دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر / راپور (۵۰) / ولوله دهقان 

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر / راپور (۵۰) / ولوله دهقان 

ځای: انلاین

نېټه: 07/14/2024

ګډونوالې: 23

وړاندې‌ کوونکې: ځلا نور

راپور: ولوله دهقان

د افغان ښځو د انلاین ادبي بهیر۵۰مه غونډه د پښتو ژبې پر ازادي میین مبارز شاعر، شهید ګیله من وزیر ته ځانګړې شوې وه. همدارنګه په غونډه کې د افغانستان د مطرح لیکوال ارواښاد نصیر احمد احمدي درېیم تلین هم یاد شو. بهیر تېر کال د ارواښاد احمدي پر یاد لویه غونډه جوړه کړې وه چې په لسګونو مقالې د دوی پر ژوند او اثارو ولیکل شوې او خپرې شوې. غونډه ځلا نور د قران کریم په ایتونو پیل کړه او په ګډه یې د شهید ګیله من او احمدي صاحب روح ته دعا وکړه.

په غونډه کې بهیروالو د شهید ګیله من د کار او ژوند په هکله خپل نظر او شعرونه شریک کړل.

وږمه سبا عامر: 

په پيل کې د نصير احمد احمدي روح ته او ورپسې د ګیلمن وزير ورح ته دعا کوو، خوشاله او آرامه دې وي. احمدي صيب هغه شخصيت دی چې پښتو ادب ته يې ډېر ښه ناولونه ورکړل، دا کار د ډېرو لیکوالو لپاره ښايي ممکنه نه وي خو هغه پکې بریالی و. په احمدي صيب باندې بله اوونۍ غونډه ونيسو، ځکه حق يې پر مونږ ډېر دی. راځو دې تازه غم ته:

څرنګه چې ټولو وويل تېره اوونۍ يوه دردونکې اوونۍ وه، ګيلمن شهيد د نويو او راروانو نسلونو لپاره د تاريخ يو نوی باب پرانيست، په خپل مرګ باندې يې ټول پښتون ولس کې يو ځواک راژوندی کړ چې اغيز به يې په راتلونکي نږدې او يا څوکاله وروسته نړۍ وويني. ګيلمن وزير د ټوپک او تورې مبارز يا اتل نه وو، هغه د ژبې، فکر او قلم مبارز و. کوم څه چې د ګيلمن وزير په شخصيت او مبارزه کې له ورايه ښکارېده، هغه د ازادۍ او خپلواکۍ سره په اخلاص مينه او جرت وو. د ګيلمن وزير همدغه د اتلولۍ صلاحيت په ولس کې د شهرت او د لر اوبر په زړونو کې د مقام پيدا کولو سبب وګرځيده، چې د دښمن د ويرې او ترس منبعه هم وه. شهيد تاريخ ته ثابته کړه چې اوسنی دور د همدې څيزونو دی، نه د ټوپک او تورې. زما ددې خبرې ثبوت د هغه د جنازې ستره قافله وه چې تاسو ټول يې عيني شاهدان ياست.

زه باور لرم چې د ګیلمن لاره به د دې وطن هر ځلمی، تنکی ځوان، پوخ، زوړ او هر انسان په ډېره جذبه او شوق خپلوي او د ګيلمن شهيد په شان  ښايسته مرګ به د هر افغان هيله او ارمان وګرځي. د ګيلمن مور زده کړه نلري، خو د غلامۍ او ظلم په دور کې نړۍ ته راغلې، هغې ليدلي چې پلار، ورور او تربور يې ټول د وخت د ظالم جابر حکومت تر ولکې لاندې نفس هم اخيستی نشي، د خپلواکه او له نعمتونو نه د ډک ژوند په ارمان دي. همدې ماتو هيلو او محرمويو هغې ته ورزده کړل چې د نورو وزيرستانيو ښځو پشان د خپل زوی په غوږ کې هره شېبه د غيرت، ازادۍ او خپلواکۍ ټپې ووايي. دغې سترې مور ګیله من ته په الله هو کې د غیرت سندرې زمزمه ړکړې وې.

په مونږ کې چې څوک نن میندې دي او یا هم سبا ورته دا مسوولیت ورپغاړه کېږي، پکار ده د ګيلمن د مور پشان د خپلو زامنو روزنه وکړو، د خپلوو ماشومانو سوچ او فکر وروزو، جرت او ميړانه ور زده کړو. تحول، ازادي، خپلواکي، ترقي دا هر څه د څو ورځو، مياشتو، کلونو د زيار نتيجه نه ده، داسې انقلابونه ډېر کلونه وخت نيسي.

سلګونه ګلونه دې واخلي، د زلمو د وینو قربانۍ دې واخلي خو درېغه چې پښتون ټبر د دایمي خپلواکۍ او په نړۍ کې د سیالۍ مقام ترلاسه کړي.

اوس بيا هم وايم چې ښځې ټولنې جوړوي، ابادوي او ازادوي، مبارزين د ميندو په لمنو او غيږو کې روزل کيږي. حوصلې اوچتې وساتئ دومره سوچ پراخ کړئ چې په هر کور کې يو، يو ګليمن ورزوئ. چې هره لويشته خاوره او هر بوټی مو ګيلمن ګيلمن وي بيا هغه وخت به يو ځای ته رسيږو.

د ګیلمن وزير سره دومره نږدې اړيکې مې نه وې، هغه چې په بحرين کې وو، زما د فيس بوک پيچ يې فالو کړی و، کميټونه به يې کول، او کله کله په مسينجر باندې يو سلام هم کاوه. خدای شته زه زياته ورڅخه وېرېدلمه، ماپرې د وزيرستان د طالبانو شک کړی و. ځکه ما هغه وخت د جنت کوټ ناول ليکلی و، چې موضوع يې تروريزم او په وزيرستان کې جګړه وه، او دی هم وزير و، له ويرې مې بلاکولی هم نشو. نوموړي وروسته ورو ورو په خپل فيس بوک پوسټونه شروع کړل. په ايي اېس ايي باندې به يې ټوکې او نيوکې کولې، خوبيا هم زما د زړه شک نه ختميده، وروسته، وروسته مې د ده شاعري چې ولسي وه خوښه شوه. زما شک هله ختم شو چې ګیلين وزير له بحرینه د پولیسو په واسطه ونیول شو او لاس تړلی پاکستان ته وسپارل شو.

خو پاکستان ته په ورتګ د ګيلمن وزير مبارزه پيکه نه بلکې رنګينه شوه، درې رنګه بیرغ يې شعار وګرځېده، د لوی افغانستان مينه يې دومره په مينه او اخلاص په زړه او په ژبه برالا کړه چې په ډېر کم وخت کې د لر او بر ولس جانان وګرځېده. دی په خپل دريځ کې دومره سپيڅلی پاتې وو چې د هر افغان زړه ته یې لاره پيدا کړه. ګیله من ډېر ځوانمرده وو خو ما سره یې لږه شان ناځواني هم کړې وه. ما د یوټیوب مرکې لپاره اماده کړی وو، دلته مې ځان تیار کړه، سټوډیو مې برابره کړه، هرڅه برابر وو خو دا ځوان په عین وخت کې داسې تری تم شو چې تا به ویل نه ما پېژني او نه یې هم کومه وعده راسره کړېده. خو زه ترې خپه نه وم ځکه یاري د زور خبره نه ده. د ژورنالیزم په نړۍ کې داسې کیسې عامې دي، خبریال باید له چا خوابدی نه شي.

خو د هغه ټپي کېدو او شهادت يې دومره وژړولم چې اوس هم زړه مې ډک دی او له غږ څخه مې تاسو محسوسولی شئ. ګيلمن ځوانيمرګ شپږ خويندې نه درلودي، په ميلونونو افغانې پښتنې خويندې يې تر شا په وير کينولې، او دا يې په خپل مرګ ثابته کړه. مرګ يې دومره ښايسته کړ چې زه باور لرم له دې وروسته به زما د وطن هر بچی او بچۍ د داسې ښايسته مرګ ارمان په زړه کې ساتي. روح دې ښاد وي او ياد يې تل پاتې.

نن سهار مې د شوپرک په نوم سانده ورته ليکلې:

شوپرک

عمر دې لنډ د شوپرک په شانتې

خو د جمال او د کمال نه ډک وې

تا بس الوت غوښتو ګناه دې دا وه

او دوی په موټي کې بندي ساتلې

ښایست دې خپله درته غم شو کنه

دښمن دې مار شو او لړم شو کنه

په شین اسمان له بارانه نه وروسته

ته لکه زېړه زرغونه ښکارېدې

څنګه یې بوټی نه راوشکولې

ته خو لا پوخ نه وې اومه ښکارېدې

ته لکه خوب د پښتنې پېغلې یې

احساس دې شته خو یادول دې ګران دي

ته د لومړۍ مینې د درد په شان یې

قسم په خدای چې هېرول دې ګران دي

ناجیه معصومي:

واقعا سخته اوونۍ وه. ټولو ته تسلیت وایم. شهید ګیله من یو اتل و خو کله چې د ده پر ژوند خبرې کوو یوه بله اتله هم باید هېره نکړو هغه د ده مور بي بي ده. د ګیله من د ژوند شرایط لکه ډېرو نورو افغانانو سخته ول خو د ده مور دی د ازادۍ او انسان دوستۍ له فکر سره وروزه.

کامله عزیزي:‌ 

ډېره دردناکه اوونۍ وه خو تر ټولو مهمه دا ده چې د ده مبارزه باید هېره نه شي او په تاریخ کې ثبت شي. د انساني ژوند لپاره مبارزه باید له ده زده کړو.

رابیا سپین رخسار مې تور شو ورک لالی دی

د شپېتو بړېڅو ورځ په ورځ کمی دی

له عالمه به مې زړه ولې تور نه وي؟

تا په سپین کفن پټ کړی تور پیکی دی

زموږ ژبې سرو سکروټو را سېځلې

پاچاهي ده د سخوندر مست سامیری دی

عزرائیل به دي اروا وړي کومې خواته؟

چا منلی کله لا هم ستا مرګی دی

زور دي نه کمېږي هغسې لا مست یې

د لالي غمه چاړه د زبردست یې

ستا دي پټې د ابد په خوب وي سترګې

په دې خاوره د هوا په رقم هست یې

څوک له چا دغسي نه درومي ناپامه

ګیلمن یو درنه بیا راشه ګلفامه

دا بیرغ ستا له اوږو پرته بې رنګه

خلاص دي څنګ کړ د کږو زلفو له دامه؟

د ادکي زړه دي زموږ سینو ته راغی

ستا اروا به څنګه پاته شي ارامه

په خبرو دي عالم عالم مدهوش و

شرابي ځواني دي چا توی کړه له جامه

خدای راکړې زموږ برخې څه سپېرې دي

بوري، وراري، کونډي ټولې پښتنې دي

د صراط په لاره منډه ترې اسانه

د دیدن دي پاته بس یو څو شېبې دي

له تا وروسته زندګي څنګه خبر یې؟

تورې شپې دي شپې دي شپې دي شپې دي شپې دي

تر خوږو کیسو دي ځار بیا تماشه که

ته خو یواري بس یوار غږ راوکه

قافلو کړې لویې لارې نادرکه

چېرته ولاړې د کاروان د سر هلکه؟؟؟

نعیمه غني:

د ګیله من وزیر مرګ د پښتنو د ټولنې لپاره یو لویه ضایعه ده. پښتانه په دې حساس وخت کې داسې کسان له لاسه ورکوي چې کولی یې شوای په خپل فکر سره ډېر خلک پر ځان راټول کړي او خلکو ته د یو لارښود په توګه واوسي چې دا واقعا د اندیښنې او خپګان وړ خبره ده.

شفیقه خپلواک: 

زه چې د شهید ګیله من پر ژوند فکر کوم د هنر تعریف زما لپاره بدلېږي. هنر یعنې څه؟ شعر یعنې څه؟ همدا هنر دی، همدا شعر دی چې د زرګونو خلکو فکر بدلوې. موږ ته یو قوی تحریک پکار دی موږ يو اوږد مزل مخته لرو. ځینې خلک به وايي چې ولې دا مبارزه نتیجه نه لري حقیقت دا دی چې  هر څه یوه پروسه لري،  مبارزه باید وشي،  د دې لپاره نه چې موږ به په خپل ژوند کې ښې ورځې ګورو، د دې لپاره حداقل راتلونکی نسل به اسوده وي.

معصومه غرنۍ: 

د ګیله من ورور په هکله به زه دومره ووایم چې ګیله من یو ملي، مبارز او انقلابي شاعر و چې په ډیر جراءت سره یې د پښتنو غږ جیګ کړی و او د زړه له تله او اخلاص یې په دې لار کې مبارزه کوله .زه فکر کوم چې د ده د مبارزې د اخلاص پایله دا وه چې له  شهادت نه وروسته یې ډیر شناخته او ناشناخته خلک  ودردول، وژړول راویښ کړل او متحد کړل. له ګیله من ورور نه به زما خاطره دا وي چې د هغه د شاعرې او خبرو ویډیو ګانې به زمونږ په کور کې په تکرار تکرار لیدل کیدې او اوریدل کیدې روح یې ښاد ، یاد یې تلپاتې او لار یې روښانه.

سندرماره ټپه ماره اوړکیه څه شوې

ګیله منه قام دې ویښ کړو ته ویده شوې

ستا د سرو وینو په رنګ کې داسې څه وو؟

چې ګلاب ګلاب په زړونو کې مونده شوې.

هیله پسرلی:

د شهید ګیله من ژوند او شهادت موږ ته دا راښايي چې په ۲۱ مه پېړۍ کې د خواله رسنیو له برکته د مبارزې بڼه بدله ده او که هر څوک وغواړي د حق لپاره خپل غږ پورته کولی شي. ګیله من نه د کوم خان  زوی و او نه هم د کوم سرمایه دار زوی و خو د دې لپاره چې د خپل ولس غږ یې پورته کړ په لکونو خلکو واورېده او د ډېرو فکر یې بدل کړ. انساني ژوند د هر انسان حق دی او هغوی چې انساني حقونو لپاره مبارزه کوي د هغوی مبارزه په حقیقت کې د ټول بشریت لپاره وي خو مهمه دا ده چې دا مبارزه هېره نه شي او مستنده شي. ځیني دردونه باید جاویدان شي، جاویدان خدای مکړه په دې معنا نه چې باید دوام وکړي جاویدان په دې معنا چې نورو ته باید ووایو چې په موږ څه تېرېږي او راتلونکي نسلونه باید په دې پوهه شي چې پر دې خاوره څه تېر شوي دي‌ که موږ ټول عمر په دې تېروو چې زخمونه پټ کړو ټکور به له کومه کوو؟

په دوهمه نړیواله جګړه کې په اروپا کې پر یهودو ډېر ظلم وشو؛ بې کوره شول، بې وطنه شول، بې پته شول،  قتل عام شول..‌خو له نړیوالې جګړې ورروسته یهودو خپل درد پټ نکړ بلکې جاویدان یې کړ، فلمونه یې پرې جوړ کړل، کتابونه یې پرې ولیکل او پر دوی شوی ظلم یې دومره ‌ډېر له جزییاتو سره بیا بیا  یاد کړ چې تقریبا ټوله دنیا د دوی په غم کې ځان شریک احساسوي. موږ باید له ځانه وپوښتو چې له خپلو دردونو سره څه کوو؟ ولې پر موږ تېر شوی ظلم په حافظو کې نه پاتېږي؟ څرنګه روان ظلم او مبارزه مستنده کړو؟

ځینو دوستانو ته ممکن فکر ورپیدا شي چې مبارزه خو مهمه ده خو زموږ په وس کې ډېر څه نه دي؟ ګومان کوم دا ډېر سم فکر نه دی. مبارزه د سیاست په معنا نه ده او نه هم لازمه ده چې ټول خلک دې سیاسي فعالان ووسي. په خپله ساحه کې که خپل کار سم کوو، څه مو چې په وس کې دي هغه کوو په حقیقت کې مو د پښتنو د‌ ښه ژوند لپاره مبارزه کړې ده او کار مو کړی دی. زه له هغو ټولو مننه کوم چې پر شهید ګیله من یې لیکل وکړل، شعرونه یې ورته ولیکل او د ده انځورونه یې وکښل. همدا مبارزه ده څه مو چې په وس کې ول ومو کړل.

د حق لپاره درېدل اسانه نه وي او نه هم د یوې ټولنې بدلول د لنډ وخت کار دی.  باچا خان ۳۰ کاله او  نلسن ماندلا ۲۷ کاله په زندان کې تېر کړل. تېره اوونۍ سخته وه ډېره سخته وه خو  ناهیلې کېږو به نه  کار به کوو. ناامیدي اسانه فیصله ده، کار سخت مسولیت دی. ناامیدي هېڅ نه بدلوي خو  شهید ګیله من رازده کړل چې هغوی چې کار کوي یوازې ژوند یې نه حتا مرګ یې هم فکرونه بدلوي.

ملاله کلیواله: 

ګیله من شهید ته!

له تا وروسته په وطن خواره ګردونه

له تاوروسته ټوټه شوي دلته زړونه

له تا وروسته چې سندرې کله اورم

لکه ویر راته ښکاریږي سرودونه

له تا وروسته د بیرغ برقا پيکه ده

له تا وروسته یې تت شوي دي رنګونه

چې مې شرنګ په سپينو لیچو بنګړي وکړي

راپه یاد شي ستا په پښو کې ځنځيرونه

له تا وروسته په لفظونو ده مور بوره

له تا وروسته دي بې خونده غزلونه

منزه غفورزۍ: 

بیا شو ماتم جوړ د پښتنو په ټول وطن

غلې یې نغمې شوې بلبل لاړه له چمن

تا کړه لر او بر ناره له کوره د دښمن

ولړزېد له وېرې په کابل کې هر بدن

لاړلو کاروان د منظور بې شوره بې یاره شو

غږ وشو چې نشته نور زمونږه ګیله من

تا یې د ضمیر په ویښولو خپل سر کېښوده

دوی ته غیرت رانه وست ستا بند او ستا کفن

بس یو مېړنی و چې یې هره خور ګټلې وه

اوس به چاته ژاړو؟ چاته نیسو به لمن؟!

اغلې شریفې فیضي پر تار او ستنه د شهید ګیله من انځور جوړ کړی دی.

سهیلا کامران پر پنسل د شهید ګیله من انځور کښلی دی.

پای،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب