Homeخبرونهد امریکا ولسمشر وايي، که ایران هرمز تنګی خلاص نه کړي، دا...

د امریکا ولسمشر وايي، که ایران هرمز تنګی خلاص نه کړي، دا هیواد به محوه کړي

تاند (سشې شنبه، د غويي/ ثور ۱۵ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پټکه کړې چې که د ایران اسلامي جمهوریت په هرمز تنګي کې پر تلونکو – راتلونکو امریکايي بېړیو برید وکړي، ایران به «له نړۍ څخه محوه شي.»

ټرمپ دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ، د غويي په ۱۴مه، د فاکس نیوز له خبریال Trey Yingst سره په مرکه کې وکړې.

د امریکا سمندري ځواکونو له همدې ورځې «د ازادۍ پروژه» پیل کړې، چې هدف یې د ایران پر ضد د امریکا او اسراییل په جګړه کې د بې طرفه هېوادونو د کښتیو د خوندي تګ راتګ تأمینول دي.

په داسې حال کې چې د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ  (سنټکام) وايي چې د امریکا تر بیرغ لاندې دوې کښتۍ وتوانېدې له هرمز تنګي تېرې شي، د ایران اړوند سپاه پاسدران بیا ادعا کړې چې هېڅ کښتۍ نه ده بریالۍ شوې چې له دې تنګي تېره شي، هغه تنګی چې د تېر کال د کب له ۹مې نېټې راهیسې عملاً تړل شوی بلل کېږي.

د امریکا ولسمشر همداراز په خپله خواله رسنۍ ټروت سوشل Truth Social کې لیکلي چې ایران د کښتیو د تګ راتګ او «ازادۍ پروژې» په تړاو د جنوبي کوریا د یوې بار وړونکي کښتۍ په ګډون پر ځینو بې طرفه کښتیو ډزې کړې دي. هغه زیاته کړې: «کېدای شي وخت رارسېدلی وي چې جنوبي کوریا هم له دې ماموریت سره یوځای شي!»

ټرمپ وویل: «موږ اووه واړه کوچني کښتۍ، چې هغوی ورته “چټکې کښتۍ” وايي، له منځه وړي دي. دا یوازې هغه څه دي چې ورته پاتې دي. د جنوبي کوریا له کښتۍ پرته، تر اوسه له هرمز تنګي د تېرېدو په برخه کې کوم لوی زیان نه دی اوښتی.»

نوموړي زیاته کړه چې د امریکا دفاع وزیر پیټ هګسیت او د پوځ د ګډو ځواکونو د لوی درستیز مشر ډان کاین به سبا سهار په یوه خبري کنفرانس کې نور معلومات شریک کړي.

له بلې خوا د اسراییل پوځ هم بشپړ تیارسی شوی او داسي ښکاري چې پر ایران به بیا بریدونه پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ادبي جایزې، د خلاقیت هڅونه که د اعتبار ازموېنه     

عبدالوکیل سوله مل ادبي جایزې د ادبیاتو د ودې او غوړېدو یوه له مهمو وسیلو څخه ګڼل کېږي. د دغو جایزو له لارې نه یوازې...