د لغمان ښایسته ګل ماما د خپل خاص کرکټر په وجه د شهرت کمال ته رسېدلی دی. برسېره پردې چې ځلوبۍ خرڅوي او د ژوند ګوزاره یې د لغمان په ښار کې د ځلوبیو په کړایي کې ایساره ده، خو هېڅلکه هم له سندرو مخ نه اړوي.
د سندرغاړو ښایسته مشهورې سندرې سرچپه کوي او بیا د طنز مالګه او مرچ پرې دوړوي، چې سړی وایي، همېشه مې اورېدلای.
د ښایستو ماما دغه طبع له تېرو ۳۵ کالو راهیسې داسې بهانده ده لکه نه وچېدونکی سیند.
د دواود خان په زمانه کې چې کله جمهوریت راغی، نو یوه سندرغاړي سندره جوړه کړه، چې:
راغی جمهوري نظام وطن لره
ګرانو وطنوالو مبارک مو شه
د طالبانو په وخت کې چې د مرحوم عبدالمنان ملګري له جنازې سره لغمان ته ولاړم، نو ښایسته ګل ماما د جمهوریت سندره په طالبانو پسې سرچپه کړې وه.
یو ملګری په جنازه کې د طالبانو له خشن او غوسه ناک برخورد څخه شکایت وکړ، ښایسته ګل ماما سمدستي د سندرو له کڅوړې یوه نغده سندره پرې را و اېستله او ملګرو ته یې زمزمه کړه.
دا سندره د طالبانو په باره کې وه:
راغی طالب نظام وطن لره
ګرانو وطنوالو کونه ټینکه کړﺉ
ډېرو وطنوالو ټینګه نه شوای کړای، له وطن څخه د فرار ګراف د اسمان لوړو کنګرو ته وخوت، جایدادونه د شلغمو په بیه شول.
افغانۍ د پروړې غوندې بې ارزښته شوه، د بوسو او پروړې بیه تر افغانۍ لوړه وه. تجارت صفر شو، سړکونه کنډ کپر شول او پر افغانستان د ټولې دنیا د مور او پلار عاق شوي لنډه غر را مات شول، ځنګلونه له بېخه ووتل، پر ټول وطن د کلدارې راج او باج خپور شو.
د کندز طلا محمد خادم هم دوې قبضې ږیره ورته پرې ښوده. ډاکتر طلا محمد خادم ږیره نوره هم اوږدوله او ویل یې چې طالبان مو قبول دي، خو دوی دې د پاکستان له کړۍ څخه غاړه غړۍ وباسي، پر دو قبضو ږیره برسېره به درې لویشتې لکۍ هم ورته پرېږدم.
د خوست محمد امین جان خوستي بیا خپله خرېیلې ږیره د هندوانو په زیړ رنګ کې پټه کړې وه، چې د امر باالمروف او نهی عن المنکر څپه به پرې برابره شوه، نو ډېر ژر به یې زیړ دستمال او د کارته پروان د سیکانو د ګوردواري کارت له جیبه را وکېښ او ورته وبه یې ویل:
ملا صاحب، وه شه زه د خیست (خوست) هندو یم، خو د امر باالمروف له څار څخه یې ځان نه شوای خلاصولای، بالاخره ده هم یوه قبضه ږیره پرېښوده.
خبره مې د لغمان د ښایسته ګل ماما کوله، ښایستو ماما په ټولو حکومتونو پسې سندرې سرچپه کړي او بیا یې طنزیه کړې دي.
په خلقیاتو پسې یې هم طنزیه سروکي وویل، د ببرک کارمل لپاره یې هم د ټوکو غړانګې وپنځولې، د ډاکتر نجیب د ملي پخلاینې د پروګرام تنسته یې هم په طنزیه ډانډس باد باد کړه.
په نور محمد تره کي پسې یې د ډګروال عبدالقادر سروکي په ټول لغمان کې مشهور شو. ښایسته ګل ماما ویل، چې بالاخره به ډګروال عبدالقادر د نور محمد تره کي پر خوله باندې شنه مچان ور وبوڼوي.
د ده سروکي داسې وو، چې:
تر بېخه به یې در کړي که اول وو که اخر
ډګروال عبدالقادر
ډګروال عبدالقادر
ماما همدا اوس، اوس یو ځل بیا د ټوکي سندرو پنځولو ته ملا تړلې ده.
د ماما په آند باید چې امنیتي تړون لاس لیک شي، دده خیال دادی چې امریکایانو له سابو او شړومبو څخه د برګر او ساندویچ دسترخوان ته واړولو. اوس باید زموږ برګر، سلاته او د چرګوټي پسته غوښه ولري، چې ژامې پرې ټینګې کړو.
هغه د ابۍ د کټوۍ ورخاړي راڅخه هېر شو، هغه د ابا د دسترخوان سابه او سوکړک اوس نشته، د حکومت د کاتبانو، سرکاتبانو، مامورانو او منصب دارانو جیبونه ډالري شول، د حکومت لښکرې هم په زرو باندې روږدې دي.
د حکومت د دستګاه لګښتونه د افغانۍ همیانۍ تر وس او توان ور واوښتل، لښکرونه په ډالرو چلېږي، دفترونه هم د ډالر شول او زموږ عواید ایله دومره شول، چې وخوره او مه مره.
آخوا بیا طالب مالب او جګړه ده، چې تمویل یې د زرو بهانده سیند غواړي، نو په داسې حالت کې نه شو کولای چې د خپلې همیانۍ زور وازمایو، ځکه داسې ازموینه بېرته هماغه د طالبي انارشېزم حالت ته ورستنېدل دي، چې هېڅوک …. نه شي ورته ټینګولای.
ښایسته ګل ماما دا خبرې بابیزه بولي، چې زموږ معدنیات، ګمرکونه، مخابراتي عواید او د سیمې د هېوادونو مرستې به موږ ته دومره څه په لاس راکړي، چې د امریکایي مرستې تشه صندوقچه پرې ډکه شي.
دده خپله وینا ده، چې ژرنده په کوزو نه چلېږي، بلکې ژرنده یا د اوبو زور غواړي او یا د پیسو زور.
هماغه ننګرهارۍ سندره یې دا ځل بیا سرچپه کړې ده، چې:
په شیدو یې لویوینه یاره نا
وه یاره نا نا نا نجلۍ وړه ده
دده د سرچپه سندرې سروکي د حالاتو نوې ژبې پر بله خوا اړولي او کمپوز کړي دي.
او په کوزو یې چلوینه یاره نا
وه یاره نا نا نا کار ګل جانی دی
کار ځکه ګل جانی دی، چې موږ تر خپله بوریا پښې ور آخوا کړې دي او د سل زره امنیتي قواو پرځای څلور نیم لکه تنخواه داره پوځیان لرو، د پښې پونډۍ مو پر وریښمینه غالۍ پرته ده.
مامورینو ته د لس زره افغانیو پر ځای یو لک تنخواه ورکوو، د خپلې برېښنا پرځای له بهر څخه وارداتي برېښنا ته ناست یو.
مېرمنې ته مو د ګل نګار پر ځای د ترکیې عصري دامن او بلوز ور اغوستی دی، د پلاستیکي کلوشو پر ځای د امریکایي کمپنیو بوټونه په پښو کوو.
په جیب کې ټکه نه لرو او ډنډه د خره ګرزو، دا هر څه هغه حالت دی چې سر دې سیند ته کړم او بېخ دې غ … ته کړم، نو کوم خوا زور وهې؟
دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې.
له خندا د مړ کړم
قانع اباد او ودان اوسې
ګرانه قانع صاحب الله ج مو له بدو سترګو او دبهرنیو جاسوسانو د شر او فساد څخه په امان کی لره. ستا لیکنی دافغانستان داوسنی حالت یو په ژړه پوری او تحلیلی انځورښکاره کوی،چه هم د تاریخ لیکونکو او هم دهغه چا لپاره دټولنی د پیژندنی سره مینه لری ډیر ښه منبع ده.دځنو حالاتو پرته چه په هغه کی د خپل او پردی توپیر هم نه کوی او ددی پر خای چه ددښمن ماغری مات کړی په خپلو دکوتکو باران پیل کړی چه هغه ستا لیکنو ته،په داسی حال کی چه نور دښنه هم ډیر دی ضررناک دی. .
یاره قانعه جانه د خندا دی مړ کړم. خدای دی تل خوشحاله لره. تر ټولو په زړه پوری خو یی هغه وروستنی متل وو چی سړی یوی خطرناکی خوا ته زور وهلو ته مجبوره کوی
قانع صاحب! و دي خندولم. قاتلینو، اسلام پلورنکو، او وطن فروشانو ته ستاسو لیکنه بې ادبي ښکاري او د کړو خیانتونو وروسته غواړي چي جبیره د امریکا سره د تړون په نه کولو وکړي. یعني پسله ګوزه چارزانو. دوی به چارزانو هم کښیني خو ګوزونه به یې دوام وکړي.
خپلو مسلمانو هیوادوالو ته وایم چي د اسلام د قاتلو ټېکه دارانو پر چارزانو خطا نه وزي. .
قانع صاحب په زړه پوری لیکنی کوی خو کله کله پکی غیر اخلاقی کلمی کاروی زما په اند دا عمل به د پښتو ادب زیانمن کړی