پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeادبشعرد فرید باراني نوي شعرونه

د فرید باراني نوي شعرونه

زړه مې خپګان نیولی
خدای خبر چیرته یې وړي
دا مړاوې روح به مې آخر ووژني
په دې تنها دنیا کې
د واټنونو په ساړه ذهن کې
ما د بې خوبه بې څښتنو سپیو مرګ لیدلی
ما ناهیلي روزلې
ما د دې سترو بیدیاګانو خاموشي څښلې
ما هدېرې
ما د تیارو او ویرو کندې په لاسو کینلي.
له تنهایۍ وېرېږم،
ماته زما د پردي شوو پلونو لار وښایاست
غواړم له خپلو بلاربو شوو اندیښنو وتښتم .

+++

غږ یې شیشې غوندې وو
د هر قدم لاندې یې سل مړي ـ ژوندي پراته وو
د مخ ذکات ته یې سپوږمۍ یو کال په خوله روژه وه ،
غږ یې شیشې غوندې وو
راغله او زمونږ زړونه یې
کودي کودي کړله او لاړله نور.
د هغې ورځې نه پس
د خدای بلا هندارې
وړو ماشومو او د کلې لیوني په تیږه ماتې کړلې
هندارې ډیرې په مینځ دوه ځایه شوې
حنجرې ستړې شولې
خو هغه غږ بیا چا وانه وریده
مړي راپانه څیدل
سپینه سپوږمۍ یې لا تر اوسه په ویرنه کې روژه په خوله ده
او
زمونږ د زړونو کودي
کلونه وشول د الم په هدیرو کې پټ دي.

+++

شمال د باغ له څانګو څانګو ځینې
زما د هیلو تار تار شوي ګرېوانونه راوړل
بازار زما د افسانو له لاسه خوب نه لري
ته وا د مرګ په دریابونو کې نڅا کومه
ته وا ورکیږمه نور
ته وا اروا مې نور د باغ له پاڼي پاڼي تبسم ځینې کیږدۍ ټولوي،
سږکال پروسږ نه دی
چې لمر د غرونو په کنډو ویده کړم ، بیرته راشم
سږ کال پروسږ نه دی
چې مې د کیڼې پښتۍ درد آرام شي
سږ کال پروسږ نه دی
چې راسته لاس دې په تندې را کښیږدې
او درته ووایم چې ښه یمه نور

+++

نه فلسفه

نه مې فزیک

نه مې قرآن

نه مې قیلون

نه مې تر ټولو ښه شعر…!

په دې دنیا کې خو کباب شومه نور،

یاد دې د ستړې مسافرې دنیا

 د اوږدې لارې ترانې ته ورته

او ته په دې  دښته کې

د انځر ګل شې، څوک دې نه شي لیدای،

دا جهان چاته پریږدې ؟

دا لمر به کله په دنیا پریوځي؟

اوومه ورځ څومره اوږده شوه ، ولې نه خلاصیږي؟

+++

دلته د شپو په تن کې

د یوه ستړې زړه غوغا ویده ده

زه لا د خونې د کړکۍ سره خواله کومه

سکوت سندرې وایي

لانده کالې مې د تنو په سر ګډیږي راته

تیارې مې غیږ کې نیسي

د تاک له ذهن نه پيالي تشیږي

ونې شودې کوي او پسونه ورته پاڼې شلوي

زما د لاس تیږه اوبو ته لویږي

سپوږمۍ خوځیږي ، ددنیا په یوه بل سر کې

ګرمي ډیریږي او ستا زړه ډوبیږي.

+++

کله د پاڼې په څېر

د ژوند له ونې ځینې ورژیږې

او کله کله دې د روح په پوست کې

د کائیناتو ستوماني ختمه شي،

ته ځان ته ګورې او د خپلو ستړو شوو پښو

لاندې دانه دانه شې،

په ګڼه ګوڼه کې تنها غوندې شې

او د (الفت) د تفاوت او بې رخۍ جبر دې

د سګریټ دود شي ، له سینې نه ووځي ،

یواځیتوب دې وخوري

او ته په خپلو خاطراتو کې یو څه ور زیات کړې :

ـ ددې سفر نوستالوژي زمونږ په مرګ ختمیږي ـ

+++

له ځانه وېره کوم

له خپل کاڼه وجدانه

له خپل ړانده شهوت نه

او له دې ښار نه چې د تن د آزادۍ نجونې یې

په خپل ذهنیت کې ارګاسم ته رسي.

له ځانه وېره لرم

له هغه درد نه چې په ژوند او په شفا بدل شو

له هغه مرګ نه چې د ژوند ښاغلې هیلې یې په لاس کې راکړې

له وچو غرونو نه چې غیږ راکوي

او ددې ښار د زندانونو تقوا

او زمونږ د کلي فاحشه ، چې باکره وخته.

+++

شپه مې د ذهن له تیارو وتې ده

زما سره هرڅه شته دي

قرآن

قیلون

یو ټکی کم قلسفه

قند او قهوه ….

او د فزیک دیالکتیکه هستي

چې زما د ذهن په آرام کې یې ریښې کړي دي

یواځي ته نشته یې

او په دې نشته کې دې

ما د کیهان و فلسفې ته سوالیه ایښې ده ؟

ماته به اوس ستا د معراج د سفرونو لګښت څوک راکوي ؟

تاخو قرار ایښی وو

چې له راتلو سره دې

جبر ، اختیار ، مرګ او حیات به راوړې

بیا به مې څنګ ته کښینې

په یوه لاس کې ماورا د فزیک

او په دا بل کې ، کائینات به راوړې

تا خو قرار ایښی وو

ماته به اوس ستا د معراج د سفرونو لګښت څوک راکوي ؟

+++

ما له خپل اوښکو ژړل

چې سترګې سرې د هیڅ بازار تر لیونتوبه را ونه رسیدم

نه مې ډک زړه خالي شو

نه مې د سر ویښتان خواره پریښودل

نه مې څوک ووېرول

او نه مې مینې لره خپله ستوماني وښوده،

همالته پاته شومه

لا مې په یاد نه دي چې څو بجې وې

د کوم کال کومه ورځ وه

چېرته چې تا راته تر شا تر شا را وکتله

او زه مې خپلې ناکامۍ او ستومانۍ تر پښو لاندې کړمه

خدایږو زما په دې نازک پدر نعلت زړه باندې څه وشوله

چې د سړک د ګڼه ګوڼو خوبولې سترګې

لاهم د ښار له رڼا ګانو نه،

زما د مرګ پوښتنه کوي.

+++

4 COMMENTS

  1. په سترګو مې څارې او د زړونو لمن نیسې

    روان لکه اوبه د تورو غرونو لمن نیسې

    د فکر تر اسمانه مې د ستورو کور ته بوزې

    یو څوک لکه د باز مې په وزرونو لمن نیسې

    دا سم لکه پورا چې د رنګونو پسې مړ وې

    تاویګې به له شونډو او د خالونو لمن نیسې

    ایره ایره زړګې په مې په لپو کې دروړمه

    دا کلکې ارادې مې د اورونو لمن نیسې

    دا سترګې مې د ماتو انځورونو کیسې ژباړې

    دا ګوتې مې د ورکو تصویرونو لمن نیسې

    په درنښت: لینا اخمد

  2. ښاغلی بارانی
    ټول شعرونه مو یو تر بله ښکلی دی خو د دی شعر خاتمه مو معجزه ده. یقین به مو رانشی چی د اخری کرښو په لوستلو می د واه
    . کلمه دومره لوړه وویله چی شاوخوا می خلک حیران شول. ډیر ښایسته

    او ددې ښار د زندانونو تقوا
    او زمونږ د کلي فاحشه ، چې باکره وخته.

  3. سلامونه لیلما جانې ! مننه چې زما شعرونه دې خوښ شوي دي. زمونږ د ټولنې ډیری ناخوالې د بې بنسټه ګومانونو او شکونو نه زیږې ، خیروسې !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب