جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهایراني پولیسو تېره شپه لس تنه افغانان په ډزو وژلي

ایراني پولیسو تېره شپه لس تنه افغانان په ډزو وژلي

تاند ( سه شنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۱مه) ‏فراه ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول مولوي محمد نسیم بدري ویلي، ایراني پولیسو تېره شپه لس تنه افغانان په ډزو وژلي دي.

بدري وایي، دغه لس تنه افغانان هغه مهال د ایران پولیسو له لوري وژل شوي، چې غوښتل یې په غیرقانوني توګه ایران ته واوړي.

بدري ويلي، یاد کسان د کار په موخه د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې په غیرقانوني توګه ایران ته اوښتل چې ایراني پولیسو پرې ډزې کړې.

نوموړي ویلي، پېښه کې دوه تنه نور لادرکه هم دي او څېړنې دوام لري.

ډېری افغانان په دې وروستیو کې په غیر قانوني لارو اروپایي هېوادونو ته د تګ په موخه دا سختې زغمي چې لامل یې هېواد کې په لویه کچه بې روزګاري یادېږي.

پر دغو لارو یو شمېر بیا تر خپل منزله ورسېږي خو یو شمېر یې بیا د یو شمېر هېوادونو د پولیسو له لوري وژل کېږي.

نیوکې دا دي چې طالبان که له خپل ضده تېر نشي او د حکومت په حیث ولسي غږ وا نه وي نو دا ډول پېښې به لا زیاتې شي.

د نظر خاوندان وایي اوسمهال ډېری لوستي ځوانان له بېکارۍ هېواد پرېښودو ته اړ دي.

3 COMMENTS

  1. مسؤلیت یی د طالب حکومت پر غاړه دی چی ټول کارونه یی ملایانو ته ورکړی او ځوانان ټول بیکاره دی. طالب حکومت دومره ظرفیت نلری چی خلکو ته کار پیدا کړی نو خلک مجبوره دی چی هیواد پریږدی. اوس دی نران شی ملت ته دی ځواب ووایی. دوی ته داسی پیښی بی ارزښته دی د افغانان وژل، اعدامول او د هغوی بی عزته کول نن سبا په ټوله نړی کی عام دی ځکه چی بازخواستګر نلری ـ پاکستان کی یی پر کورونو پنجابیان ورننوځی، ایران کی اعدامیږی او نوری نړی کی ورته د تروریست په سترګه لیدل کیږی دا ټول د اسلامی حکومت له وجی ـ

  2. د مجبورو مهاجرو وژنه او ربړَوَنه په هیڅ فرهنګ کی نه یوازی د منلو وړ نه ده بلکه د سختی کرکی او غندنی وړ ده.
    امّا ددی خواشینوونکی پیښی په هکله یو بل ډول تحلیل:
    د ایران په حکومتی دستګاه کی د غرب خصوصاً امریکی ډیر نفوذی کسان استخدام شوی دی چی اکثراً د ایران د دولت د رسمی دریځ او عمومی مصلحت خلاف کړنی تر سره کوی څو د ایران هر اړخیز اعتبار او ارزښتونو ته زیان ورسوی.
    امریکائیان د لسیزو لسیزو را پدیخوا هڅه کوی چی نه یوازی د ایران دولت کمزوری او حتی نابود کړی بلکه د ایران سیاسی جغرافیا هم په تُره ووهی او پر څو برخو ئی وویشی، دا چی امریکائیان به کله او څنګه دا هدف تر سره کړی، معلومه نه ده ( ممکن دا کار سبا ورځ یا بل کال یا څو کلونه وروسته تر سره کړی ) خو احساس او حدس او ګومان داسی دی چی امریکائیانو د خپلو نفوذی شبکو پواسطه سرحدی سربازان دیته چمتو کړی وی چی افغانان بیچاره ګان په بیرحمانه او ظالمانه توګه ووژنی څو:
    افغانان په ایرانی ضد روحیه سمبال کړی او پر ایران باندی د امریکی د احتمالی یا حتمی حملی په صورت کی د افغانانو غبرګون لږ تر لږه خنثی وساتی.
    امریکائیان ( البته عام وولس ئی هم د سړی زامن نه دی ځکه همدا ظالم او ستمګر او توطئه ګر او خبیث مشران د همدی عام وولس د انتخاب محصول دی ) ممکن یا له پخوا نه نور هم ډیر قوی شی او یا ډیر کمزوری شی او زموږ پراخه سیمه ئی د شرّ څخه وژغورله شی.

  3. تعالو الی کلمة سواء بیننا و بینکم ….
    انسان په ټوله کی څه مشترکات لری چي تابع د رنګ ،سیمې ،ژبی او کله حتی تابع د دین او مذهب هم نه وی مثلا عطوفت او مهربانی،شفقت او دلسوزی حتی ترحم پر حیواناتو ،کمک او بشر دوستی لکه نړیوال مرستې،مهاجر او مسافر ته خدمات ،ښوونه او روزنه د رفاه او تمدن لپاره ،د انسانی ژوند لپاره د سهولتونو ترویج او نور.
    خو مع الاسف بلا استثناء (مسلم او غیر مسلم) هغه حکام چي ځان انسانتر ،متمدن ، په علومو سمبال او حتی متدین بولی ؛پورتنی انسانی ارزښتونو او اخلاقی مسئولیتونو کی شرمیدلی او د ټولو پر مختګونو سره ،ظالم ،جاهلانه او حتی فرعونی ظلم نه یی هم اړولی مقابله کوی .
    افغانستان تقریبا له نیمی پیړۍ راهیسې د ظالمانه تجاوزونو سره مخ او ملت د تیښتې لار نیولی خو زموږ مغرض ګاونډی هغه څه کوی چي انسانیت ته عار دی ؛نور یی تربیت او علاج په فکر کی وی خو دا قسی القلب ظالم یی وژنی او یواځینی علاج ، وژل بولی ،خو هغه سمه ده چي وایی: خدای ج د خرې ته ښکر نه ورکوی.
    نن ورځ ډیر حکام له ملل او حتی د ننه په کور همدا د خرو مینه ترویجوی او د فاستبقوا الخیرات چي دکامل انسانیت مقام دی ،فاصله اخلی او شر تکثیروی .
    اسلام ،حکامو ته فرمایی :من اصبح و لم یهتم بامورالمسلمین فلیس بمسلم .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب