شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبشعرتمه / شاعر : نجیب منلی

تمه / شاعر : نجیب منلی

زه یو شلېدلی پاڼ یم

له زمانو راهیسې

داسې ښکارېږي چې یو څاڅکی باران،

یوه نرۍ زلزله،

د باد یوه څپېړه

به مې راوغورځوي

خدای خبر کوم ناپېژندلی لاس مې

د دنګو  څوکو سره

داسې تړلی ساتي

ډېر بارانونه وشول

زلزلې هم تېرې شوې

توپان هم وسې وکړې

زه لا ولاړ یم ګلې

7 COMMENTS

  1. و منلي صاحب ته سلامونه !
    زه یو شلېدلی پاڼ یم ؟ د پاڼ څخه مو هدف څه شي دی،پاڼه او که پاڼ ؟ دغه د شلېدلی صفت ما ته دا سوال پيدا کی٠
    د شعر پر مفهوم او پیغام باندي چي څومره له واقعېته سره اړخ لګوي هم سوالونه لرم خو که د پاڼ په اړه لږ پوه شم
    شايد سوالونه مي جواب سي ٠
    په افغاني مينه

  2. ښه شعر دي.

    . پاڼ پاڼ دي . د شليدلي صفت زما هم ډیر خوښ نه شو، د شعر مانا ډیره څرګنده ده
    د انتقاد وړ وروستې د « ګلې » کلمه ده چي په هیڅ توګه نه شې توجيه کيدلای
    د شعر خوند یې د غزل و سطح ته را ټيټ کړي دي.
    . شعر عالي دی
    [email protected]

  3. ما د افغانانو په تبصرو کې یو منفی تمایل ته پام شوي دي. هغه چې پکې استاد او منلی وي، په هغه باندې شاید لا زیاتې نیوکې وشي او ان کله کله خو یې املا او ژبه هم ناسمه وبللل شي.زه خو داسې افغاني مینې ته حیران یم.

  4. ع توخی وروره ! د شکېدلي پاڼ اصطلاح خو ډېره مشهوره ده، د شعر له قرینې نه معلومیږي ، چې منظور پاڼ دی . زما په نظر ډېر ښکلی شعر دی ، پیغام یې دادی، چې که څه هم څوک کمزوری له پامه راځي ، باید د کمزوري ګمان ورته ونه کړو، کیدی شي هغه د شکېدلي پاڼ په څېر ځپونکی او خطرناک وي… زما په نظر بل عمده پیغام پکې دادی ، چې که څه هم تاسو ته څوک د کمزوري په سترګه ګوري، خو خپل احساس مو پیاوړی وساتۍ، کوم ځواک چې ستاسو په احساس او تلقین کې دی، هیڅوک یې له منځه نشي وړلی ، مګر داچې تاسو یې پخپله په ځان کې ووژنۍ…

  5. د حامدکرزي په نامه د اتحاد علماء افغانستان پرانستی لیک
    دغه علماء او مشايخ خپل په ليک کي يو ځای داسي دعوه کوي وای که يو سړي ووایې چې کافر تر مسلمان په دې يوه کار کي ښه دي چه د مزدور تنخوا نه گرځوي په دې وينا هم کافر کيږي. دغه ټاپې او فتوا وي اوس د هر چا سره په جېبونو کي ور سره دي ، سته داسي انسانان که دي پر دغه پورته خبره باندي استدلال ور سره وکړی او يا پوښتنه در
    ته پیداسوه دکافر او نا مسلمانه ټاپه در باندي وهي دليل يې هم دادی چي دا د شیخ عبدالله الذاکري خبره ده او ذاکري صاحب خو جامع الکمالات دی څوک حق نه لري چي د ذاکري صاحب په باره کي او يا د هغه د فتوا په باره کي پوښتنه وکړي ٠زما موخه داده چي علمي بحثونه او استدلال به د ټاپه ئې او فتوائې کلتور سره نه ګډوو، که چا د موضوع
    د روښانه کيدو د پاره پوښتنه وکړه دستي اسمانونه نړيږي ،منفي تمايلاتو ته منسوب کيږې او افغاني ميني ته دي حیرانيږي ، ښکاره دليل يې هم دادی هغه چې پکې استاد او منلی وي، د هغه په شعر کي تاته سوال څنګه پيدا کيږي،
    ډيره ضعيفه فتوا ده ٠زه يو پوښتنه کوم ايا منلي صاحب خپل شعر دلته تنها ددې د پاره وړاندي کړی دی چي ويې لولو
    او چک چکي ورته وکړو؟
    پرمخ تللي اومتمدن خلګ د علمي جراو بحثونو په نتيجه کي خپلو موخو ته ځان رسولی دی نه د بي اساسه او بې بنسټه
    فتواو په نتيجه کې٠په اخره کې د ګران ورور ملا پیاز ګل جذباتي او اسد سمندر د توضحاتو څخه يوه دنيا مننه٠
    په افغاني مينه

  6. په رښتیا هم چی پښتانه دلویدلی پاڼ په څیر دی هغه هم په دغه اوسنی عصر کی خودښمن چی هرڅومره فکروکړی چی مونږ به نن رالویږو اویا سبا ولی الله ج په پښتنو کی داسی غښتلی خلک را پیدا کوی چی بیرته یی له لویدو څخه ژغوری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب