پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد اوبو او انرژۍ وزیر له بهرمېشتو متخصصانو وغوښتل چې هیواد ته...

د اوبو او انرژۍ وزیر له بهرمېشتو متخصصانو وغوښتل چې هیواد ته ستانه شي

تاند (شنبه، د اسد ۱۳ مه) د طالبانو د انرژۍ او اوبو له افغان متخصصانو وغوښتل چې بېرته خپل هېواد ته ورشي.

عبداللطیف منصور، چې نن (شنبې) په کابل کې په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې، ومنله چې ځینې کارپوهان اندېښنه لري چې طالبان به غچ اخیستونکی چلند ورسره وکړي، خو ویې ویل چې دوی باید د طالبانو د مشر عمومي عفوې په پام کې ولري.

عبداللطیف منصور د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري غونډې ته همداراز وویل چې حکومت پر افغان کارپوهانو ډېرې پیسې لګولي دي او که وغواړي افغانستان ته راستانه شي، په حکومت کې برخه واخلي، دوی ته باید د باعزته راستنیدو زمینه برابره شي.

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر په داسي حال کې له بهرمېشتو متخصصانو هیواد ته د راتلو غوښتنه کوي چې په داخل کې اکثره متخصصان له لوړو چوکیو ګوښه کړل شوي او ځای یې ملایانو ته ورکړل شوی دی. حتي د یو شمېر کلینیکونو او روغتونونو ريیسان یې هم د ډاکرتانو په ځای ملایان ګومارلي دي.

6 COMMENTS

  1. هغوی چی همدا اوس کابل کی ژوند کوی تخصص او کاری تجربه لری، د اوبو او د بندونو متخصصان د هغوی څه قدر شوی؟ د انچنیرانو او متخصصینو پر ځای خو ټول ملایان کار کوی نو کار پوهان به څنګه هیواد ته ولاړ شی هلته چی انسان د یوه جاهله او بیسواده طالب څخه توهین کیږی چی ته ږیره نلری او سر دی ولی لوڅ دی. خرکُسه: هیواد کی د ژوند لومړنی سهولتونه نشته، د تعلیم دروازی مو بندی کړی خلک ټول په تیښته کی دی څنګه درشی؟

  2. تالب ګله نظر ډير ښه نظر ده د دیرو افغاني متخصيصينو دا ارمان ده چي درشي او دوتن په پر مختگ کي فعاله برخه واخلي خو تاسي اول بايد د ژوند کولو امکانات موږ ته برابر کړي موږ کورني لرو ماشومان لرو د غوی ژوند کول په افغانستان کي موږ ته کوم مشکل نده خو زموږ نجنوني بايد مکتب ته لاړي شي عالي زده کړي وکړي چي ټولنيز مشکلات مو حل تاسي يواځي د پروژو دپر مختگ په غم کي ياسته نه دانسانانو د زدکړي او پوهي. داسي زه نه غواړم چي لوراني مي له الماني مکتبه وباسم او ستا تور تم يي درولم موږ يواځي په المان کي ډيري افغاني ميرمني لرو هغه معلماني دي ډاکتراني دي انجنيراني يعني داسي علمي برخه به نه وي چي زموږ تورسري هلته د يوي متخصيصني کار نشي کولای نران خو پيريږده چي شمير يي زرهاوته رسيږي.
    ستا تور تم ته نه درزو نه ړرزو تر څو چي تاسو نجونو ته د زدکړي حق بي قيد او شرته نه وي ورکړي او بس.

  3. د اوبو او برښنا وزیر عبدالطیف منصور یو معقول شخص دی ، خو په یوه ګل نه پسرلی کیږي .
    هېوادوالو ته به یاد وي چې د افغانستان یو تکړه او مجرب انجنیر ټالبانو نیولی وو او له ده پوښتي چې تا ولې د افغانستان اسلامي جمهوریت سره همکاري کوله ؟
    هغه ورته وایی ، چې زه یو افغان او د خپل هېواد انجنیر یم او زه خپل هېواد ته خدمت کوم . په دې ځواب سره پر هغه مظلوم انجنیر له هرې خوا د مرمیو باران شروع کیږي او د شهادت لوړ مقام ته رسیږي .
    په ټالب چې اصلا دوی د پردیو نیابتي عسکرو دنده اجرا کوي ، یوه لحظه هم اعتبار نشته . ځان ساتل هم فرض عین دی.
    الله تعالی د ټول افغانان د ټالب له خیر او شره په امان کې ولري .

  4. وه متخصصانو تاسې هیواد ته ستانه شئ خو لوڼې مو دلته د تعلیم حق نلري… هههه…. طالب فکر کوي چې ملت یې پټ نيت او د وطن دښمنه سیاست نه پيژني.

  5. منصور صاحب!
    لکه چي ومولیدل ورانول آسانه او جوړول یا آبادی ډیر سخت کار دی خو مع الاسف بدی پیښې ډیری وشوی اوس اعتبار هم ډیر سخت دی ،کوم وروڼه چي شهید مولوی نصرالله منصور پیژنی ستا خبره هم منی،خو د انجنیرانو او متخصصینو ساتنه او قدر شناسی ستا د وزارت لپاره ډیره اهمه او لوړ اهمیت لری ځکه ته کولی شی د اوبو د ښه مدیریت له لاری افغانان وطن ته راستانه او په خپل کور عزتمند ژوند ولری او د ناکسانو له منت او ذلت نه یی دخلاصون سبب وګرځی او دا کار فراخ تلاش او مشوری د متخصصینو او اهل کار ته شدیدا اړتیا لری ایکاش موږ شهید منصور او شهید یاسر غوندی مشران او مشاورین درلودی خو بیا هم په لویه انسانی ،افغانی او اسلامی دایره کی اهل د کار سره نژدی دی او په امت کی ډیر کارآمد عناصر موندل کیدی شی خو سالم فهم ،مومنانه زیرکتیا او تخصص غواړی او نباید تنظیمی کړیو او کړو باندی یوځل بیا ځان ملوث او تجربه کړو .

  6. افغانستان یو تکړه چپراسی ته هم ضرورت لری پاتی شو د
    E مساوی پهCM مربع
    موږ په یوویشتمې پېړۍ کې ژوند کوو!
    انرژی او اوبه موږ پسې ګرځی خو موږ ورڅخه په وچ سیاست کې ورک یو. دافغانستان اوبه او انرژی مستقیما اقتصاد ی روبنا ده عبداللطیف نظری ته ضرورت نه لری چې موږ ته اورګانیک اقتصاد څخه ګړیږی.
    پوهه ټوله راوتلې له مغزو ده
    هسې نه چې په دې ډیرو کتابو ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب