د ژمي سختې یخنۍ پر خلکو خپل سیوری غوړولی و؛ خو بیا هم د ژوند اړتیاوو او د کورنیو د نفقې ګټلو لپاره له خپلو کورونو څخه ښار ته راوتلي وو.
نن به داسې خلک هم وو چې کورونو ته به یې خواړه وړل، څو د شپې له خپلو اولادونو سره د دسترخوان تر څنګ په خندا او خوښۍ ډوډۍ وخوري؛ هغه مهال چې اولادونه یې د شپې په بیړه ډوډۍ ته کېني، دوی ورته وايي: «ورو ورو ډوډۍ وخورئ!» او کله چې اولادونه یې تر نورو مخکې له دسترخوانه پورته شي، په مینه ورته وايي: «ولې دومره ژر پورته شوئ؟»
خو په همدې ښار کې داسې خلک هم وو چې اولادونه به یې په کور کې په تمه ناست وو؛ سترګې به یې د دروازې پر لور وې او زړونه به یې د ډوډۍ د راوړلو په هیله درزېدل. خو کله چې به وچې ډوډۍ ته کېناستل، نه به چا په خندا ورسره خبرې کولې او نه به د خوړو د ډېرولو غوښتنه کېدای شوه. مور او پلار به یې په غوسه ورته ویل: «بس دی، نور وروڼه او خویندې دې هم پاتې دي؛ د بلې شپې لپاره هم څه نه لرو.
او نن په همدې ښار کې داسې څوک هم وو چې د ژمي په دې سخته یخنۍ کې له کوره راوتلي وو، خپلې ګاډۍ یې راایستلې وې، څو د خپلو کورنیو لپاره یوه ډوډۍ پیدا کړي. خو ناڅاپه یو تور، غټ موټر پرې راغی، له ګاډۍ سره ولګېد، ګاډۍ یې چپه کړه او پر هغه ګاډۍ لیکل شوي وو: «د مرګ دوهم نوم ګاډۍ ده!»