یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهشېخ ندیم له روسیې څخه افغان پوهنتونونو ته د استادانو غوښتنه وکړه

شېخ ندیم له روسیې څخه افغان پوهنتونونو ته د استادانو غوښتنه وکړه

تاند:( یکشنبه ، د جوزا ۲۱ مه ) د  طالبانو د لوړو زده کړو افراطي وزیر شېخ ندا محمد ندیم، چې د مخ پټ طالب مشر ملا هبت الله له تر ټولو نیږدې کسانو ګڼل کیږي، روسیې ته د سفر پر مهال افغان پوهنتونونو ته د بهرنیو استادانو د استولو غوښتنه کړې ده.

نوموړي د روسیې فیډراتیف، د تاتارستان جمهوریت په یوه تحصیلي کنفرانس کې د وینا پر مهال ویلي: «له دوستو هېوادونو مو هیله ده چې افغانستان ته د مسلکي کدرونو په رالېږلو سره، او یا هم په خپلو هېوادونو کې د مسلکي کدرونو د روزنې لپاره د بورسونو په راکولو سره د افغانستان له لوړو زده‌کړو څخه ملاتړ وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستانه ورځ تر بلې د طالبانو د افراطي قیوداتو او تحصیلي نظام د طالباني کولو له امله د پوهنتون استادانو د وتو خبرونه ورکول کیږي.

څه موده مخکې په یوه راپور کې وویل شول، چې یوازې د کابل پوهنتون تر څلور سوو پورې استادان د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، هېواد پریښودو ته اړ شوي.

دغو استادانو د دندو د پریښودو یا له دندو د منفکیدو اصلي لامل، دوی سره د طالب ملایانو  ناسم سلیقوي او عقده یي چلند بللی او ویلي وو، چې طالبانو ورته د غیر عقیدوي خلکو په سترګه لیدل او تحصیلي نظام یې په مدرسې ور بدلوه.

یو شمېر خلکو د طالبانو د لوړو زده کړو د وزیر تازه غوښتنې ته توند غبرګون ښودلی او ویلي، چې طالبان په کور دننه غیر طالبو څېرو سره له ظلم او عقدې ډک چلند کوي، خو بهرنیو غونډو کې ان بهرني استادان هېواد ته د تدریس لپاره ور بولي.

2 COMMENTS

  1. د ټالبانو د لوړو زده کړوپر ضد د مبارزې وزير
    خود کش ، بېګانه پرور . ستاقواره او اقوال ټول لومړي سقاو کلکاني ته ورته دي .

  2. دا غول خره ته ګوره دا کومه مرداره څېره ده ، دا احمق او دلوړو تحصیلاتو وزیر لکه په خره چې د اس زین واچوې نو دا احمق په څه پو هیږي او کله یو اکادیمیک شخصیت پيژندلی شي ! دا احمق کیفي روان دی ! دا خره د جاهل دین مذدوران په نجونو ښوونځي بندوي خو استادان له روسې څخه غواړي ! زه نور نه وایم خو ډیره خره جاهله طائفه ده ! زه نفرت ترې لرم !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب