یکشنبه, مې 5, 2024
Homeټولنیزد نصاب د کتابونو په اړه یو نظر | ډاکټر عطاالله زیارمل

د نصاب د کتابونو په اړه یو نظر | ډاکټر عطاالله زیارمل

په حقیقت زموږ د مکتبونو د نصاب کتابونه له پنځلسو کتابونو څخه اوړي او داسې ښکاري چې له نصاب سره هم سیاسي چلند شوی دی او وخت په وخت لکه د حکومت د اداري پاړسوب په څېر دغه پاړسوب د نصاب په برخه کې هم جوت دی.

که سړی د نورې نړۍ د نصاب کتابونه وګوري او د خپل وطن له نصاب سره یې مقایسه کړي نو بیا پوهېږي چې په رښتیا هم موږ ډېر وروسته پاتې یو. په نوره نړۍ کې د نصاب کتابونه پنځه یا شپږ وي او د ماشومانو ملا ورباندې نه

ډاکټر عطاالله زیارمل

ماتوي. هغوی د اختیاري مضامینو اوږد لیست شاګرد ته ورکوي چې په خپله خوښه او شوق سره له هغه لیست څخه دوه مضمونونه د ځان لپاره انتخاب کړي. زیاتره دغه اختیاري مضامین د عملي ژوند سره نژدې اړخ لګوي. نو کله چې له شاګرد څخه وپوښتل شي چې څه غواړي چې ولولي یا د څه په اړه معلومات تر لاسه کړي نو په حقیقت کې د هغه استعداد په دې برخه کې غوړېږي او په خپل شوق سره په هغه رشته کې وړاندې ځي او تر لوړو زده کړو پورې بیا هغه رشته تعقیبوي. له ډېرو څېړنو وروسته دوی دې نتیجې ته رسېدلي دي چې دا ډول چلند د شاګردانو له راتلونکې سره مرسته کولی شي. نو په حقیقت کې همدا د نورې نړۍ د بریالیتوب راز دی.

زموږ د خلکو استعداد تر نورو کم نه دی خو موږ خپل ماشومان په وچ زور د نورو د خوشالولو لپاره داسې مضامینو ته ټینګ نیولي دی چې: ۱. هغوی ور سره مینه نه لري. ۲. په عملي ژوند کې یې په درد نه خوري. ۳. د مطالعې د کلتور د نه درلودلو او نه رواجولو له امله عادي مسایل هم په نصاب کې نیول شوی دي. هغه باید یو شاګرد په خپل اضافي وخت کې ولولي، خو دلته یې بیا په نصاب کې د یو مضمون په ډول ځای ورکړی دی او په دې ډول سره یې د اصلي مضامینو وخت نیولی دی.

دا سمه ده چې اصلاحات وخت او امکاناتو ته اړتیا لري خو کله هم باید کوښښ و نشي چې د دغو امکاناتو په نه درلودلو سره خلک له واقعیت څخه سترګې پټې کړي. شخصي مکتبونه په کابل او نورو ولایتونو کې زیات شوي خو پر هغوی باندې بیا دغه د نصاب پېټی ور تپل شوی او داسې هم شوي دي چې شاګردان په شخصي مکتبونو کې د عامو مکتبونو په پرتله ښه اوږد د نصاب د کتابونو لیست لري. نو هغه شخصي مکتبونه چې امکانات لري پر هغوی باندې یې بیا دومره مضامین ور بار کړي دي چې د هغوی شاګردان له هغه درانه بار څخه لاندې ځان نشي خوځولی. دې موضوع ته نه شاګردان ارزښت ورکوي او نه هم د هغوی والدین. یوازې دا ور ته ښه ښکاري چې له نورو شاګردانو یې یونیفورم بدل وي او په دې سره یو ډول د توفق او لوړتیا احساس کوي خو په اصل کې د ښوونې او روزنې د کیفیت په برخه کې د مسؤلیت احساس نه کوي.

په پای کې ویلی شو چې، موږ ټول باید د خپلو ماشومانو د راتلونکي په اړه ځان مسؤول وګڼو او وخت په وخت خپلې مشورې او اندېښنې له تعلیمي ادارو سره شریکې کړو ترڅو په تعليمي سیسټم کې د یو مثبت بدلون شاهدان و اوسو او ښکاره ده چې ګټه به یې بیا ټولو ته رسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب