ښوونځی د انسان جوړونې او فکري بدلون لومړی مرکز ګڼل کیږي چې هر انسان یې په ورتګ د راتلونکي ژوند لوړې او ژورې ګوري.
د خپل ژوند او ټولنې د سمښت،سمبالښت او بدلون لپاره خپلې هیلې پکې لټوي، د مینې په ورتګ سره نوي څه ترې زده کوي؛ انسان هر اړخیز روزي او د زهنیت جوړونې فکر ورکوي تر څو د رنځېدلې ټولنې د درد دوا او د پرمختګ وسیله وګرځي.
په هېواد کې له ډېرو ستونزو سره سره یوه یې هم د دولتي ښوونځیو نا سم مدیریت دی چې ورځ تر بلې یې زخم په زیاتېدو دی.
دا چې افغانستان هره ورځ د پرمختګ په لوري قدم اچتوي او د نړۍ سره د سیالۍ په ډګر کې ځان له نورو سره سیال ګڼي خو له بله پلوه ښوونیز بهیر یې ورځ تر بلې د ناسم مدیریت له وجې خرابتیا مومي او ولسونه د یوه زهني نا ارمښت له وجې کړیږي.
د افغانستان کابل په شمول په لرې پرتو ولایتونو او ولسوالیو کې دولتي ښوونځي د زرواکۍ، غلا، بچه بازۍ، جنسي ځورونې، د نشه یي موادو استعمال او د نورو داسې غېرۍ انساني کړنو او رشخند مرکزونه بلل کیږي چې بد اغېز يې د اندېښنې وړ دی.
زیاتره کورنۍ له همدې وجې خپل ماشومان له ښوونځیو منع کوي او نه غواړي په داسې ماحول کې په خپلو ماشومانو زده کړې وکړي او یا یې ښوونځیو ته ولیږي، هغه چې هره ورځ ښوونځی ته ځي او د زده کړې لیوالتیا ښیي په بېلابېلو بهانو او ستونزو خپله مینه کموي او بالاخره د ناهیلۍ لور ته پنا وړي.
دغه راز زیاتره ښوونځي د سقوط له ګواښ سره مخ دي، ناسم مدیریت، په ښوونکو ملنډۍ، مات ګوډ تدریسي بهیر، د ښوونځی له اصولو نه سرغړونه، خپلوۍ او تربګنۍ پالل، بېلابېل تهدیدونه او د شاګردانو پروخت نه راتلل هغه څه دي چې نن سبا یې د دولتي ښوونځیو خوند وړی دی.
له دې حالت او فرصت نه په استفادې خصوصي ښوونځیو خورا زور اخیستی چې ډېره ښه نتیجه یې هم ورکړي ده؛ خو په داسې ټولنه کې چې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره ساعتونه ساعتونه په کتارونو کې ولاړ وي، د سهار او بېګاه لپاره د خوړلو څه نه لري د کار پیدا کول خو بلا ورپسې څنګه به خپل ماشومان خصوصي ښوونځیو ته ولیږي.
که چېرې ولس او اړوند مسؤولین دغه کړنې بابېزه وګڼي، پر وخت یې مخه ونه نیسي او د یو منظم پلان په رڼا کې هر اړخیزه تګلاره ورته ونه ګوري، سخته نه ده چې پایلې به یې ملت نور هم ناهیلی کړي.
په درنښت — نورالله “پتمن”