عزیز خان هوتک
د پښتنو په ملي تاریخ کې د شهید عبدالصمد خان اڅکزي نوم د اصولو، ملي غیرت، ثبات او قربانۍ سمبول دی. هغه په داسې زمانه کې د پښتنو د حق لپاره ودرېده چې د پوځ واکمنه جوړښت هر خپلواک غږ غلی کولو، خو خان شهید د دې فشارونو پر وړاندې د نه ماتېدونکي دریځ څښتن و. د هغه فکر د افغان ملت ګډه شتمني ده، نه د یوه شخص شخصي میراث. د هغه مبارزه د ازادۍ، ملي وجدان او د سیاسي سازش پر ضد یوه تلپاتې مکتب پاتې شوی دی.
خو د وخت په تېرېدو سره د هغه زوی، محمود خان اڅکزی، داسې مسیر غوره کړ چې د خان شهید له اصلي فکر سره په ښکاره ټکر کې ښکاري. د هغه سیاست د اصولو پر ځای د جوړجاړي، او د ملي دریځ پر ځای د پاکستاني سیاسي چوکاټ د خوښې لوري ته ور ټیل وهل شوی دی. په داسې حال کې چې خان شهید د پوځ د سیاسي مداخلې په وړاندې ودرید، محمود خان بیا د همدې جوړښت د ټاکل شویو کرښو په چوکاټ کې سیاست کوي. هغه دریځ چې پلار یې پرې شکنجه شو، بندي شو او په پای کې یې ژوند قرباني کړ، زوی یې نن د امتیاز په تمه د هماغه مرکزونو په سیاست کې برخه اخلي.
د محمود خان سیاست د ثبات له نعمت څخه تش دی. په یوه ورځ د عمران خان سخت منتقد وي، په بله ورځ ورسره د اړیکو نېښ کوي. کله د پوځ پر خلاف خبرې کوي، وروسته خپل دریځ نرموي. کله له ملتپالو شحصیتونو سره ګام پورته کوي، بیا تر ټولو قوي مخالفت ورسره کوي. دا ډول سیاست نه یوازې بېثباته دی، بلکې د خان شهید د فکر پر ضد هم دی چې د اصولو د نه بدلېدو لپاره یې ژوند ورکړ.
د همدې بدلېدونکي سیاست، یوه نفري پرېکړو او د ګوند د اصلي لارې پرېښودو له امله د شهید عثمان کاکړ کورنۍ، د ګوند مخکښ مشران او زرګونه غړي د محمود خان له لارې جلا شول. دوی په ښکاره وویل چې نور دا ګوند د ملي مبارزې مسیر نه تعقیبوي، بلکې د امتیاز او جوړجاړي سیاست ته تسلیم شوی دی. هغه ګوند چې خان شهید د قربانۍ په قیمت ودراوه، نن د هغه له اصولو لرې د شخصي سیاست په تلوار کې لېدونکی دی.
له معاصر ملتپالو غورځنګونو سره د محمود خان سخت مخالفت لا د هغه د مسیر اصلي بڼه څرګندوي. PTM او نور خپلواک ملي جریانونه د هغه لارې ته نږدې دي چې خان شهید پرې ولاړ و، د پوځ د سیاسي واک پر ضد دریځ، د پښتنو ملي حقونو دفاع او ثابت اصول. خو محمود خان په ښکاره ډول له دغو جریانونو سره په ټکر کې ولاړ دی، او دا ټکر یوازې سیاسي نه، بلکې فکري دی. دا داسې دریځ دی چې د خان شهید د مکتب پر خلاف ولاړ دی.
په دې ټولو واقعیتونو کې یو ټکی روښانه دی: د شهید صمد خان او فکر یې د محمود خان شخصي میراث نه دی. خان شهید د افغان ملت ګډ اتل، ګډ فکر او ګډ مکتب دی. هغه د قربانۍ او اصولو هغه لوړه ژمنه پرېښوده چې د امتیاز لپاره نه خرڅېږي، نه بدلېږي او نه پرې سازش کېدای شي. هغه لاره چې محمود خان پرې روان دی، له دې مکتب سره هېڅ تړاو نه لري؛ هغه له اصلي مبارزې لرې شوی او په داسې سیاست کې ګام اخلي چې په ډېر څه کې د پاکستان د واکمنو سیاسي مرکزونو د خوښې مسیر ته نږدې دی.
د خان شهید د ۵۲م تلین په دې ورځ، د هغه یاد یوازې د یوې تاریخي پېښې تکرار نه دی، بلکې د هغه د مبارزې، فکر او وفادار مکتب د بیا راژوندي کولو شیبه ده. خان شهید موږ ته دا راپه برخه کړه چې د اصولو دروند بار یوازې هغه خلک اوړي چې پر وجدان ولاړ وي، نه پر امتیاز. د هغه پیغام دا و چې د حق خبره که هر څومره ګرانه وي، ارزښت یې د سازش تر هرې اسانه لاره لوړ دی. د هغه د فکر روح د خپلواکۍ غوښتنه، د ملت د درد احساس، او د ظلم په وړاندې د نهسازش دریځ دی؛ هغه روح چې د وخت په تېرېدو سره نه زړېږي او نه پیکه کېږي.
عزیر هوتک صاحب څه ښه لیکنه کړې. پښتانه متل کوي ( له ښو واښه زیږي) دا ډیر بې ثباته سړی دی.