Homeخبرونهخوست کې یو کس په عام محضر کې «قصاص» شو

خوست کې یو کس په عام محضر کې «قصاص» شو

‏تاند ( سه شنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۱مه) د طالبانو عدلي او قضايي ارګانونو د خوست ولایت په ورزشي لوبغالي کې یو کس په عام محضر کې «قصاص» کړ.

لومړیو کې ویل کېده چې، یاد کس لس میاشتې وړاندې د خوست په علیشیرو او تریزیو په ولسوالیو کې د یوې کورنۍ د ۱۳ غړیو چې ښځې، ماشومان او نارینه پکې وو، پر وژنې تورن و، خو وروسته څرګنده شوه چې، دغه کس په خوست کې یو کس په ډزو وژلی وو.

د طالبانو استناف محکمې ولایتي رییس ملا عین الله په دې تړاو راټولېدنې ته ویلي، چې “بې ځایه وژنې د سرطان دانې ته ورته دي او یوازینۍ حل لاره یې قصاص دی.”

د دغه قصاص لیدو ته سلګونه خلک راټول شوي وو چې ماشومان هم پکې وو.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ په دې اعدام غبرګون ښودلای او دا یې “بې رحمانه، ظالمانه او د نړیوالو قوانینو خلاف” کړنه بللې ده.

بینټ پر طالبانو غږ کړی چې په عام محضر کې اعدامونه او «قصاص» بند کړي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته دا په افغانستان کې د دغې ډلې د محاکمو له لوري ۱۱م «قصاص» دی چې عملي کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...