پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+هغه شاعره او ناول لیکواله چې په ۳۰ کلنۍ کې یې ځان...

هغه شاعره او ناول لیکواله چې په ۳۰ کلنۍ کې یې ځان وواژه

سرچینه: بریتانیکا

تاند- له نن څخه ۹۲ کاله پخوا د ۱۹۳۲ د اکتوبر په ۲۷ مه امریکايی شاعره او ناول لیکواله سلویا پلات (Sylvia Plath) د ماساچوسیت ایالت په مرکز باسټن ښار کې وزېږېده.

دا امریکايي شاعره د  “Daddy”  او “Lady Lazarus” په شعرونو او د (The Bell Jar) په ناول مشهوره شوې ده.

اغلې پلات لومړنی شعر په اته کلنۍ کې خپور کړ. دې چې لا د لیسې دوره پای ته نه وه رسولې په ګڼو ادبي مسابقو کې ګډون وکړ او جایزې یې وګتلې. لومړنی شعر یې په کرسچین ساینس مانیتر ورځپاڼه کې چاپ شو او لومړنۍ لنډه کیسه یې (Seventeen) مجلې خپره کړه. په ۱۹۵۲ کې یې د (Mademoiselle) مجلې د داستاني اثارو جایزه وګټله.

په ۱۹۵۱ کې سمیت کالج سکالرشیپ ورکړ، وروسته یې د انګلیستان په نیونهم کالج (کمبریج) کې لوړې زده کړې وکړې.

له ګڼو جایزو او د لیکوالو او پوهانو له ستاینو سره سره دا له شدید ژورخپګان یا ډیپریشنه ځورېده، د ځان وژنې هڅه یې وکړه او یوه موده د روحي ناروغیو په روغتون کې بستر وه.

په ۱۹۵۵ کې له سمیت کالجه په لوړو نومرو بریالۍ شوه.

په ۱۹۵۶ کې یې له انګرېز (بریتانیايي) شاعر ټید هیوز (Ted Hughes) سره واده وکړ. دوی په لومړیو کې په انګلیستان او بیا امریکا کې اوسېدل. دوی چې دوه ماشومان لرل، په ۱۹۶۲ کې وروسته له دې جلا شول چې هیوز له یوې بلې ښځې سره پټې اړیکې پیدا کړې. پلات په همدغه کال تخلیق ته زور ورکړ. دې خپل اکثره مشهور شعرونه په همدې موده کې ویلي دي. د دې د وروستۍ شعري ټولګې اریل (Ariel) لږترلږه ۲۶ شعرونه هغه شعرونه دي چې دې د ژوند په وروستیو میاشتو کې ویلي دي. دا ټولګه په ۱۹۶۵ کې چاپ شوه.

د ۱۹۶۲ په دسمیر کې له خپلو اولادونو سره بېرته لندن ته لاړه. دا کال ډیر سوړ و، د سړوالي ترڅنګ د لندن پر له پسې وریځو هم ښايي مرسته کړې وي چې پلات بیا په ژورخپګان اخته شي. خو له دې سره سره یې لیکوالۍ ته دوام ورکړ او په عین حال کې یې په ځان وژلو فکر کاوه. خوب نه ورته او د خوب ګولۍ به یې خوړلې. بالاخره دې د ۱۹۶۳ د فبرورۍ په ۱۱ سهار ځان د کور په ګازي داش کې کې د ګاز په وسیله وواژه.

دا د مرګ په مهال ۳۰ کلنه وه.

پلات له یوولس کلنې د مرګ تر ورځو پورې ورځینۍ خاطرې لیکلې. د هغې خاطرې په ۱۹۸۲ م کال چاپ شوې.

د پلات یو شعر:

Fame will come. Fame especially for you.

Fame cannot be avoided. And when it comes

You will have paid for it with your happiness,

Your husband and your life.

شهرت راځي. په تېره تا ته

د شهرت مخه نه شي نیول کېدای. او کله چې در په برخه کېږي

باید چې د هغه لپاره ټولې خوښۍ، خپل مېره او ژوند قربان کړې.

د دې څو نور شعرونه:

A Life

Touch it: it won’t shrink like an eyeball,
This egg-shaped bailiwick, clear as a tear.
Here’s yesterday, last year —
Palm-spear and lily distinct as flora in the vast
Windless threadwork of a tapestry.

Flick the glass with your fingernail:
It will ping like a Chinese chime in the slightest air stir
Though nobody in there looks up or bothers to answer.
The inhabitants are light as cork,
Every one of them permanently busy.

At their feet, the sea waves bow in single file.
Never trespassing in bad temper:
Stalling in midair,
Short-reined, pawing like paradeground horses.
Overhead, the clouds sit tasseled and fancy

As Victorian cushions. This family
Of valentine faces might please a collector:
They ring true, like good china.

Elsewhere the landscape is more frank.
The light falls without letup, blindingly.

A woman is dragging her shadow in a circle
About a bald hospital saucer.
It resembles the moon, or a sheet of blank paper
And appears to have suffered a sort of private blitzkrieg.
She lives quietly

With no attachments, like a foetus in a bottle,
The obsolete house, the sea, flattened to a picture
She has one too many dimensions to enter.
Grief and anger, exorcised,
Leave her alone now.

The future is a grey seagull
Tattling in its cat-voice of departure.
Age and terror, like nurses, attend her,
And a drowned man, complaining of the great cold,
Crawls up out of the sea.

Night shift

It was not a heart, beating.
That muted boom, that clangor
Far off, not blood in the ears
Drumming up and fever

To impose on the evening.
The noise came from outside:
A metal detonating
Native, evidently, to

These stilled suburbs nobody
Startled at it, though the sound
Shook the ground with its pounding.
It took a root at my coming

Till the thudding shource, exposed,
Counfounded in wept guesswork:
Framed in windows of Main Street’s
Silver factory, immense

Hammers hoisted, wheels turning,
Stalled, let fall their vertical
Tonnage of metal and wood;
Stunned in marrow. Men in white

Undershirts circled, tending
Without stop those greased machines,
Tending, without stop, the blunt
Indefatigable fact.

نور شعرونه یې دلته خپاره شوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب