جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبد علم په باره کې زموږ تصور/ اسدالله غضنفر

د علم په باره کې زموږ تصور/ اسدالله غضنفر

 که غواړو چې د یوه مفهوم په باره کې د خلکو تصور او قضاوت معلوم کړو، یوه لاره دا ده چې وګورو چې دغو خلکو په خپله ژبه کې یاد شوی مفهوم له څه شي سره تشبیه کړی دی.

 موږ په خپله ژبه کې علم له څه سره تشبیه کوو؟ په دغو تشبیهاتو باندې غور به مو څه نا څه پوه کړي چې په ټولنه کې د علم په باب څه تصورموجود دی. زما په نظر په پښتو کې د علم درې تشبیهات ډېر مشهور دي: علم دریاب دی، علم خزانه ده او علم رڼا ده.

 کله چې علم د دریاب غوندې تصور کوو، منظور مو دا دی چې علم ډېر لوی او مرموز دی. د دریاب په زړه کې ملغلرې پرتې وي. دغه ملغلرې په زحمت راایستل کېږي.

 که غوټې پسې وهې په لاس به درشي

 چا وې دا چې په دریاب کې ګوهر نشته

البته ، یو څوک به ډېرې غوپې ووهي خو ملغلرې به په ګوتو ورنه شي. مطلب دا چې د علم په حصول کې بخت هم خپله برخه لري. یو طالب العلم به ډېر زحمت باسي خو څه به یې نه زده کېږي.

د دې تصور عیب دا دی چې علم تر بنیادم ډېر لاسبری ښیي. دغه تصور د عامو خلکو او د علم د انکشاف په ګټه نه دی خو د عالمانو په ګټه دی. څرنګه چې علم دریاب دی او ډېر لوی دی نو عالمان چې په دې خوني سین کې غوپې وهي، ډېر لوی کسان دي او دغه عظمت د یوه نیم کس په نصیب کې وي. که علم ډېر پېچلی او مرموز وګڼو، ډېر کسان به یې له زده کړې نهیلي شي او د هغو کسانو شمېر به کم شي چې د علم په پرمختګ کې برخه اخلي.

 په یو بل تصور کې علم له رڼا سره تشبیه کوو. رڼا په تیاره کې لاره راښیی. مانا دا چې د پوهې په مرسته د ښه و بد او سم و ناسم توپیر کېږي. رڼا که د څراغ او ډیوې وي، د بنیادم د یوې وسیلې حیثیت لري او په کنټرول کې وي خو که د لمر یا سپوږمۍ وي، له کنټروله وتلې ده، مګر د دریاب خاصیت نه لري چې خوني څپې یې کله کله تکړه لامبوزن هم غرقولای شي. ابلیس د هغو عالمانو مشهور مثال دی چې غرق اوګمراه شول. د فلسفې په شمول هغو پوهنو ته چې شکونه پیدا کوي، زموږ په پخوانو تعلیمي ادارو کې په ښه سترګه نه دي کتل شوي. په نولسمه پیړۍ کې په هندوستان کې د دیوبند مشر، مولانا راشد احمد ګنګوهي د مدرسې له درسي نصابه فلسفه وایستله او خپل طالبان یې د هغې له لوستلو په ټینګه منع کړل.

له رڼا سره د علم په تشبیه کې مثبت اړخونه زیات دي. شاید همدا وجه وي چې په اوسنۍ زمانه کې د علم رڼا یا د پوهنې رڼا تشبیهي ترکیبونه زیات اورو او د علمي ادارو په نشانونو کې له څراغ او ډیوې زیاته استفاده کېږي.

 د علم خزانه د پوهې په باره کې زموږ د تصور ځینې نور اړخونه راښیي. خزانه د تېر شوي وخت وي، پټه وي، ډېر ارزښت لري خو د دریاب او رڼا برعکس ختمېدلای شي.

 زموږ یوه انګېرنه دا ده چې په لا پخوانو او شړېدلو پاڼو کې لا لوی حقیقتونه پټ دي. خزانه هم پخوانۍ وي او په ویرانه کې وي. که یو څوک خزانه ومومي، هڅه کوي چې بل ورباندې خبر نه کړي. له علم سره زموږ چلند تر ډېره حده تر اوسه پورې همداسې دی. څه چې مو زده وي هغه پټ ساتو چې هسې نه تاوان وکړو او خزانه تمامه شي. بقراط چې شاوخوا دوه زره څلور سوه کاله پخوا اوسېده او د طب د علم پلار یې بولو، طبیبانو ته یوه قسم نامه برابره کړې ده چې په یو څه بدله بڼه یې تر ننه پورې د طب فارغان لولي او هغوی ژمنه څرګندوي چې په قسم نامه کې راغلي اصول به رعایتوي. د بقراط په اصلي قسم نامه کې دا هم راغلي دي چې د طب د علم فارغ به ژمنه کوي چې دغه پوهه به له خپلو زامنو، د خپل استاد له زامنو او وفادارو شاګردانو پرته بل چا ته نه ورښیي. د علم په عامولو کې بخل که له یوې خوا اقتصادي اړخ لري، له بلې خوا ورته رواني دلیل موندلای شو.هغه شی چې کم وي، پټ وي، مرموز وي او محدود وي، اثر یې زیات وي. په تېرو زمانو کې چې علم له جادو او خرافاتو بېل نه و، د علم او عالم روحي اغیز خاص اهمیت درلود. زموږ په کلتور کې تر اوسه پورې علم د خزانې غوندې مرموز تصور کېږي چې یوازې ځینې کسان د دې راز څښتنان دي او پکار هم نه ده چې هر څوک ورنه خبر شي. په افغانستان کې د مارانو دمګر وایي چې : به اجازه اخوند زاده صاحب بټي کوټ. یا : به اجازه اخوند موسی صاحب. دوی ولې له اخوند موسی صاحبه اجازه غواړي؟ ځکه چې علم باید د خاصو کړیو په ولکه کې وي او له بقراطي تصور سره سم یې هر څوک د استفادې اجازه ونه لري. که د اخوند موسی اجازه په منځ کې نه وي، دم به د عامېدو په نتیجه کې هم له روحي او جادویي اغیزه خالي شي او هم به د دمګرو د کورنۍ له انحصاره ووځي او د هغوی کاروبار به خراب شي.

 په اوسنۍ زمانه کې چې د انسانانو په برابري تاکید کېږي، د علم زده کړه عامه شوې ده. اوس هرې نجلۍ او هلک ته د زده کړې حق منل شوی دی. علم اوس خزانه نه ده بلکې د هوا او رڼا غوندې ټول بشریت ورنه د استفادې حق لري. دغه راز د علم او خرافاتو د بېلوالي په نتیجه کې د علم د مرموزوالي روحي اغیز بې اهمیته شوی دی. له بلې خوا په اوسني تصور کې علم د انکشاف په حال کې ګڼل کېږي. مانا دا چې تر پرونیو ننني او تر نننیو سباني ډېر پوهېږي.

 خو زموږ په تصور کې علم تر اوسه پورې تر ډېره حده خزانې ته ورته دی. عالمان مو له پخوانو کتابونو سره لا زیاته دلچسپي ښیي او د خپلې پوهې د عامولو غم ورسره نشته ، بلکې برعکس کوشش یې دا دی چې د خپل اهمیت د ثابتولو لپاره اسانې خبرې هم پېچلې کړي او خلکو ته ووایي چې :

 وین سعادت به زور بازو نیست

تا نه بخشد خدای بخشنده

3 COMMENTS

  1. محترم غضنفر صاحب ستاسو نظر او ليکني ته په بشپړ احترام سره پدي اړه چي علم خزانه ده، زه داسي آند لرم:
    خزانه په عامه مانا سره موږ د ذخيري، ګنج، مجموعي او… په ډول کار وو، دا چي موږ علم ته خزانه وايو، دا شخصي اړخ لري، يانې موږ وايو، کله چي علم اوپوهه يو شخص تر لاسه کړي او بيا يي ذخيره کړي، دا د خزاني مانا لري او بيا وايو، چي علم هغه خزانه ده چي هر څومره يي مصرفوي هغومره زياتيږي، يانې دلته علم د هر شخص لپاره شخصي خزانه او ګنج ګڼل کيږي، نه داچي علم د پخوانيو خلکو څخه په راپاته کتابونو کي دی او يا د پخوانيو څخه راپاته علم ته خزانه ووايو، زه پدي باور يم او زه هم کله چي دا اصطلاح کاروم چي علم هغه خزانه ده چي هرڅومره يي مصرفوي هغومره زياتيږي، زما هدف هم ورڅخه داوي، چې علم د هر انسان لپاره د معلوماتو مجموعه او ګنج دی، چې د هر انسان خزانه نسبت بل ته توپير لري، شونې ده چي د يوه انسان د علم خزانه زياته او د بل ده کمه وي.

  2. د استاد د نورو لیکنو په څېر دا هم جالبه او له نویو مالوماتو ډکه ده. پوهه رښتیا هم تر پرونه خزانه ګڼل کېده خو نن سبا موږ هم د نورې نړۍ غوندې د اکسېجن په سترګه ورته ګورو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب