پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د ادبي او فرهنګي درسونو واټسپ ګروپ « د اسلامي ادب ګلبڼ»...

د ادبي او فرهنګي درسونو واټسپ ګروپ « د اسلامي ادب ګلبڼ» یو کلن شو

لیکنه: پوهنمل ګل رحمن رحماني

په افغانستان کې د خواله شبکو له عامېدواو زیاتې کارونې سره، بېلابېلو اشخاصو، ارګانونو او ادارو د خپلو کارونو د غوره تنظیم، اړیکو نږدې کولو او ښې کاري همغږۍ لپاره له دې شبکو څخه پراخه ګټه واخیسته، چې تر ټولو غوره او معمول یې هم واټسپ ګروپونه وو، چې ورځ تر بلې پراخېږي او د خلکو په پوهاوي او اړیکو نږدې کولو کې یې کارنده ونډه لوبولې ده.

له ځوان نامتو شاعر او لیکوال ښاغلي جهادي عمري سره هم په دې اړه جلا فکر او لیدلوری موجود و، دغه ځوان وکولی شول چې د پښتو ژبې او ادبیاتو په برخه کې سلګونه شاعران، د ادب مینه وال او د ادبیاتو لسګونه استادان په یوه ځانګړي واټسپ ګروپ کې سره را ټول او د یوه مهال وېش له مخې ادبي درسونه تنظیم او وړاندې کړي.

عمري، چې لا د خپل عمر په درېیمه لسیزه کې روان دی، په ډېر عالي ذوق او غوره مدیریت سره وکولی شول چې د شاعرانو، استادانو او د ادب مینه والو پراخه باور تر لاسه کړي او د ادب د نوو لاوریانو د روزنې لپاره پر اسلامي او افغاني فکر د ادب چوپړ او تدریس وکړي.

ددغه تدریسي ګروپ په اډانه کې په ترتیب سره ادبي پوښتنې، تشریحي کره کتنه، عملي کره کتنه، فی البدیهه پر لیکه مشاعرېژ، انلاین لنډکي ترنمونه او د شاعرانو د شعرونو د تازه بېلګو خپرول شامل دي.

د تېر یوه کال په جریان کې به ډېرې کمې داسې ورځې راغلې وي، چې د ترتیب شوي مهال وېش سره سم دې، کوم درس ځنډېدلی یا پاتې شوی وي. ددې تر څنګ د ګروپ د ګډونوالو او مینه والو په شمېر کې ورځ تر ورځې زیاتوالی راځي او له ټاکل شوي وخت وروسته ګروپ د اډمین له لوري تړل کېږي، کټ مټ لکه تدریسي ټولګی چې یوازې د درس د پیل نه تر پایه د زده کوونکو پر مخ پرانېستی وی.

د ګروپ چلونکی د ادب له استادانو سره جلا جلا اړیکې ساتې او په یوه بل اقدام کې یې بیا د غوره همغږۍ او هلته د مطرح کړو موضوعاتو د کره کولو او په اړه یې د نظر اخیستلو لپاره د استادانو ځانګړی ګروپ هم رامنځته کړی چې موضوعات په کې له نهايي کېدو وروسته عمومي ګروپ ته د بحث او پوښتنې لپاره ځي. دا چې هلته د انلاین نظرونو او درسونو ورکړه، د انټرنټ مالي لګښت هم لري، د ګروپ مسوول د ټولګي د استادانو لپاره د میاشتني کرېډېټ لګښت هم پر غاړه اخیستی دی.

ددغه ګروپ په اډانه کې هم د مسلک په لحاظ بېلابېل کسان شامل دي او یوازې د ادبیاتو او ژورنالېزم پر محصل پورې محدودیت نه لري، ددې تر څنګ د هېواد د یوه ګڼ شموله ګروپ حیثیت ورپه برخه دی. د ګروپ له ځانګړنو څخه یو هم هلته د مطرح شوو نظرونو، بحثونو، موضوعاتو او زمزمو ټولشموليت دی چې د نورو ګروپونو سلګونه ګډونوال او مخاطبين یې هم تر لاسه کوي او يوازې د ترنم برخه بل ځای د خپرولو حق نه لري.

د محتوا له لحاظه په ګروپ کې ټول مطرح کېدونکي موضوعات باید له کلیشو او تکرار څخه وتلي وي، هم د مدرسینو او هم د لوستونکو او اورېدونکو لپاره موضوعي نوی والی او د ادب له نورو کتابونو سره توپیر ولري، ځکه خو هر استاد اړ دی چې نوی، کره او روزنیز نظر ورکړي. څه چې تر دې دمه د اسلامي ادب ګلبڼ د بري سبب ګرځېدلي، د اډمین غوره مدیریت او له ټولو استادانو او ادبیانو سره دوستانه او تشویقي اړیکه ده.

عمري وايي چې له نورو ګروپونو سره ددې ګروپ توپیر په دې کې دی، چې له هر ادیب څخه غوښتل کېږي چې باید اسلامي، ملي او هېوادنیو ارزښتونو ته د سرې کرښې په سترګه وګوري او تر لفاظۍ زیات پر محتوايي او فکري رغښت باندې تمرکز شوی وي چې نن سبا ورته زموږ بیروني فرهنګ ځپلې ټولنه خورا زیاته اړتیا لري.

درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب