یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+هغه زخم داسې ورک شو | شکور رادمنش

هغه زخم داسې ورک شو | شکور رادمنش

تېره شپه مې خوب لېده، ستا د لېدو اشتياق هم هماغسې وي، هماغه کوڅه وي ته هم هماغه وې خو زه بدل شوى وم. دا وخت مې زړه د بل چا هوا لري، نه پوهېږم څنګه په يوه کوټه کې زه و ته د بل چا په اړه خبرې کوو، ته يې ستاينې راته کوې زه خوښ وم خو زړه مې هماغه د تېر وخت هوا ته ميلان لري.
هغه لومړى ځل چې په خوب کې زما مينه پر تا راغلې وه، ته کټ مټ هماغه وې، زما حواسو ته هغومره رانېږدې وې، لکه چې وې.
سهار شوى وو، ملګري له خوبه راپورته کړم چاى يې راوړى وو، خوب هغسې رابندې زور وو خو ځکه پورته شوم چې په سلو نفرو کې بيا تر غرمې د چاى نوبت نه راځي، رښتيا چندان خوند هم نه کوي ځکه بې بورې چاى مې له ستوني نه تېريږي، په لسو نفر يو پنېر وي سړى مړيږي نه خو د لوږې حس قراروي، هر څه مې هېر شوي وو، نور ته نه وې، نه کوڅه او نه خوب. زه کټ مټ هماغه عمر ته نه يم ستون شوى په زړه مې وې چې اوس به هغه ګودر نه وي، هغه مينه به نه وي، زه او ته به په رښتيا څوارلس کلن نه يو.
 دا دوه ورځې اسمان ورېده ساړه زيات وو خو نن لمر راختلى وو هوا تر نورو ورځو ګرمه وه، لمر ښه نه دى ځکه چې په دې زندان کې مو شپې زياتېږي. څو ملګري يې رانه بل ځاى وړي وو، څو نورو په واټساف ليکلي وو چې په لاره کې د بې کوره خلکو مړي د خداى اسرې ته پراته دي، سړي ته خپل ځان ورياد شي، هو مرګ شته خو چې څوک دې له حاله خبر نه شي، د کلي له هدېرې دې لرې بل ځاى مړى خاورې شي.
نن ټوله ورځ هماغسې احساس لرم لکه په لومړي ځل چې مې په خوب لېدلې وې، هغه وخت به مې ستا لېدو ته ورځې اړولې، خو دا ځل د څلورو دېوالونو تر منځ يم، د باندې وتل نشته، سګرټ مې زړه رابدوي. ته د کور مېرمن يې، ژوند به دې ښه وي، خو ياد دې نن خوښي راکړه، څو کاله مخکې ژوند ته يې ستون کړم، لکه څوک چې امانت چاته ورکړي زړه مې ډاډه شو. زه نه پوهېږم موږ څه ته هيله من يو، ډاډ له کومه کېږي، ولې هېر شوي راياديږي او زړه پسې درنيږي. نا وخته ماسپښين دى زړه مې غواړي د خاطراتو کتابچه کې درسره د زړه خواله وکړم خو دلته بيا ټول پوښتنې کوي چې څه ليکې، چا چا ته به سر ورخلاصوم او څوک څوک به يې له لوستلو راګرځوم، ځکه ډېرې پټې خبرې نورې هم لرم. يو ناڅرګند خو زورور امېد راته وايي چې هتمن به دې هغه وخت سترګو ته دريږي.
نو:
هغه زخم
چې په کوم زخم کې ته وې
ستا نامه وه
ستا قیصه وه
ستا د مینې تماشه وه
هنګامه وه
څړیکې ، څړیکې وو ، پرهر وو
خوږېده به
څڅېده به
څړیکې ، څړیکې
څاڅکې ، څاڅکې
هغه زخم
چې په کم زخم کې ته وې
ستا قیصه وه
ته خبر یې
هغه زخم اوس ورغلی
هغه زخم مې ګنډلی
په دردونو
د دردونو په تارونو
د ګلونو په رګونو
هغه زخم
چې په کوم زخم کې ته وې
ستا په نوم وو
ټولو خلکو ته معلوم وو
هغه زخم داسې ورک شو
چې په سترګو لیدی نه شي
هن! په ګوتو معلومېږي
چې لاس وروړې خوږېږي
خو چې ته ګوتې ورنه وړې
ګنې بیا راتازه کېږي
وینې کېږي ،
پرهر کېږي
ارواښاد صاحب شاه صابر
ايران، سلماس

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب