لومړۍ برخه
پوهندوی دوکتور سید اصغر هاشمي
د پنځګر شخصیت، چاپیریال، وراثت او داسې نورو سکالوو په پوهاوي سره د پنځګر د پنځونې په لاملونو پوهیدلی شو. د لیکوال د زېږېدنې ځای، دندې، سیاسي موقف، اقتصادي ژوند، د چاپيریال علمي کچه او د داسې نورو مسایلو په اړه پوهاوی، د متن په څېړنې او د هر شعر، بیت، کلمه، ژبه او سېمبول په شننه او سپړنه کې مرسته کوي.
کاوون شاعر دی؛ د ښه شعر ټولو لوازماتو په پام کې نیولو سره یې په شعرونو کې نوښت لیدل کېږي. که چېرې د شاعر په شعرونو کې نوښت او ابتکار وي، د شاعر شعرونه او افکار به تلپاتې وي. د شعر د تیورۍ پېژندنې له مخې د کاوون شعرونه نوې خبرې او افکار لري چې وروسته به پرې خبرې وکړو. پر کاوون ډېر کار شوی نه دی، کوم کار چې پرې شوی دی، له نشته برابر دی، نو ځکه زه په دې لیکنه کې د شاعر د شعرونو پر هغه خواوو خبرې کوم چې راتلونکي څېړونکي پرې څېړنه وکړي.
د خواشینۍ خبره دا ده چې په نوره نړۍ کې پر یو ښه شاعر په لسګونو د دوکتورا ډیزرټېشنونه لیکل کېږي او زموږ پر هېواد کې د کاوون په څېر شاعر باندې تر اوسه پورې د ماسټرۍ یو تېزس لیکل شوی نه دی.
دا چې ولې زموږ پر لیکوالو شاعرانو کار نه کېږي، لاملونه یې ډېر دي. یو لامل یې سیاسي دریځ دی، موږ د یو لیکوال هنر او خلاق فکر له ساست، ګوندي مسایلو او خپلو شخصـي غوښتنو سره ګډوو چې دا سم کار نه دی. د لیکوال د (مرګ نویسنده) له لیده موږ ته ښايي چې داسې فکر وکړو چې لیکوال مړ دی، یا یې هېڅ نه پېژنو، یوازې او یوازې یې پر متن او فکر باندې خبرې کوو. تولستوی روسی دی، ویکتور هوګو فرانسوي دی، خو موږ ته ښايي چې د تولستوی سوله او جګړه او په لسګونو نور اثار یې ولولو او د هوګو بېوزلان او نور اثار یې تر کتنې تېر کړو. زموږ فرهنګ له یوناني فرهنګ سره تړاو لري، ښه بېلګه یې د ابن سینا، امام رازي، ابن رشد او داسې نورو کسانو څېړنې دي چې د یوناني او اسلامي فرهنګ په ورته والي یې کړي دي او کوښښ یې کړی دی چې د فلسفې او دین اړیکې ثابتې کړي او ووايي چې یو له بل څخه بېل نه دي، نو له ډېرې پخوا زمانې څخه د علم د غوښتنې په پام کې نیولو سره انساني او ټولنیزې اړتیاوې دا غوښته کوي چې د خپل دین پرته د نورو دینونو پوهان مطالعه کړو، خو په ځینو ټولنو کې له علم سره دښمني کېږي او د خپلو شخصـي غوښتنو په پام کې نیولو سره په ځینو لویو خلکو بې مانا نقد کېږي چې دا سم کار نه دی. د کاوون سیاسي موقف یې د ژوند یوه برخه ده او پنځونې او شاعري یې بله موضوع ده چې سره ګډول یې سم کار نه دی. څو ورځې مخکې په علومو اکاډمۍ کې د مهاجرت د ادبیاتو په اړه سېمینار و، زموږ د ټولنې یو لوی پوهان د درېځ له سره وویل: (زه د غني خان او لایق شعرونه نه لولم) او له خبرو څخه یې څرګندېده چې د دې دواړو شاعرانو افکار بې مانا دي، سره له دې چې د دې خبرو هېڅ اړتیا نه لیدل کېده، نو علم ته دغه شان خبرې او افکار زیان رسوي. بله موضوع چې پر لویو شاعرانو او لیکوالو باندې کار نه کېږي، لوی لامل یې له نوو څېړنیزو آرونو په پام کې نیولو سره په څېړنې نه پوهاوی دی. څو ورځې مخکې مې د بي بي سي پرګار خپرونه ولیدله، یو لوی عالم پکې وویل چې پر مولانای بلخي (رومي) باندې په ایران کې پنځه سوه د دوکتورا ډیزرټېشنونه لیکل شوي دي، فکر کوم چې له دې به هم ډېر لیکل شوي وي. په یو سړي د دومره ډېر کار کول د څېړنې په اصولو پوهاوی دی. کله چې څېړنه د نظریو له مخې تر سره شي او له څېړنې سره اشنايي وي، نو د پښتو ژبې په یو ښه شاعر هم په لسګونو د دوکتورا اثار لیکل کېدلای شي. په کاوون د نه کار کولو په بحث کې مو موضوع اوږده شوه چې ما یې دوه لاملونه وښودل، نور لاملونه هم لري چې په هغې کې د علمي کچې ټیټ والی او داسې نور مسایل شامل دي. کوښښ کوم چې د دې اثر هغه خواوې نویو ځوانو څېړونکي ته په نخښه کړم چې په راتلونکي کې پرې څېړنې وکړي. د کاوون لنډه پېژندنه یې د شعرونو او افکارو د تحلیل لپاره راوړم:
د شاعر اصلي نوم غلام صديق کاوون او د ليکوالۍ نوم یې کاوون توفاني دی. په (۱۳۳۳) لمريز کال په يوه لمرينه ورځ، د شنه جنتي لغمان د الينگار په يوه جنتي کلي، اخند زاده کلا کې دې جنجالي نړۍ ته راغی. پلار یې عزيز الرحمن مياخېل، نيکه یې حبيب الرحمن اخند زاده او غور نيکه یې غازي محمد کريم اخند زاده نومیده. لومړنۍ، منځنۍ او ثانوي زده کړې یې په لغمان کې پای ته ورسولې. په (۱۳۵۲) لمريز کال د روښان ليسې له دولسم ټولگي څخه فارغ شو. په (۱۳۵۴) لمريز کال یې د کابل پوهنتون، حقوقو او سياسي علومو پوهنځي کې لوړې زده کړې پيل کړې. په (۱۳۵۷) کال کې له حقوقو پوهنځی څخه فارغ شو. په (۱۳۶۴)کال یې په کابل پوهنتون کې د بين الملل حقوقو په څانگه کې د ماسترۍ پروگرام ختم کړ او د فراغت سند یې واخيست. په( ۱۳۵۷) کال کې له پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته، د (۱۳۵۸) کال تر مرغومي مياشتې پورې یې د وخت له حاکميت سره د سياسي اختلاف په وجهه، پټ ژوند کاوه. په (۱۳۵۹) کال د تلې مياشت کې یې د «افغانستان د ليکوالو اتحاديې» په بنسټ ايښودونکې کنگره کې برخه واخيسته او د دغې اتحاديې د مرکزي شورا د غړي او مسؤول منشـي په حيث وټاکل شو. کاوون بېلابېلې دندې تر سره کړي دي او د نثر او څېړنیزو کارونو سربېره یې (د غرونو او سیندونو سرودونو) اثر کې لس شعري ټولګې چاپ شوې. د سپرغۍ شعري ټولګه یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سنايي لومړۍ درجه ادبي جايزه وړې ده. په (۱۳۵۹) کال کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا ورته د «سنايي» په نوم جايزه ورکړل شوه او همدارنگه د افغانستان د ليکوالو انجمن له خوا ورته د رحمان بابا جايزه او افتخاري نښان ورکړل شو. په پښتو ژبه کې علمي تشې ډېرې دي او په هرې برخې کار کول یو نوی کار وي، خو چې هر علمي کار د اړتیا او علمي تخصص له مخې وشي او څېړنیز کارونه او پروژې د څېړنیزو آرونو له مخې تر سره شي. (د مهاجرت پر ادبیاتو رواني اغېزې) باندې څېړنه مې تر سره کوله، د مطالعې په وخت کې د کاوون توفاني څو شعري ټولګې مې ولوستې، په شعرونو کې یې درد، عاطفه، له هېواد سره مینه، شعریت، خلاقیت، د شعر ژبه او د داسې نورو خبرو سره مخامخ شوم چې نوې خبرې وې او له ځان سره مې خبرې پیل کړې. له ځانه مې پوښته کوله او ځواب مې ورکاوه، خو ځان او د ټولنې علمي ـ ادبي خلک راته ګرم ښکاره شول چې ولې یې تر اوسه پورې د کاوون په شعرونو کار نه دی کړی، نو د اړتیا پر بنسټ مو هوډ وکړ چې لس شعري ټولګې یې د تدوین د لارو چارو پر پام کې نیولو سره په دې اثر کې ځای پر ځای کړو. دا کار باید مخکې شوی وای، خو بیا هم هر ښه کار که وروسته هم پیل شي، ښه وي.
دغه اثر په دوو ټوکونو کې چاپېږي او لس شعري ټولګې لري، په دغو شعري ټولګو کې ځینې یې مخکې چاپ شوي وو او ځینې یې ناچاپ وو. سپرغۍ پر (۱۳۶۲) کال، د تیږو په ذهن کې په (۱۳۶۳)، شګې او ګلونه په (۱۳۶۶)، وروستۍ ټکی په (۱۳۶۷)، کله چې ونې مري په (۱۳۷۰)، د باد په کډواله کې په (۱۳۸۱) او مرثيې د چنارونو په (۲۰۲۱) لمریز کلونو کې چاپ شوي وو او ایینې د سرابونو، څلور منظومې او ازادې مرغۍ یې چاپ شوې نه وې، خو چاپ ته چمتو وې چې دغه لس شعري ټولګه په دې اثر کې را ټول شوې دي. دغه ټولګې مو پیدا کړې او د ټایپ کار یې موږ تر سره کړ، د (۱۳۶۰) کلونو ټولګې پر ماشین باندې ټایپ شوې وې چې بیا ځلې ټایپ کول یې ستونزمن کار وو، خو موږ تر سره کړ؛ اته ټولګې یې له سره ولیکل شوې. کله چې دغه ټولګې ولیکل شوې، دغه لیکل شوی دوه ټوکه اثر له لسو پخوانیو ټولګو سره په پرتلیز ډول وکتل شو او سم مو کړ. پخواني چاپ شوي کتابونه د ټایپ په برخه کې ستونزې درلودې او کله چې موږ اثار ټایپ کړل، زموږ څخه هم ځینې تېروتنې تېرې شوې وې چې په پرتلیز ډول له لوستلو او کتلو څخه وروسته ډېرې ستونزې هوارې شوې. له ټایپ، سمونې او پرتلنې څخه وروسته مو سیټینګ وکړ. موږ د خپل کار یادونه ځکه وکړه چې لوستونکي پوه شي چې موږ کوم کارونه کړي دي. د کتاب د محتوا په اړه محمد اکبر کرګر یوه مفصله لیکنه وکړه او ما (سید اصغر هاشمي) د کاوون د شعرونو نوې خواوې وسپړلې او نویو څېړونکو ته مو لارښوونه وکړه چې پر کومو خواوو یې څېړنه وکړي.
کاوون ډېر ښه شاعر دی، د شعر خلاقیت یې په شعرونو کې ښکاري، موږ یې احساسات، له هېواد سره مینه، انسان دوستي، نړیوالتوب، له بشـر سره همدردي، د بدو کړنو غندنه او په لسګونو داسې نور موضوعات یې په شخصیت کې موندلای شو. په هر شعر، نیم بیتي او هره شعري ټولګه کې د لیکوال شخصیت ښکاري. د پنځګر/ پنځونې د پیاوړتیا وخت څرګند نه وي، د بېلګې په ډول موږ نه شو ویلای چې د عمر په پای کې ښه شعرونه لیکل کېدلای شي، لکه څنګه چې د څېړنې لپاره لوستنه، علمي ازمېښت او ډېر کار د څېړنې د پیاوړتیا لامل ګرځي، خو د پنځونې دغه وخت څرګند نه وي. کله چې ما دغه لس شعري ټولګې ولوستې، د شاعر ژوند او افکار پر څو برخو ویشلای شو؛ لمړنۍ شعري ټولګه یې پر(۱۳۶۲) کال کې چاپ شوې ده، د شپېتمو کلونو شاعري یې یو ډول ارزښت لري، د اویایمو او اتیایمو کلونو شاعري یې بل ډول رنګ لري او د اوس وخت شاعري یې بل رنګ لري چې پر هره خوا یې جلا جلا څېړنه کېدلای شي.
زه د څېړنې د شاګرد په توګه له نویو ځوانانو او څېړونکو څخه غوښتنه کوم چې د کاوون د شعرونو پر دغه برخه څېړنه وکړي. په دې هره برخه مقاله، مونوګراف او تېزس لیکل کېدلای شي.
کاوون او ترانې
د ترانو مخینې او پېژندنې په پام کې نیولو سره د کاوون په شعرونو کې ترانې لیدل کېږي. ترانې ځانګړی ریتم او موزیکال جوړښت لري چې په انفرادي او ډله ییز ډول د یوې ځانګړې موخې لپاره ویل کېږي. ډېر وخت ترانې په ارادي ډول لیکل کېږي چې په داسې لیکنو کې شعریت نه وي، خو د کاوون ترانې په غیر ارادي ډول لیکل شوي دي او له شعریت او هنریت څخه مالامال دي.
د کاوون د موقف په پام کې نیولو سره ویلی شو چې ډېرې ترانې یې د ځانګړو خلکو لپاره ویلي دي. د ځوانانو شور او ولولې پاڅوي، خلک ویښوي، خلک هڅوي، خلکو ته پېغور ورکوي او داسې نورې مسایل وړاندې کوي. ډېر وخت په شعرونو کې شعریت ته ارزښت ورکول کېږي، خو ترانو کې شعریت ته ډېر پام نه کېږي، خو د کاوون شعرونه ترانې دي او ترانې یې شعرونه دي؛ ترانې یې د شعر په ډول شعریت لري او د شعر ځانګړنې لري او شعرونه یې د شعري ځانګړنو په پام کې نیولو سره ښې ترانې دي. په شعرونو کې له پېچلې ژبې څخه کار اخېستل کېږي او ښه شعرونه ځانګړې ژبه، ترکیبونه او جوړښتونه لري. ترانې مخاطب ته په ساده او روانه ژبه لیکل کېږي او له شعر څخه یې ژبه او د ژبې کارونه توپير لري، خو د شاعر ترانې د شعرونو او د ترانو د ژبې یوه ګډوله ده چې دا یې د شعرونو یو بل کمال او خلاقیت دی. په شعرونو کې قافیه، وزن، عروض، انسجام، تخیل او د شعر نور توکي راوړل کېږي، په ترانو کې دغه برخه لږه لیدل کېږي، خو د شاعر ترانې د وزن او عروضو په برخه کې له شعرونو سره سمون لري او د شعر د نورو خواوو په پام کې نیولو سره ښې ترانې ورته ویلای شو.
د ترانو په محتوا کې ټولنیز مسایل او د ریالیزم نظریات لیدل کېږي، بیتونه یې لنډ وي، تکراري وي او په یو ځانګړي سبک لیکل کېږي. شعرونه په ځانګړي فورمونو کې ویل کېږي، یا به عروضي شعري کالبونه وي (غزل، قصیده، مثنوي، رباعي، مسمطونه او داسې نور)، یا به ولسـي شعري کالبونه وي او یا به ازاد شعري ډولونه وي او همدارنګه زموږ په لرغونې دورې کې یوه بله برخه هم شته چې نه ورته عروضي شعرونه ویلای شو او نه ورته ولسـي او ازاد شعرونه ویلای شو، دا هغه شعري ډولونه دي چې کوم ځانګړی کالب نه لري، د ریګویدا او اوستا د ګاڅونونو او سندرو په وزن او منځپانګې ویل شوي دي، خو ترانې کوم ځانګړی فورم نه لري او موږ نشو ویلای چې ترانې یوازې او یوازې په یو کالب کې ویل کېږي او یا په کوم مشخص کالب کې ویل کېږي. کېدای شي ترانې په هر کالب کې وویل شي. په پښتو ژبه کې په ترانو باید نوي او ښې څېړنې تر سره شي، دا باید څرګند شي چې ترانې څه ته وايي؟ شاعر ولې ترانې ویلي دي؟ له شعرونو سره د ترانو توپير په کومو خواوو کې لیدل کېږي؟ شاعر څومره ترانې ویلي دي؟ او په لسګونو داسې نورو پوښتنو ته ځواب ویلای شو او د کاوون په شعرونو کې د ترانو څېړنه یوه اړینه موضوع ده.
د کاوون شعرونه د (هنر هنر لپاره) او (هنر د ژوند لپاره) نظریې له مخې
د کاوون په شعرونو کې یوه بله موضوع چې باید وڅېړل شي، هغه (هنر د هنر لپاره) نظریه ده. د انسان له پیدايښت سره یې د ښکلا خوښونې ذوق په دنننۍ نړۍ کې وي، د طبیعت له منظرو څخه خوند اخیستل، مینه کول، ذوق او شوق پالل او داسې نور هغه مسایل دي چې د هنر د هنر لپاره د نظريې تر سرلیک لاندې پرې بحث کېدلای شي.
د کاوون د شعرونو کمال دا دی چې له طبیعت سره خبرې کوي، د طبیعت ښکلا انځوروي، د لوستونکي ذهن یوه بله نړۍ ته وړي او د ښکلا په سمندر کې یې لاهو کوي. همدارنګه په ډېرې پټې ژبې د ریالیزم موضوعات یادوي؛ یعنې شعرونه یې د ژوند د ښېګڼې په اړه ډېرې لارښوونې لري. فساد غندي، د انسانیت ستاینه کوي، د ښځو د حقونو پلوی دی او په لسګونو داسې نورې خبرې لري چې د ژوند د ښېګڼې په اړه نظریات دي. شعرونه یې د هنریت پر ګاڼه هغه سمباله وینا ده چې د ټولنې د ښېګڼې خبرې لري. یوه ډله پوهان په دې اند دي چې هنر باید د هنر لپاره وقف شي، بله ډله وايي چې هنر د ژوند لپاره وي، خو حقیقت دا دی چې په هنر کې دا دواړه برخې وي او د انسان او چاپيریال لپاره دا دواړه خواوې اړینې دي چې ښه بېلګه یې د کاوون شاعري ده چې دا دواړه خواوې لري او زموږ څېړونکي یې په دې خوا هم څېړنه کولای شي. د غوره شوي شاعر له شعرونو پرته د نورو شاعرانو په شعرونو کې هم دغه خواوې شته او باید وڅېړل شي او آن تر دې چې د یو شاعر په شعرونو کې په پرتلیز ډول دغه دوه خواوې پیدا کولای شو. دغه دوه نظريې خپلې تیوريګانې لري او د هرې تیورۍ په پام کې نیولو سره کولای شو چې د پښتو ژبې د ډېرو شاعرانو په شعرونو کې دغه برخه ولټوو او پرې څېړنه تر سره کړو.
د کاوون غزلونه او ازاده شاعري
شاعر خپل فکر په نوي رنګ او د نویو کلماتو، ترکیبونو او سېمبولونو په پام کې نیولو سره وړاندې کوي. شعرونه یې د غزلونو ډېره برخه لري، خو د غزل له کالب، وزن او نورو لوازماتو څخه کله کله سرغړونه کوي، چې همدغه کار یې غزلونو ته هنریت او شعریت ورکوي. که شاعر د غزل له فورم او نورو تکتیکونو څخه سرغړونه ونه کړي او کوښښ وکړي چې د غزل ټولې ځانګړنې په خپل شعر کې ځای پر ځای کړي، شاعر قیدېږي او نه شي کولای چې د خپل زړه خبرې په ښه شان وړاندې کړي. په قافیوي شعري ډولونو کې کاوون د غزلو شاعر دی. همدارنګه ډېر شعرونه یې ازاد دي، په ازاده شاعرۍ کې یې کمال او استعداد د ستاینې وړ دی. زموږ څېړونکي د شاعر په دې دوو خواوو هم څېړنه کولای شي.
د کډوال کاوون په شعرونو کې ارواپوهنېز څرکونه
کاوون د کډوال او مهاجر شاعر په ډول شعرونه او شخصیت یې د څېړنې یوه ښه موضوع ده. د کډوالۍ ادبیات ته په فارسي/ دري کې د مهاجرت ادبیات وايي، پر دې سربېره ورته د تبعید او مسافرت ادبیات هم وايي، په انګلیسـي کې ورته ډیاسپورا وايي چې ريښه یې ډېره پخوانۍ ده. په نړۍ کې د انسانانو له پیدايښت سره مهاجرتونه پیل شول، خو کله چې په نړۍ کې فرهنګي پرمختګونه او توپیرونه را منځته شول، ټولنې ډېرې شوې او سره جلا شوې، نو د انسانانو تر منځ را کړه ور کړه، سیاسي ستونزې، اقتصادي کړکېچونه، د یو هېواد اقتصاد د بل هېواد له اقتصاد څخه لوړتیا او په لسګونو داسې نور لاملونه وو چې په اختیاري او جبري ډول انسانانو خپلې ټولنې پرېښودې او له یو ځای څخه بل ځای ته ولاړل. کاوون هم یو له هغو شاعرانو څخه وو چې د جبري ستونزو له امله یې هېواد پرېښود، نو ځکه یې په شعرونو کې د کډوال کېدو اغېزې لیدل کېږي. کډوال کېدل او ګډوالي د جبر او ستونزو یو پړاو دی چې انسان یې تېروي. په ځینو خلکو دغه وخت ستونزمن تېرېږي، ځکه چې هر انسان یو ډول داخلي جوړښت نه لري او د انساني توپیرونو په پام کې نیولو سره دغه حالت په چا ډېر سخت تېرېږي او داسې خلک به هم وي چې ورته ډېر ستونزمن نه وي. کله چې له خپل هېواد څخه خلک په ارادي او جبري ډول بل هېواد ته ځي، هلته له ځینو ستونزو سره مخامخېږي، د دغو ستونزو له امله انسانانو ته یو ډول نه یو ډول رواني ستونزې پیدا کېږي چې لاملونه به یې وروسته وڅېړل شي. کله چې موږ له خپل هېواد سره د مینې یادونه کوو، لامل یې دا دی چې موږ په کې پیدا شوي یو، زموږ د بدن څلور عنصـرونه له هېواد سره اړیکه لري، د بېلګې په ډول خاوره، اوبه، هوا او اور هغه توکي دي چې زموږ د هېواد یوه برخه ده او موږ هتله پیدا شوي، لوی شوي او مړه کېږو. په رواني ډول زموږ په روح او روان کې له هېواد سره مینه له همدغو لاملونو سره تړاو لري، نو ځکه کارل ګوستاو یونګ په خپلو څېړنو کې وايي چې د انسان په ټولنیز لاشعور کې یوه موضوع چې د یادونې وړ ده او موږ ورته زړبېلګه/ ارکي ټایپ وایو، د هېوادپه نوم یادېږي چې همدغه هېواد ته مور او خاوره ویل کېږي، نو له هېواد سره د مینې یو لامل دا دی چې په ټولنیز لاشعور کې ور سره اړیکه لرو او مور ورته ځکه ویل کېږي چې انسانان په خپل هېواد کې پیدا کېږي، د مور او پلار په وسیله چې کومه نطفه ټاکل کېږي، دغه نطفه له یو څاڅکي اوبو څخه جوړېږي او دغه اوبه له بېلابېلو غَلو، دانو او مېوو څخه لاسته راځي، نو یو نه یو ډول انسانان له هېواد او اصلي ټاټوبي سره اړیکه لري، نو ځکه ورته په ډېرو هېوادونو کې مورنی هېواد ویل کېږي.
د همدغه لاملونو پر بنسټ په نړۍ کې کډوال که هر څومره ښه ژوند ولري، ارامه وي، خو بیا هم د خپل هېواد ارمان کوي او په ارادي او غیر ارادي ډول هېواد هېرولای نه شي. کله چې د کډوالۍ د ادبیاتو بېلګې ولوستل شي، که دا هنري نثرونه وي او که شعرونه وي، په یو نه یو ډول یې ویناوې له هېواد سره اړیکه لري، یا به د هېواد ارمان کوي، یا به په هېواد کې د تېر ژوند، کوچنیوالي، کورنۍ، ملګرو، چاپېریال او د هېوادنۍ جغرافيې د کایناتو د هرې برخې یادونه کوي، نو ځکه د کډوالۍ په ادبیاتو کې له هېواد سره مینه لیدل کېږي.
د کاوون په شعرونو کې د ارمانونو یوه لویه برخه شته. د ماشومتوب ارمان، د هېواد او په هېواد کې د خلکو ارمان او داسې نور ارمانونو کوي.
د افغانستان په تاریخ کې د کډوالۍ سلسله او کډوال کېدل په وروستیو لسیزو کې ډېره وه، لاملونه یې جنګونه، سیاسي ستونزې، فقر، خراب اقتصادي حالت، غربت، نا امني او داسې نور دي. د افغانستان خلک بېلابېلو هېوادونو ته مهاجر شول چې په دوی کې که پر پوهانو، روښانفکرو او لیکوالو باندې خبرې کوو، ډېر یې اروپايي او غربي هېوادونو ته کډوال شوي دي. په دوی کې ډېر لږ به په خپلې خوښې له هېواد څخه بهر ته تللي وي، په دوی کې ډېر/ ټول د ځینو ستونزو پر بنسټ له هېواد څخه کډوال شول چې په دې کې سیاسي بد حالت، فقر، بې عدالتي، ناامني او په لسګونو نور ټولنیز خراب حالات یې ښې بېلګې دي.
(د مهاجرت/ کډوالۍ او د ډیاسپورا ادبیات له دوو پخوانیو یوناني کلمو (dia) او (speirein) څخه اخېستل شوی دی، د (تیت، شیندل شوي او مسافر) په مانا دی. په لومړیو کې دغه اصطلاح (Diaspora) ټاکلی او محدود پېژند درلود چې د یهودانو غربت، مسافرت او شیندلو ته ویل کېده. د فلسطین له فتحې څخه وروسته بابلیانو او رومیانو دغه اصطلاح وکاروله، له دوی وروسته د کډوالو یونانیانو او ارمنیانو لپاره ترې کار اخېستل کېده، خو په وروستیو پېړیو (د شلمې پېړۍ) په پای کې دغه اصطلاح لویه، پېچلې او هر اړخیزه مانا خپله کړه او څېړونکو پرې څېړنې او پلټنې وکړې.) (فاطمه، ۱۳۹۰، ۱۱۹)
)د مسافرت/ ډیاسپورا ادبیاتو اصطلاح له استعمارونو څخه وروسته یې ريښه څېړل کېږي چې د نړۍ په تاریخ کې د افغانستان لپاره په لسګونو وروستي کلونه د مهاجرت لپاره یو بوګنوونکی پړاو دی. ډیاسپورا/ د کډوالۍ ادبیاتو تاریخ په یوناني فرهنګ کې ريښه درلوده. د دې اصطلاح لومړنۍ بېلګې د کروندګرو لپاره استعمالېده، چې د تخم شیندل او تیت اچولو په مانا دی. وروسته دغه اصطلاح په جهان کې د کډوالو یونانیانو او یهودانو ته وکارېده. د استعمار معقوله د کډوالۍ له حرکت او جوهر سره اړیکه لري. استعمارګران د خپل هېواد د ابادۍ لپاره د خپلو ځمکو او هېوادونو د ابادولو لپاره دهقانانو ته په لږ لګښت اړتیا درلوده، دغه بېکاري پر یو تجارت باندې بدل شو او ډېر خلک نورو هېوادونو ته د تګ لپاره اماده شول. په دهقانۍ کې د ګڼو حاصلاتو لاسته راوړلو او په ځمکوالۍ کې د امریکا او اروپا د اقتصادي پرمختګ لپاره ارزانه بشـري فزیکي سرمايي ته اړتیا درلوده، له همدې امله د مستعمره هېوادونو څخه یې مریان او غریب خلک راوړل او له دوی څخه یې فزیکي ګټه اخیسته، دغه کسان ډېر وخت د جنوبي او غربي افریقا وو. په نولسمې پېړۍ کې د مرييتوب د قانون له منځه تللو وروسته د ارزانه کارګرو لپاره د تور رنګو له نژاد پر ځای بېلابېلو نورو نژادونو او رنګونو دغه ځای ونیوه چې له دوی څخه هندیان، مالیزیایان، چینایان او داسې نور د یادونې وړ دي.((لیلا تفرشی، ۱۳۹۹، ۲۱۵)
د کډوالۍ په ادبیاتو کې یوه اړینه موضوع د نژاد ده. اروپایان سپین نژاده دي، دوی خپل نژاد او رنګ ته په نورو نژادونو او رنګونو غورهوالی ورکوي؛ یعنې کله چې د دوو فرهنګونو د تقابل خبرې کوو او یا د کډوالۍ په ادبیاتو خبرې کوو، یوه اړینه موضوع په کې د شرق او غرب د هویت او ټولنو تقابل دی چې نژاد په کې د یادونې وړ دی. په غرب کې سپین نژاد ته د متمدن فرهنګ او تور نژادو ته وروستهپاتې فرهنګ خطاب کوي، په دې ډول د تورو وېښتانو خاوند تور سر او تور زړه لري او داسې یې یادوي، لکه تورې سترګې، تور وېښتان، تور فکر، تور موبایل او داسې نور تور شیان د شرق د نژاد استازیتوب کوي او غرب سپین رنګ خپل غورهوالی بولي.
د کاوون پر شعرونو رواني اغېزې
د افغانستان فرهنګي، علمي او روښانفکره قشـر چې کله نورې نړۍ ته کډوال شول، نثرونه او شعرونه یې ولیکل. د افغانستان کډوال شاعران او لیکوال په زوره د ډېرو ستونزو له امله له هېواده تللي دي، نو ځکه د نورو هېوادونو د شاعرانو او لیکوالو په نسبت د دوی په ویناوو او افکارو کې د کډوالۍ اغېزې ډېرې لیدل کېږي او د کډوالۍ د ادبیاتو د تیوري په پام کې نیولو سره ښو څېړنو ته اړتیا لري. د کډوالۍ په ادبیاتو کې یوه خوا د انسان داخلي نړۍ او روان دی چې شاعر دې ته مجبوروي چې پنځونه وکړي.
د پورته خبرې په تایید، رواني افکار د داخلي او بهرنيو عواملو یوه ګډه او مشترکه خزانه ده چې د داسې افکارو اصلي منبع یادې دوه خواوې لري. کله چې یو شاعر له بهرني حواسو په وسیله له داخلي حواسو سره اړیکه پیدا کوي، په دنننۍ نړۍ کې یې خوځښت پیدا کېږي او کله کله په کډوالۍ ادبیاتو کې له داسې بېلګو سره مخامخ کېږو. هر انسان د راتلونکي هیله لري، خو کله چې له خپل هېواد څخه کډوال شي، هیلې یې نیمګړې شي، نو ځکه په داسې مواردو کې یې افکار له رواني اړخه خبرې لري. په داسې ادبیاتو کې انسان له خپلې داخلي نړۍ سره اړیکه نیسـي او د داسې ادبیاتو اصلي ځان خپله انسان وي، د انسان ماضي وي او د انسان هغه تېر وي چې د ده له لاشعور او ټولنیز لاشعور سره تړاو لري. په وروستیو وختونو کې نړۍ له پرمختګ سره سره له یو ډول ستونزو سره مخامخ ده، دغه ستونزې له چاپېریال سره تړاو لري، د نړۍ ټولې وحشتناکې پېښې د انسان په داخلي نړۍ کې ځای لري او د ځینو عملونو په وسیله د شعور سطحې ته راځي. شعور له لاشعور څخه ځان خلاصولی نه شي، لاشعور د شعور په کارونو کې لاسوهنه کوي او انسان په خپلې ارادې کې په اسانۍ بریالی کېدلی نه شي، لامل یې دا دی چې ډېر شیان د لاشعور تر جبر لاندې د شعور په دایره کې پېښېږي.
د کاوون د شعر یوه بېلګه ده:
دلته پردی یم څوک مې نه پېژني
څوک مې سلام ته هم سلام نه وایي
څوک مې له ځانه سره ځان نه ګڼي
څوک راته سیال د ننګ او نام نه وایي
***
نه مې له چا سره خندا وېشلې
نه مې له چا سره ژړا شریکه
نه مې له نورو سره مینه یو شان
نه مې له نورو سره سا شریکه
***
لکه له ونې جلا شوې پاڼه
د زمانې سېلۍ په سر اخیستی
لکه د شپې توفان وهلی مرغه
سړو بادونو مې وزر اخیستی
***
لکه له یاده تښتېدلې قصه
نور د چا ذهن تخڼولی نه شم
لکه د وخت په شپو کې ورکه هیله
نور د چا زړونه تودولی نه شم
***
لکه په سوبه کې مات شوی سرباز
له ځانه ستړی، له جهانه ستړی
لکه په مینه کې ناکامه مَین
له هوډه ستړی، له پیمانه ستړی
***
هلته مې سر وو تر آسمانه اوچت
دلته پردی یم، خیراتخور مې ګڼي
هلته اتل ومه په خپله خاوره
دلته بې ویاړه یمه، تور مې ګڼي
***
د سرو سکروټو له بارانه راغلم
د تومتونو د ږلیو ښار ته
له تورو ورېځو نه راوتښتېدم
راغلم د باد او د سېلیو ښار ته
***
زما شرقي وینه د مینې تږې
خو دلته کرکه ده په هر قدم کې
زه د یوې پستې خبرې لېوال
خو دلته تیږې دي زما په چم کې
***
راته سړو سړو کتو کې وایي:
ته بېګانه یې ته وطن نه لرې
ته د سپیرو دښتو سپیره اغزی یې
ته لیاقت د دې چمن نه لرې
***
ته دوزخي یې ستا یې څه په جنت
ته صحرایي، یې ته چمن څه کوې
ته وچ لرګی د سوځېدلو وړ یې
ستا یې په باغ څه، په ګلشن څه کوې؟
***
که لیرې پاتې شم وحشـي مې بولي
که ور نژدې شم رانه ځان ټولوي
که مینه وغواړمه کرکه کوي
که کرکه وکوم، دنیا نړوي
***
د بوټو څانګې یې اغزي دي راته
د ګل خندا یې له پېغوره ډکه
له وړو ونو نه یې زهر څاڅي
ځوانه اروا یې له سره اوره ډکه
***
زه د وطن د جګو غرو بوټی یم
دلته پردي چمن کې نه شین کېږم
په لمر خاته کې مې ریښه ښخه ده
دلته غربي ګلشن کې نه شین کېږم
***
دلته پردی یم، څوک مې نه پېژني
زما عزت او زما پت هلته دی
دلته پردي جنت کې نه ځایېږم
زما دوزخ، زما جنت هلته دی (توفاني، ۱۳۸۱، ۸۴ ـ ۸۵)
کاوون ځان پردی ګڼي، د کمترۍ احساس کوي، نه یې څوک پېژني او نه دی څوک پېژني. نه ځان د نورو سیال ګڼي او نه یې نور خپل سیال ګڼي. شاعر خپل شعر په کډوالۍ کې ویلی دی، په دې شان په سلګونو او زرګونو لیکوال شته چې په همدې ډول ستونزو سره مخامخ دي. لیکوال کډوال دی، نه خاندي او نه د نورو په محفلونو کې شرکت کوي، نه یې د خندا ملګري شته او نه یې د ژړا، نه د چا خوښي ته ځي او نه د چا په خپګان کې برخه اخلي. دی له خپل هېواد څخه جلا شوی دی، د زمان او مکان سیاسي، جګړهییز، فرهنګي او نورو ستونزو له هېواد څخه کډوالۍ ته مجبور کړی دی. هر ډول ستونزې ورته کډوالۍ پیدا کړې دي.
د پنځګر په افکارو کې رواني مسایل په ډاګه ښکاري. شاعر په خپل هېواد کې خوښ او ازاد انسان دی، ښه ژوند لري، قدر او عزت لري، خو په پردي هېواد کې یې خیراتخور ګڼي، د پردي په سترګو ورته ګوري.
د شاعر په دې بیتونو کې د خپل هېواد او د کډوال شوي هېواد تر منځ ټکر لیدل کېږي، له سرو سکروټو تښتېدلی دی، خو د پردي په هېواد کې له تومتونو څخه ځان خلاصولی نه شي. په خپل هېواد کې یې یو ډول ستونزې درلودې، په دې هېواد کې بل ډول ستونزې لري، د حال او د ماضي له ستونزو څخه شکایت کوي.
په کډوالۍ کې یوه لویه ستونزو د فرهنګونو توپیر دی، د حال او ماضي له فرهنګي ټکرونو څخه یو بل نوی فرهنګ منځ ته راځي چې له دې تقابل څخه انسان ته رواني ستونزې پیدا کېږي او شعرونه د روانپوهنې له اړخه څېړنو ته اړتیا لري. د کډوالۍ په ادبیاتو کې دا ستونزه ډېره ده، کډوال له یوه داسې هېواد څخه ځي چې هلته یې یو عمر تېر کړی دی، له خپل هېواد سره هر اړخیزه اړیکه لري، کوم هېواد ته چې راغلی دی، هر څه ورته پردي دي، دی پردی دی، هېواد پردی دی، خلک پردي دي، نو ځکه په ارادي ډول یې افکار له تېر سره اړیکه نیسـي او خپلې تېرې خاطرې په حال کې څرګندوي.
لیکوال له پردي هېواد څخه شکایت کوي، د کډوالۍ په ادبیاتو کې د خپل هېواد غندنه لږه وي، خو بیا هم کله کله د خپل هېواد نیمګړتیاوې او ستونزې په ګوته کوي. شاعر د شرق هېوادونه د مینې ځای ګڼي. دا څرګنده خبره ده چې د شرق په هېوادونو کې فرهنګي مسایل له غرب سره توپیر لري. که د غرب ژوند هر څومره ښه وي، بیا هم د خپل هېواد ډېر شیان، دودونه، فرهنګي مسایل او نور ټولنیز موضوعات په غرب کې نشته، نو ځکه زمان له دغې تقابل څخه یو بل فکر پیدا کېږي. شاعر شکایت کوي چې پردي هېواد کې اوسېدلی نه شي، هېواد پردی ګڼي، ځان خپل هېواد کې هست ګڼي او د پردي په هېواد کې ځان نیست ګڼي.
ماخذونه
- پرهام، فاطمه. (۱۳۹۰). دایاسپورای حقیقی و دایاسپورای مجازی متون دورګه تألیف و ترجمه. فصلنامه مطالعات زبان و ترجمه. شماره یکم.
- توفاني، کاوون. (۱۳۶۲). سپرغۍ. کابل. وزارت اطلاعات او کلتور
- توفاني، کاوون. (۱۳۶۳). د تیږو په ذهن کې. کابل. ګوندي مطبعه.
- توفاني، کاوون. (۱۳۶۶). شګې او ګلونه. کابل. دولتي مطبعه.
- توفاني، کاوون. (۱۳۶۷). وروستۍ ټکی. کابل. د افغانستان د لیکوالو انجمن.
- توفاني، کاوون. (۱۳۷۰). کله چې ونې مري. کابل. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو ریاست.
- توفاني، کاوون. (۱۳۸۱). د باد په کنډوالو کې: پېښور. دانش خپرندویه ټولنه.
- توفاني، کاوون. (۲۰۲۱). مرثيې د چنارونو. پېښور. کتاب خپرندویه ټولنه.
- خلیل، همېش. (۲۰۰۲ز). مرزا خان انصاري او د هغه شاعري. پېښور: یونیورسټي بک ایجنسي، مخ ۱۴.
- سعیدی، مهدی. (۱۳۹۹). تبیین جریان شناختی ادبیات سیاسی در ایران معاصر (مطالعه موردی: داستانی سیاستی در مهاجرت). در فصلنامه علمی. شماره بیست و هفتم.
- قربان پور، حسین و نویستګان دیګر. (۱۳۹۷). جریان شناسی ادبیات داستانی محاجرت ایران. در فصلنامه علمی. شماره چهارم و نهم.
- کرګر، محمد اکبر کرګر. (۱۴۰۰). سیندونه او اندونه (دویم ټوک): جلال اباد. هاشمي خپرندویه ټولنه
- کرګر، محمد اکبر. (۱۳۹۸). داستاني کلیات (د محمد اکبر کرګر په قلم): جلال اباد. هاشمي خپرندویه ټولنه.
- مطلق، لیلا تفرشی. (۱۳۹۹). مطالعات پسا استعماری در ادبیات مهاجرت. فصلنامه تخصصی. شماره دهم.
- موسوی، ام فروه، حسینی، مریم. (۱۳۹۹). فضای پسا استعماری در ادبیات مهاجرت افغانستان. در فصل نامه علمی. سال دهم. شماره دوم.
- هاشمي، سید اصغر. (۱۴۰۱). ادبیات، انسان او فلسفه. جلال اباد. هاشمي خپرندویه ټولنه