جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبخوب وینم عالمه.... / احسان الله درمل

خوب وینم عالمه…. / احسان الله درمل

د دوه زره دویم کال جنوري ده، پوهاندان، پروفیسران، پوهنوالان، متخصصین ټول پر صحت عامه وزارت ورمات دي او په ښیښو کې لګیدلي اعلانونه لولي. ټول تر یو بل وړاندې کېږي، سپین ږیري پروفیسران عینکې په رومالونو پاکوي او تر نورو ډېر په کش کې دي، ګویا زیات حقدار دوی دي. ځوان ډاکتران ډلې، ډلې کېږي او پسپسي کوي، چې سپین ږیري نور نو باید له صحنې ایسته شي، راتلونکی زموږ دی، دوی به پنځه کاله وروسته د کار حوصله نلري، ښه ده، چې ځوانان لاړ شي او له زیاتې انرژۍ سره بېرته راستانه شي، پدې توګه به ډېر عمر خدمت وکړای شي. د ولسمشر په حکم کې راغلي، چې دوه سوه تکړه، ډاکټران دې امریکا، هند، کاناډا او نورو پرمختللیو هېوادونو ته د تخصصي زده کړو لپاره لاړ شي، دوی دې یوازې په یوه، یوه وړه رشته کې تر اخري حده وروزل شي، بېرته چې راشي، د ټریننګ لپاره یو لوی روغتون ورته سپارل کېږي، دوی به پدې روغتون کې هر یو د یوې برخې پروفیسر کېږي، وروسته به دوی له ځوانو ډاکترانو نه ازموینه اخلي، هغوی به د خپلې خوښې رشتو ته ځي او په دې توګه ممکن په راتلونکو لسو کلونو کې افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په کچه لوی ډاکتران ولري.

د دوه سوه کسانو لپاره شرایط ټاکل شوي، عمر، طبي پوهه او ژبې. د جنوري لسمه نیټه د ازموینې لپاره ټاکل شویده، ټول ډاکتران دې، خپل اړین ډاکومنټز تر پنځمې نېټې وړاندې وزارت ته وسپاري، پر اوومه نیټه د هغو کسانو لېست اعلانېږي، چې شرایط یې پوره کړي او په لسمه نېټه به ازموینه وي. په اوومه نېټه د پنځوسوو کسانو نومونه په لېست کې راووتل، په لسمه نېټه د ازموینې اعلان لګېدلی او له دې پنځوسوو به دوه سوه کسان غوره کېږي. ځه شکر ډیری نومونه د ځوانانو دي، ښایي دوی ډېر څه زده کړای شي. ورک صیب مې ولیده ورته مې کړه:

–         څنګه شوې ورک صیب؟ خوشال خو مالومېږې.

–         والله امریکا ته یې د کارډیولوژي لپاره غوره کړی یم، پنځه کاله ده، یاره ښه سندرمار مسلک دی.

–         ښه ځه شکر، مبارک شه، ډېر خوښ شوم، نو کله ده د تګ نېټه له خیره؟

–         بس څومره زر چې کېږي، ویزه او پاسپورټ یې غوښتي، تر راتلونکې میاشتې باید ځانونه هلته ورسوو، دا کال مو هم د پروګرام برخه ده.

–         والله عجیبه ونشوه؟

–         یاره د ناصري صیب خبره د خانه اوبادي زوی د لومړي ځل لپاره نښه ووېشته.

–         تر تګ وړاندې به یوه شپه سره کېنو، چې موسیقي خو واورو.

–         هارمونیه مې پیدا کړې، دانش لالا، ناصري صیب او ټول دوستان راخبروو، بېغمه اوسه، فون درته کوم.

–         چې هېر مې نکړې، تر هغې دې په خدای (ج) سپارم.

–         مننه، زه ځم چې کارونه مې زر خلاص کړم.

****

د دوه زره شپږم کال د ډسمبر شلمه نېټه ده، پنځه ورځې وروسته د دوه سوه روزل شویو ډاکترانو د راګرځېدو نېټه ده، نن ولسمشر هغه لوی روغتون افتتاح کوي، چې د شیرپور په ټوله ځمکه کې جوړ شویدی. دا  نو روغتون ندی، یو خیالي تاج محل غوندې دی، دا ځای امریکایي ډونرانو د روغتون لپاره غوره کړی و، بیا وزیران، وکیلان او نور چارواکي د ولسمشر د حکم په احترام له دې ځایه تېر شول او ساحه یې روغتون ته خوشې کړه. پنځه کاله کېږي، چې پر دې روغتون کار روان دی، ټول وارډونه یې بېل، بېل دي. تشخیصیه برخه یې خورا لویه ده، چې ټول پرمختللي معاینات پکې ترسره کېږي. د وارډونو نقشه یې داسې اچول شوې، چې که له الوتکې یې ووینې نو په انګلیسي تورو د افغان ټریننګ هسپتال منظره ورکوي. دا دی، په تلویزون کې د روغتون د افتتاح مراسم دي. د روغتیا وزیر د ولسمشر تر څنګ ولاړ دی او د پټۍ پرې کولو مراسم تر سره کېږي. لوی سټیج تیار دی او اوس ولسمشر د روغتون په اړه وینا کوي:

( وروڼو، خویندو، د کابینې غړو، وزیرصاحبانو او ګرانو میلمنو، اسلام علیکم، خدای مو راوله، خدای مو راوله!

پنځه کاله وړاندې ماته په روغتیایي چارو کې زما مشاور وزیر صاحب یوه ډېره نیکه مشوره راکړه، مشوره ددې روغتون په اړه وه، چې موږ باید په خپله خاوره کې یو داسې لوی روغتون ولرو، چې هم له هرې خوا مجهز وي او هم پکې زموږ ځوان ډاکتران وروزل شي، ددې کار لویه ګټه دا په نظر کې نیول شوې وه، چې افغانستان په راتلونکو لسو کلونو کې د روغتیا په برخه کې پخپلو پښو ودریږي او نور نو زموږ مظلوم هېوادوال، د پاکستان، هندوستان او نورو ګاونډیانو له احتیاجه خلاص شي. ما د دې کار لپاره له امریکایي ډونرانو سره خبرې وکړې او هغوی دا پروسه پرته له کوم دلیله په ورین تندي ومنله، پدې توګه زه له ټولو هغو مرستندویانو مننه کوم، چې په افغانستان کې د زیربنایي کارونو په پرمختګ کې مرسته کوي، افغانان به هېڅکله د دوی مرسته هېره نکړي. څو ورځې وروسته به انشاءالله زموږ ځوان ډاکتران له نوې عصري طبي پوهې سره راوګرځي، دوی هر یوه په زړه، دماغو، سږو، پښتورګو، معده، ینه، هډوکو، سترګه، غوږ، پوزه، مریو او نورو او نورو برخو کې تخصصي زده کړې کړیدي. ما د خپلو سفرونو پر مهال دوی له نږدې ولیدل، ډېر بااستعداده وو او انشاالله د افغانستان د طبابت راتلونکی به دوی جوړوي.

خو دا زموږ اخره مرحله نده. اوس نو د دې دوو سوو کسانو مسوولیت پیل کېږي، چې د ځان په څېر په زرګونو نور ځوان ډاکټران وروزي، موږ به یو، یو وارډ د یو، یو ډاکتر په نوم ونوموو، بیا به هغه ته صلاحیت ورکړو، چې د خپل وارډ لپاره د سالم رقابت له مخې ډاکتران جذب کړي او له هر یوه سره پنځه کاله نوره خواري وکړي، چې خپله راوړې علمي سرمایه نورو ځوانو ډاکټرانو ته انتقال شي. موږ غواړو، چې د هر وارډ مشر په کال کې اقلا پنځوس نوي ډاکټران ورجذب کړي او په دې توګه به په کال کې لس زره ځوان ډاکټران د تخصصي زده کړو لپاره جذب شي. په راتلونکو پنځو کلونو کې باید د افغانستان طبابت دې حد ته ورسېږي، چې نور نو زموږ له پولو نه زموږ مظلوم هېوادوال د صحت لپاره وا نه وړي. هغه پیسې چې افغانستان یې هر کال ګاونډیو هېوادونو ته د صحت لپاره ورکوي، باید دلته زموږ په هېواد کې په تعمیري او روغتیایي چارو مصرف شي. زموږ راتلونکی پلان د دوایانو د یوې لویې او سټنډرډ کمپنۍ جوړیدل دي، چې په افغانستان کې د بې کیفیته درملو د استعمال کچه راټیټه شي. زه به له راروانو ډاکترانو سره یوه ناسته جوړه کړم، د هغوی خاطرې او لاسته راوړنې به واورم او بیا به د دې روغتون د پرمختګ لپاره له هغوی سره په ګډه یو پلان ترتیب کړو. ټولو ته دې مبارک وي، خصوصا د عامې روغتیا وزیر صاحب ته، خدای مو راوله!)

****

د دسمبر پېنځه ویشتمه ده، ډاکتران، عام خلک او د تللیو ډاکترانو د کورنیو غړي، په کابل هوایي میدان کې راټول دي. نن د ټولو ډاکترانو د راتګ ورځ ده، له خلکو سره په لاسونو کې د ګلونو امیلونه دي او د ډاکترانو د هرکلي لپاره راز، راز ډالۍ. د روغتیا وزیره له خپل ټول جاه و جلال سره د ډاکترانو لپاره ولاړه ده. هغه دي، ټول له خپلو بکسونو سره راروان دي، ورک صیب څومره ښکلی شویدی، اوهو له لیرې ښکاري، ته صبر چې ورمنډه کړم.

–         په خیر، په خیر ورک صیب نه رښتیا وبښه اوس نو متخصص صیب!

–         د طنزونو وخت ندی، دا بکس مې دروند دی، در نیسه یې، او رښتیا ناصري صیب نه وو؟

–         ټول راغلي ول، خو ستاسو راتګ وځنډېد، بیا نو ګالو ته ولاړل، وې یې چې راورسېږي، موږ ته ووایه.

–         ښه خیر سره وبه ګورو، نور نو څه کیسې دي؟

–         کیسې خو ته کوه، څنګه تېر شول دا پنځه کلونه؟ یره سخت جانانه او سندرمار روغتون یې درته جوړ کړیدی، د کارډیولوژۍ وارډ یې ستا په نامه کړیدی.

–         هو خبر شوم، یاره پوښتنه مکوه، بیا به په کراره کیسې وکو، خو په لنډو یې دومره درته وایم، چې ژوند او طبابت مې ایله وپېژندل، زړه نو دا زړه ندی، چې موږ او تاسو یې څلور چمبرونه پیژندل، یاره سم د بغداد ښار دی، په زرګونو لارې او کوڅې لري. اوس نو مسولیت دا دی، چې دا راوړی پیټی دلته ځوانانو ته وروسپارم. هیله ده، چې رسمي کارونه زر پیل شي.

*****

ـ بلې، اسلام علیکم پروفیسر صیب!

–         وعلیکم، راوګرځیدې؟

–         هو والله، په پېښور کې خورا ګرمي وه، په کتابونو پسې ډېر درته وګرځیدم.

–         پیدا شول که یه؟

–         هو اخر پیدا شول، کرنټ دوه زره دیارلس مې پیدا کړ، د برنډوال نوی ایډیشن، هرټس مې هم درته راوړ او ډرګ فور دی هرټ هم دوه زره دیارلس کې اتم ایډیشن راغلی و.

–         یاره خانه دې اوباده، ودې ګټلم.

–         خو زما یو کار به کوې.

–         کوم کار؟ وایه!

–         په تاروجبه کې مو یو ګاونډی و، هغه مې ولیده، د زړه کوم جدي تکلیف لري، وایي په پاکستان کې نه تداوي کېږي، چا ستا ادرس ورکړی و، ما په څه ستونزو تر کابله راورساوه، سبا یې درلیږم، غریب سړی دی، که کار یې وشي.

–         سمه ده، له نهو بجو وروسته مې په روغتون کې موندلی شي، زما شمېره ورکړه.

–         په سترګو، خدای دې ونازوه!

–         مننه

****

زنګ راويښ کړم، اوهو دا خو د روغتون د موټر ډرایور و، لکه ناوخته مې کړ او موټر تېر شو.

دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې.

2 COMMENTS

  1. یره ښکلې او رشتونې ښکاری. طب خو هم خلکو ته ګټه ر سوي او هم ډاکټر تهږ خو اصلي ګټّ به یې داوه چې چې ډاکټر ورک هما غلته امریکا کې پاتې وای

  2. داكتر احسان الله درمل صاحب سلامونه مي ومنه
    ديره شه ليكنه وه افغانستان نن هم فه طبابت كي صفر دي او دولس كاله د خوب فه رقم راباندي تير سول يو سه لز جي فرمختك سويدي هغه هم هر يو فه خفل شخصي مصرف تللي دي او يو سه يي زده كري
    درمل صاحب زما تيليفون دوه واري ورك سو د اكثره همصينفيانو نمبرونه راسره نه سته فر دغه ايميل ادرس تماس ونيسه بيا به خبري سره كوو
    [email protected]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب