شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبطنزونههغه بوټان چې کرامت لري (طنز) میوند درځار

هغه بوټان چې کرامت لري (طنز) میوند درځار

دا زه چې اوس تاسو ته د کومو بوټونو کیسه کوم دا یو وخت د یوې ژوندۍ غوا څرمنه وه، چې خاوند به یې ورته درې وخته تازه واښه وانچول نو لوشلو ته به نه درېده. د همدې لپاره یې خاوند پرې ډېر پام کاوه، نو ته ویلی شې چې په چاپلوسۍ او دلاسا به یې ترې شیدې غوښتلې.
بیا د خدای کړه و چې غوا د ناروغۍ په وجه حلاله شوه، خاوند یې څرمنه په مالګه ولړله او سهار او ماښام به یې، پرې د لاس راکش لپاره یو ځل په انګړ کې غوړوله چې تر مرګ وروسته هم ورسره د خپلې مینې ثبوت وړاندې کړي.
خو سړی و کمزوری او د مالش کار و سخت، نو د همدې لپاره یې ورته یو غټ او پوست بُرس واخست چې کار یې اسانه شي.
اصل خبره داده چې د سړي ښې ورځې خو ټول عمر نه وي، نو څرمنه یې اخر هم د چای ګوړې لپاره خرڅه کړه او د یو داسې بوټ ګنډونکي لاس ته ورسېده چې د غوا تر خاوند یې هم د لاس صفایي ډېره وه. بوټ ګنډونکي چې ولیدل دومره غوړه، صافه او سوتره څرمن يې پیداکړې نو یوازې یوه جوړه بوټونه یې ترې جوړ کړل او پاتې برخه یې ورته خوندي کړه، ویل یې که خیر و نو له دې نه به یوازې چارواکو او سرمایه دارو خلکو ته څپلۍ بوټان ګنډم چې ښه پیسې پرې راکړي.
د بوټانو جوړول نه و د قسمت خزانه وه چې د بوټ ګنډونکي غرفه یې په لویه مغازه بدله کړه. دا ځکه چې ده هغه بوټونه په داسې  یو چارواکي په ښه بیه وپلورل چې دباچا لاندې سړی و.
ښه!! خبره داده که زه او ته هم یوو نو خپل بوټونه هر سهار یو ځل تازه رنګوو پاتې لا چارواکي، خو فرق دادی چې مونږ یې د کور په ماشومانو برُس کوو او د چارواکو پالیشیان بیا تر هغو لږ واړه او تر وړو لږ راواړه چارواکي وي او لږ ډېر هم وي.
خبره دا نده چې پالیشیان یې د عزت خلک او یا ډېر وي، خبره مې د هغې څرمنې او د بوټانو د کرامت کوله.
یوه ورځ د همدې چارواکي یو کشر زوی د پلار دا بوټان رنګ کړل او هلک بله ورځ تر وکالت ورسېد. خلک د بوټانو په کرامت خبر شول او چې بیا به د تورې څرمنې دا دولس نمبره وطني ساخت بوټان  چا هم بُرس کړل، نو په سبا به یې بیا چرته ښه ځای کې مقرر و. تر ریاست وړه خبره خو نه وه، څوک ولسوال، څوک د ولسوالۍ امنیه قومندان، څوک د حوزې امر او څوک چرته سلاکار ملاکار!
شناخته خلک چې به خبرېدل نو سهار او ماښام ته یې نه کتل، د خپل غټ بُرس سره به حاضر او چې تر څو به (ښه یې جوړ یې ، نور څنګه یې؟ ) ته ستړی مشې رسېده نو سړي به یو بوټ لا وختي پالش کړی و.
حتمي خبره وه چې له حوېلۍ نه تر وتو مخکې به په راغلي مېلمه د نوې او غوړې دندې الهام شوی و.
داسې هم شوي چې پر یو وخت یو بوټ ته یو مېلمه او بل بوټ ته بل مېلمه نښتی وي او د تېز بُرس وهلو له امله یې د چارواکي پایڅې رنګ کړې وي خو دوی ته د بوټانو د خاوند پټکه هم تر شفقت کمه نه وه.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب