Homeخبرونهد ازادو سیالیو مبارز فرید بشارت دیارلسمه سیالي وګټله

د ازادو سیالیو مبارز فرید بشارت دیارلسمه سیالي وګټله

تاند (شنبه، د عقرب ۵ مه) فرید بشارت برازیلي ویکتور هوګو ته په نړیوال سازمان “یو ایف سي” کې ماتې ورکړه.

د ازادې مبارزې افغان لوبغاړي فرید بشارت، چې په بریتانیا کې اوسي، نن شپه د عقرب په پنځمه د برازیل له ویکتور هوګو سره په “یو ایف سي” سازمان کې په قفس کې مخامخ شو او دا سیال یې د نمرو په توپیر مات کړ.

د دوی مسابقه په نړیوال سازمان “یو ایف سي” کې د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې په اتحاد سالون کې، چې ۱۸ زره نندارچیان پکې ځايږي، په درېیو پړاوونو کې ترسره شوه. بشارت د ټولو حکمانو د رایو په اتفاق ګټونکی وپېژندل شو او په دې سره یې په مسلکي آزادو مبارزو کې خپلې بریاوې ۱۳ ته ورسولې.

ویکتور هوګو، چې د برازیل دی او ۲۵ بریاوې او ۴ ماتې لري، په دې مسابقه کې خپله پنځمه ماتې تجربه کړه. د دوی مبارزه د ۶۵ کیلوګرامه وزن په کتګورۍ کې وه.

فرید بشارت په دې بري په په نړیوال سازمان “یو ایف سي” کې خپلې بریاوې ۴ ته ورسولې، او تر اوسه یې هېڅ ماتې نه ده کړې.

نن شپه په دې سازمان کې څو نورې مهمې سیالۍ هم ترسره کېږي، چې په مرکزي سیالۍ کې د ۶۵ کیلوګرامه وزن د قهرمانۍ کمربند لپاره د امریکا “مکس هالووې” د ګورجستان له “ایلیا توپوریا” سره مقابله کوي او روسي الاصله حمزه چیماییف د متحده عربي اماراتو تر بیرغ لاندې د استرالیا له روبرت وایتیکر سره سیالي کوي.

1 COMMENT

  1. دوه دری ساعته مخکی لږ وږی او د ورور کور ته ولاړم هلته می یوه ګوله ډوډی وخوړه. وراره می چی یو ګُلالی ځوان دی د تلویزیون له لیاری ددې ورزش ننداره کوله، زه ئی هم په څنګ کی کیناستم او دا لومړی ځل ؤ چی دا ډول وحشی ورزشی مسابقه می ولیده. وراره ته می وویل چی بچیه ددې مسابقې تر سره کول لا څه چی حتی ننداره ئې هم د انسانی کرامت خلاف کار دی، هغه را ته وویل ولی؟ ور ته می وویل چی دا ډول ورزش د غربی استعمارګرانو لخوا اختراع سوې یوه روحی وسیله ده څو د نړی د ځوانانو سترګی او ذهنیت د خشونت او وینو سره آشنا او نرم زړونه ئی ور کلک او بی رحمه کړی څو د نړی په مختلفو سیمو کی د استعماری او بی رحمه جنګونو د مظلومو قربانیانو په وړاندی د ترحم او زړه سوی غریزه کمزوری کړی.
    لنډه دا چی نه ددې ورزش لوبغاړی د سړی زامن دی او نه هلته په هال کی ور ته ناست کسان (چی په سل ګونو ډالرو ئې یو ټکټ رانیولی دی ) د سړی زامن دی.
    زه محمد علی کلی ته د هغه د نورو خیریه کارونو پخاطر کلک درناوی لرم او ستاینه ئی کوم خو د بوکس د ورزش څخه می سخته کرکه کیږی ځکه بوکسینګ هم د انسانی کرامت خلاف کړنه ده ( د یو انسان د بدن هر غړی خصوصاً مخ ستر شرافت لری، په حقیقت کی مخ د انسان د ټول هویت او ماهیت یوه رُڼه هنداره ده) نو ځکه باید سپک و نه ګڼل سی او و نه ټَکَوَل سی ).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...