افغانستان په خپله ۵ زره کلن تاریخ کې ۵ سوه کاله آرامه نه دی پاتې شوی. د میلاد نه مخکې بودایان، زردشتیان، ساسانیان او بالاخره سکندر کبیر د یونان نه راغی د یما سم دم آریایي حکومت یې ړنګ کړ، زور یې ونه رسیده د خیبر یونان ترنامه لاندې یې ګډ حکومت جوړ کړ. د میلاد نه وروسته د عربو فتوحات پیل شوه. د عمر (رض) څخه نیولې تر عباسیانو دورې پورې چې پوره دوه سوه کاله یې په افغانستان حکومت وکړ. په دې دوره کې ځینې قومونو اسلام ژر ومنو خو ځینو بیا تر ډیره سرغړونې کولې. د اسلام دین په افغانستان کې پوره خخ شو، بیا امیر پولاد سوري (۱۳۰ ه ق) او ابو مسلم خراسانی کوښښ وکړ چې خپلواکي واخلي او دین خپله خپور کړي، همدا وو چې تر هنده یې اسلام ورساوه، چې بیا (سوریان) هملته پاتې شوه او هند کې یې دین خپور کړ او هند یې آباد کړ. له دوهمې پیړۍ څخه تر ۳ پیړې پورې افغانستان کې خپل منځي شخړې او دولتونه جوړ شوه. له څلورمې پیړۍ څخه تر شپږمې پیړۍ پورې افغانانو د عزنویانو او غوریانو تر ولکې لاندې ښه دوره تیره کړه. په دې وخت کې یو ناسم دیپلوماتیک عمل د افغانستان د حکومت لخوا دا وو چې د چنګیز سفیر یې وواژه او سفارت یې ورته ړنګ کړ، چې دې عمل یې چنګیز افغانستان ته راوغوښت او پوره نیمه پیړۍ یې داسې څه وکړل چې تاریخ به یې هیڅ کله هیر نه کړي. دښمن ځکه ماته ورکړې وه چې افغانان په خپلو کې روغ نه وه، البته ځینو یې د چنګیز ملاتړ هم کاوه. په اتمه پیړۍ کې افغانستان لږ سا نه وه اخیستې چې د مغلو سره کله په کله شو. بایزید روښان، خوشخال خان، او د هیواد نورو تکړه ځیرو پښې ورسپکې کړې. افغانان پوره دوه نیمې پیرۍ د آسیا خطرناکه امپراطوریو سره د تجاوز سره مبارزه وکړه خو اشغال ته یې پرینښودل.
له یولسمې پیړۍ څخه تر دولسمې پیړۍ افغانستان د میروس نیکه او احمد شاه بابا په دوره کې ښه وځلیده، دښمن ته یې غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړل، خو دښمن مو بیا پر کور کې دننه د بې اتفاقۍ پړی وغځاوه. انګلیس له ایران سره پر دې موافقه وکړه چې له یوه اړخه به یې موږ راونیسو او له بله به یې ته راټینګ کړې. همدا باعث شو چې انګلیس راودانګل او خپل لاسپوڅی حکومت یې د شاه شجاع او نورو په نمایندګۍ څه کم نیمه پیړۍ ودنګاوه، خو افغانانو پر تاریخ کې نوم وربد کړ او پښې پرې دریوارې ورسپکې کړې. دلته مو لویه سهوه دا وه چې شیر علی خان پر روس تکیه وکړه او روس په تش میدان پریښود او یعقوب خان چې د شیرعلي پر ځای ناست وو د ګندمک معاهده یې له انګلیس سره لاسلیک کړه، انګلیس پر دې معاهده کې د افغانستان غوږ غوڅ کړ. انګلیس په آرامه کښې نه ناست او د عبد الرحمن خان په وخت کې یې پوره تنه ترې غوڅه کړه. د وخت شاه فکر کاوه چې آرامه به شو او د سولې په فضا کې به ژوند وکړو، خو خبر نه وو چې دا به یې په تاریخ کې ناسمه پریکړه وي، چې افغانان یې تر اوسه اور ته کښېنول.
د امان الله له راتګ سره مو تر موسی شفیق له دورې چې د ظاهرشاه په مشرۍ حکومت کاوه نسبي خوشحالي درلوده، خو خبر نه وو چې روس مو تر ستونې رارسیدلی دی او د ملګري په جامه کې یې ټول نظام کې رخنه کړې ده. په دې نازکه وخت کې داود خان سهوه وکړه چې د دوي په ملاتړ یې کودتا وکړه، قدرت ته ورسید، خو خبر نه وو چې بیا څلویښت کلنه جګړه پیل شوه او افغانان یې تر دې دمه اور ته نیولي دي.
پایله کې به دا ووایم چې، افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د بهرنیانو او د خپلمنځي شخړو او اختلافونو ښکار شوی دی. یوه قوه جوړه شوې چې افغانستان له خاورې راوباسي، دښمن وشړي او له نړۍ سره سم صیال شي. خو بالعکس، بله ډله د بهرنیو په واسطه تحریک شوې چې بیرته یې وران کړي. د نړۍ سترې امپراطورۍ او قدرتونه لکه عربان، چنګیزیان، مفلیان، انګریزان، روسان راغلي او بیرته شړل شوي دي. د دوي په راتګ کې خپله افغانانو او ګانډیو هیوادونو فعاله ونډه درلوده. افغانستان تل خپل تاریخ ساتلی خو تکرار کړی یې هم دی. افغانستان اوس د امریکا غوندې زبرځواک سیاست سره مخ دی او لګیا دی چې ځان ترې بچ کړي. سیاست مو زده دی خو بهرنیان مو آرامه نه پریږدي چې سیاست وکړو. افغانستان (آنچه همه دارند تو تنها داري.