تاند (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۷ مه) د اپل اجرايي مشر، جان ترنوس، د چهارشنبې په ورځ، د لړم په شپږمه، د دغه شرکت لومړني مکبوکونه معرفي کړل چې په ټچسکرین په ټکنالوژۍ سمبال دي. دا ګام له ټچسکرین لپټاپونو سره د اپل د اوږدې مودې مخالفت د پای ته رسېدو نښه ګڼل کېږي.
ښاغلي ترنوس په لاسانجلس کې یوې غونډې ته د مکبوک پرو یوه نوې بڼه نندارې ته وړاندې کړه چې د OLED پرده لري. هغه د منځپانګې جوړونکو او د نوښتګرو صنعتونو د متخصصانو په حضور کې د دې پردې پر لوړ کنتراست، روښانتیا او د تصویر پر وضاحت ټینګار وکړ.
ترنوس د چهارشنبې په ورځ وویل: «وګورئ، موږ مک خوښوو او دلیل یې همدا مک دی چې زموږ ډېری کسان یې په اصل کې د اپل پر لور راجلب کړي دي. مک هېڅکله د نن ورځې په څېر ښه او دومره پیاوړی نه و.»
دا غونډه د اپل د رسنیزو پروګرامونو او د نویو محصولاتو د معرفي کولو د پراخې لړۍ یوه برخه ده چې د جان ترنوس له اجرايي مشر کېدو وروسته ترسره کېږي. نوموړی د دې شرکت د هارډویر په برخه کې له پخوانیو او تجربه کارو چارواکو څخه دی.
ترنوس د سپټمبر په میاشت کې د اپل په مرکزي دفتر کې، چې د سیلیکان درې په سیمه کې دی، د «ډویو» په نوم د دغه شرکت لومړنی تاوېدنکی آیفون معرفي کړ. هغه د همدې میاشتې په لومړیو کې په نیویارک کې د هوښیار کور د کنټرول یوه وسیله هم نندارې ته وړاندې کړه.
د اپل مشرانو له اوږدې مودې راهیسې په لپټاپونو کې د ټچسکرین له کارولو سره مخالفت کاوه. د دغه شرکت بنسټګر، سټیو جابز، په ۲۰۱۰ کال کې ویلي و چې په لپټاپونو کې د ټچسکرین کارول د ارګونومۍ له پلوه «ډېر نامناسب» دي.
د اپل د هغه مهال اجرايي مشر، ټیم کوک، هم په ۲۰۱۲ کال کې ویلي و چې د ټچسکرین لرونکي لپټاپ جوړول داسې دي لکه «د ډوډۍ پخولو وسیله او یخچال سره یوځای کول»؛ یعنې د ده په باور، دا ډول ترکیب به د کاروونکو لپاره چندان مناسب نه وي.
جان ترنوس هم تر اجرايي مشر کېدو مخکې استدلال کړی و چې اپل لا دمخه د آیپډ د محصولاتو له لارې داسې کمپیوټرونه وړاندې کړي چې ټچسکرین لري.
له یوې لسیزې څخه ډېره موده کېږي چې د وینډوز پر بنسټ کمپیوټرونو کې ټچسکرینونه په پراخه کچه کارول کېږي. اوس چې آیفون د معرفي کېدو شلمې کلیزې ته نژدې کېږي، د پېرودونکو نوی نسل تمه لري چې د وسایلو پردې یې د ګوتو لمس ته ځواب ووایي.
اپل د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د نویو مکبوک پرو کمپیوټرونو مخکېني فرمایشونه به له همدې ورځې پیل شي او رسمي پلور به یې د نوومبر په شپږمه، یعنې د لړم په پنځلسمه، پيل شي.