دي او د  سالم چاپېریال نشتتوالی او  کاري اخلاق نه لرل ښځمنو ته ستونزې جوړوي.

د ښځو د دندو د مخنیوي مهم خنډونه، چې ډېر مطرح دي لکه ؛ دیني مسایل، پیغور، ځورول، کلتوري خڼډونه  او د سالم کاري چايېریال نشتوالی، چې تر ټولو جدي د کاري چاپیریال نشتوالی دی.

کله چې د افغان هوایي ځواکونو یوازنۍ پېلوټې نیلوفر امریکا کې پناه وغوښته ، دلیل د ښه کاري چاپېریال نشتوالی ښودلی و او ویلی و ، چې د نارینه وو لخوا تحقیر او ځورول کېده. دلته ستونزه نارینه وو جوړه کړې او زیان ښځې ولیده او دنده یې پرېښوده او د هېواد  زیان دا شو ، چې لایقه پېلوټه یې وبایله.

همدارنګه داسې انګیرنې هم شته، چې په ځیني ادارو کې داسې کسان شته چې لاره اخلاقي فساد، ځورونو او ناوړو ګټو ته برابروي.

د بېلګې په توګه یوه تلویزون یوې ویاندې ته اړتیا درلوده چې خبرونه ولوي، د زده کړو او تجربې تر څنګ د څېرې ښایست هم شرط و.

یوې بلې رسنۍ ادبي خپرونې ته  یوه شاعره  مېلمنه کوله . په په خندا یې راته وویل داسې ښه ښایسته شاعره وي خالي شعر مو ورته پکار نه دی .

د یوې غوندې د ویاندویي لپاره هم  همداسې غوښتنه شوې وه چې ویاندویي ته مو یوه ښایسته نجلۍ  پکار ده. زه اوس هم حیرانه یم چې په ویاندویي مرکو او خبرونو لوستلو کې د ښایست رول څه دی؟

د همدې ستونزو امله زموږ اکثره کورنۍ د ښوونکې او ډاکترې دنده  خوښوي، چې ښځینه ښوونځي او روغتونونه بېل دي او که چېرته  د کور ښځمنه یې ډاکتره کېږي نو ښځینه روغتون کې به دنده کوي اوکه ښوونکې شي نو د نجونو ښوونځي که به ښوونکې شي.

خو؛ دا شوني نه ده، چې تولې نجونې د ډاکترانې او معلمانې شي، ځکه د ډاکتري مسلک ته کامیابېدل او پر مخ وړل یې اسانه خبره نه ده او که دا مسلک یې په زړه نه وي او په زوره یې غوره کړي یقین چې په سمه توګه  یې نه شي لوستلی او نه هم ښه ډاکتره ترې جوړېدل شي. معلمي همداسې سخت مسلک دی چې پر مخ وړلو یې لوړه حوصله غواړي.

  • ولې ښځې دندې کوي؟

ښځه هم یو خوځنده موجود دی، د نر په شان غواړي په ځان بسیا او فعاله اووسي،  د خپلو وړتیاوو په کارولو سره خپلې اړتیاوې پوره کړي او د دندې مادي ګټې تر څنګ وکولای شي  په ځان باوره  او د نور له احتیاجه ځان ازاد وګڼي.  ښځې یوازې د مادي ګټې له لپاره دندو ته نه ځي بلکې دندې ته تلل په ټولنه کې خپل د جنس وړتیا ثابته ول دي. ښځه او نر په انساني لحاظ یو ډول خلق شوي او د ژوند کولو یو ډول حق ورکول شوی او د همدغه حق په رڼا کې د یوه خوځنده موجود په توګه غواړي کار او فعالیت وکړي، ځکه انسان له یوه رنګه ژونده ستړی کېږي. ښځې دومره وړتیا لري چې د کور او بچیانو د پاللو سره د کور نه بهر هم دنده  وکړي او نورو د ګټو تر څنګ له اقتصادي اړخه په ځان بسیا وي او دا بیسایانه یې د راتلونکي زهیري ژوند زېرمه ده.

  • د ژوند بار په یوه اوږه نه وړل کېږي

زموږ په ټولنه کې نارینه وو په ځان یو اضافي بار ایښی او هغه د کور مسولیت دی، چې تل غواړي په تنهایي په اوږو بار کړي او  له پېغور  د خلاصون په خاطر خپله لوستو مېرمنو ته دندې اجازه نه ورکوي او د غه مسولیت وړل ورته ګران دي او  ټول ژوند ښځو ته همدا وایي ستاسې د اوږو بار وړم. خو که ښځه ورته وایي زه به د بارو وړلو کې مرسته وکړم بیا دغیرت خبره کړي ، چې د ښځې ګټه نه خورم . داسې نه وایي چې د مادي ګټې تر څنګ دنده ښځې سره  په رواني لحاظ څومره مرسته کوي او څومره هغې د ته د ارامه ژوند کولو زمینه برابروي .

که نارینه که خپلو  ښځمنو ته د یوه بامسولیته شخص په سترګو وګوري ژوند به هېڅکله ورته بار نه شي. ښځې کولای شي په پوره ډاډ او وړتیا دندې وکړي، هم به اقتصادي بسیایانه ولري او هېچاته به اجازه ور نه کړي، چې ناوړه ګټه  ترې پورته کړي.

زموږ ټولنه کې  زرګونو کورنیو د جګړو له امله خپل سر پرستان له لاسه ورکړي او هغه کورنۍ ، چې ښځمنې یې لوستې دي با وقاره دندې کوي او د خپلو کورنیو سرپرستې دي ، خو له بده مرغه د هغو ی چې ښځمنې  نالوستې دي په کورنو یا سړکونو سوالګري کوي او هره ورځ  زرهاووې سپکې خبرې اوري تحقیر او سپکې کېږي.

بل لوري ته زموږ ټولنه  کې د ښځو دندو ته ډېره اړتیا لیدل کېږي، خکه په کلتوري ټولنو کې  په ډیري مسایلو کې  ښځې کولای شي د نورو همجنسو سره مرسته وکړي.

‎ښه او بد په ټول طبعیت کې شته، ښځه او نر د فریکي جوړښت نه بغیر په ټولو ماناو کې یو وجود او یو روح دی . اړینه نه ده ټول قوانین او بندیزونه په یو طرف عملي شي. ښځه د ټولنې نیم وجود دی او که دا نیم وجود بې حرکته شي د نیمې ټولنې خوځښت به کوږ راون وي.

په خپلو ښځمنو او ورکړې روزنه مو باوري اووسئ. لوستې ښځمنې د ناچارۍ ژوند ته مه اړ کوئ او خپله هم  ژوند په ځان مه باروئ.

1 COMMENT

  1. نارینه خو تیار لېوان دي او د حملې په انتظار وي، نو ښځینه ولې خپل ځان پرې داړي. بله خبره داده چې دغه مسؤلیت خو الله پاک د نارینه په اوږو ایښی. د ښځې نفقه، هستوګنځای او پوشاک ټول په نارېنه فرض دي نه پر ښځه، داچې ښځه غواړي په ګرمۍ کې له ساړه کوره او په یخنۍ کې له ګرم کوره وځي نو دا خو د دوی عقل تر پوښتنې لاندې نه راولي.
    آغلې پاکیزه هیله ده سوره النور له تفسیر او ترجمې سره یوځل ولولې، انشاء الله چې ستا ډیری پوښتنې به ځواب شي.
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب