یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله خپلو کارکوونکو ته؛ د شریعت په تطبیق کې د...

ملا هبت الله خپلو کارکوونکو ته؛ د شریعت په تطبیق کې د هیچا پروا مه کوئ

تاند:( یکشنبه ، د جوزا ۲۱ مه ) د  طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د دوی مخ پټي مشر ملا هبت الله اخندزاده د خپل رژیم د اطلاعاتو او فرهنګ له ولایتي رئیسانو سره لیدلي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې لیدنه کې هبت الله خپلو دغو کارکوونکو ته ویلي، چې د شریعت په تطبیق کې د هیچا پروا ونه کړي.

نوموړي د هبت الله له قوله لیکلي: « نوموړي زياته کړه، چې د اسلامي شریعت د تطبیق په کار کې د هیچا پروا مه کوئ، دا فتحه او بریا موږ ته الله تعالی راکړې، دا زموږ تاسو خپل کمال یا د کوم بل چا احسان نه و، دا صرف د الله تعالی نصرت و، اوس به موږ هم صرف د الله تعالی رضا په پام کې نیسو او په دې باید کلک او پوخ یقین ولرو، چې هغه جل جلاله مو لا بریا ته رسوي.»

د طالبانو مخ پټي مشر، دغه راز خپلو یادو کارکوونکو ته ویلي، داسې کار وکړئ، چې خلکو ته خلفای راشدین، اصحابان، امامان او ان الله تعالی ور په یاد شي.

د طالبانو ویاندویان، وخت په وخت خپل نا لیدل شوي مشر سره د ورته لیدنو خبرونه خپروي، خو تراوسه یې هیڅکله د هبت الله اخند زاده عکس یا ویډیو نه ده خپره کړې.

7 COMMENTS

  1. ملا صاحب،
    د الله د نصرت خبرې مه کوه.
    ټول عمر که خدای ته په سجده پروت وای، نو قدرت به دې ترلاسه کړی نه وای، خو دا يوه معامله وشوه او تاسې په لوی لاس د يو بل نوي جنګ د لا ښه مديريت او مخته وړلو لپاره له جمهوريته تېر، خو تاسې واک ته راوړل شوئ. د يوې معاملې په ترڅ کې رامينځته شوئ.
    د استخباراتو يوې مردارې او ګنده معاملې ته د الهي نصرت نوم مه ورکوه. که داسې ډېر په خدای مين يې، نو ښه به دا وي چې دا مبارک مخ د رسنيو له ليارې له ولس سره شريک کړې.

    • که دوی له معاملې څخه انکار کوي، بیا تر دوی ستر جاهلان نشته، خبره واضح ده چې معامله صورت گرفته است، غیر از او این ها نتوانستید در طول ۲۰ سال یک ولسوالی از بلخ، یا کندهار یا هرات را تصرف کند…. ولی با نصرت الهی که ایشان همیشه می فرمایند، په یو ساعت کې به يې درې څلور ولسوالۍ لاندې کړې، او په هر یوه نه بله ورځ کې به يې ولایت لاندې کړ، نا خبره قومندانان يې حیرانه ول چې دا څنګه خبره ده، څه پرمختګونه دي…

      خبر نه دې چې مشران يې د ځړېدلو کباب شويو پسونو لیکچرونه ورکول.

  2. ملا صاحب.
    د افغانستان د فتحی بریالي ځانونه بولي د زور د لاری.
    خو زه بیا دا وایم چی شاید دا خبره درواغ وی او ده هیڅ شک نشته پکی.
    آیا تاسو مسلمانان یاست د الله تعالی نصرت در سره ولو او دی.
    آیا د جمهوريت والا کافران ول چی د الله تعالی نصرت ورسره نه ولو که ته وایی هغو د کافرانو څخه ملاتړ کوي بايد ووايم تاسو خو له فتحی ده مخه له کافرانو سره لاسليک کړي وو تاسو خو له کافرانو سره جنګ نه کوي نو آیا د جنګ په ډګر کی د الله تعالی نصرت یوازی ستاسو سره وو که ده دی نورو مسلمانانو سره هم وو.
    طالبانو اول د الله تعالی احسان تر قیامته منئ دوهم د محمد اشرف غني احسان منئ .
    که تاسو ووایاست چی په زور می افغانستان فتحه کړې درواغ دي په زور خو تاسو د کندهار ولايت یوه ولسوالۍ چی ارغنداب نومیږي هغه نه کړه فتحه چې 2218 شهیدان یوازی ستاسو له طرفه ولاړل

  3. په الهي نصرت سره باید وویل شي چې ملا هبټ نشته ، دا کوم ملا آی اس آی دی چې په دې مستعار نوم سره د نیابتي جګړو جاهلان د خپل ولس او نورو پرضد جنګوی .
    ملا هبټ نه له پیغمبر حضرت محمد ص او نه له اصحابانو بهتره دی چې ځان نه شي ښودلی .
    شریعت هم د دغو جاهلان لپاره هسې یوه بهانه ده . دوی ټول د اسلامي شریعت پرخلاف عمل کوي . الله تعالي علم اولوستل فرض ګرځولی ، خو دوی د دواړو مخالف دي . الله تعالی فرمایی سوره مبارکه المائدة آیه ۲: وَتَعاوَنوا عَلَى البِرِّ وَالتَّقوىٰ ۖ وَلا تَعاوَنوا عَلَى الإِثمِ وَالعُدوانِ ۚ، خو دوی جاسوسي او خیانت کوي .
    الله تعالی فرمایی : أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ سوره الفتح آیه 29 خو دوی د مسلمانانو پرضد شدت عمل کوي او نورو ته عذر او زارۍ .

  4. مونږ نه پوهیږو چی دا خینزیر د کوم شریعت نه خبری کوی دا کارونه چی د ده خر کوټی کوی دا په هیڅ دین او شریعت کښې نشته داسی که وایې چی دی هیڅ شریعت او دین مه منی او صرف د آی اس ای امر پر ځایو بیا دا صحی خبره ده
    دا خینزیر له کوم امام او اصحاب نه زیات ده چی لکه موږک په غار کښې پټ ده او له دین او مذهب څخه خبری کوی او دا د خینزیر لود سپیکر مجاهد ته د شرم ځایې ده چی په ډیر افتخار سره دا خبره کوی دوی د افغان ملت دجهالت کندی ته ټیل وهلی او د پاکستان ټول پلانونه یو بل پسی عملی کوی دوی څخه نور نه ګیله پکار ده او نه د حکمتوالی تمه باید ورته ولری دا یوه جاهله او پردی ډله ده چی د دوې مقابل کی پاځون پکار ده او افغان ملت او دافغانستان ازادول ضروری ده نو د دوې په مقابل د مبارزی لاری لټول پکار دی نه د خینزیر خبرو ته غوږ نیول

  5. ملا صاحب اول خو دې دا هیواد فتح کړی ندی ځکه چې دا ستاسو او امریکایانو د دوستۍ له امله تاسو ته ډالۍ شوی. دادی اوس هم د امریکا ۴۰ میلونه ډالر هره هفته درکول کیږي او تاسو یې ددې پر ځای چې د ستاسو د لاسه زوریدلي، کړیدلي او وژل شوي ملت غم وخورئ خپلو جیبو کې اچوئ. بل هر افغان ستاسو نه زیات مسلمان دی او هم په حدیث او قران ستاسو نه زیات پوهیږي نو پداسې ځای کې د شریعت خبره د شریعت خلاف کار دی.

  6. دومره خبرو ته حاجت نشته ! دوی دهغې دیکتاتوري ، غلطې لارې ، درواغو مذدوران دي چې تهداب یې عرب محمد د خپل قدرت لپاره ایښۍ او په دانورو احمقانو یې د تورې او قطل په زور قبول کړې چې تر اوسه پورې په هغه زړه مرداري کې بند پاتې دي !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب