جمعه, نوومبر 1, 2024
Home+د بې وسۍ په اړه له استاد عظیمي سره د طارق وزیر...

د بې وسۍ په اړه له استاد عظیمي سره د طارق وزیر مرکه

کله چې مو لټون او تلاش پرېښود، ناهیلي کېناستی نو ښایي تاسې پر یوې اروایي ناروغۍ helplessness اخته شوي وئ؛ پر دې ناروغۍ اخته کسان له ژور خپګان او اضطراب سره هم مخ کېدای شي او آن تر ځانوژنې رسیږي.
نو پکار ده چې له داسې یوې خطرناکې ناروغۍ نه د ځان او ټولنې د ژغورلو لپاره په دې اړه مالومات ترلاسه کړو. په لاملونو، مخنیوي، علاج، ډولونو او… باندې یې پوهېدل اړین دي.
په دې اړه مې پوهنمل استاد شرف الدین عظیمي پوښتلی دی.

طارق وزیر: د helplessness رواني ګډوډۍ د نوم پښتو بدیله کلمه څۀ ده؟

استاد عظیمي: زما په نظر د helplessness تر ټولو ښه ژباړه ” بې وسي” ده، یعنې عجز یا د یو څۀ د ترسره کولو لپاره د ځواک نۀ لرلو په مانا راځي.
نو بې وسې یې ښۀ بدیل دی.
طارق وزیر: دا ناروغي راوپېژنئ چې څۀ ډول حالت دی؟
استاد عظیمي: بې وسي یوه اروایي ګډوډي ده.
په دې ګډوډۍ کې کس ځان بې وسه احساسوي او فکر کوي چې د بدلون او بهبود لپاره هېڅ امکانات او شونتیا نۀ شته او کیسه ختمه ده.

طارق وزیر: په دې اړه د مارتېن سلېګمن نظریې ته هم غواړم، اشاره وکړئ!

استاد عظیمي: دا علمي او اکډامیک بحث دی چې په اړه د بې وسۍ د زده کړې په نوم یو نظریه موجوده ده؛ دا نظریه د مثبتې ارواپوهنې پلار مارتېن سلېګمن وړاندې کړه.

سلېګمن په دې باور ؤ چې که یو کس پرله پسې  داسې یو حالت سره مخ شي چې په هغه حالت کې دی نتیجه ترلاسه نۀ کړي یا بریالی نۀ شي، نو دې باور ته رسیږي، چې نور تلاش، هڅه او کار پکار نۀ دي او دا حالت په ګډوډۍ بدلیږي.

د سلېګمن په باور دا بدې پایلې لري.
تاسې به د ځینو خبره اوریدلي وي چې( افغانستان نۀ جوړیږي یا درس په درد نۀ خوري ) دا د بې وسو ادبیات او نښې دي.

د سلېګمن دا مشهوره څیړنه په ۱۹۶۷ کال کې مطرح شوه.

سلېګمن په سپیانو یوه څیړنه ترسره کړه داسې چې دۀ یوه ډله سپیان په دوو حالتو کې تر تجربې لاندې ونیول.
یو ډله سپیانو ته به یې شوک ورکاوه خو دوی به کولای شول چې د پښو او خولې په حرکتونو هر ځل شوک ودروي او هر ځل به یې تلاش کاوه او غبرګون به یې ښوده.

دویم ګروپ سپیانو ته به یې چې برقي شوک ورکاوه دوی د شوک کنترول وس نۀ درلود، نو په دویم یا دریم ځل به یې د شوک د ودرولو هېڅ تلاش نۀ کاوه او پر دې باور شول چې موږ هېڅ نۀ شو کولای.

د څیړنې پایله دا شوه چې سلېګمن دا څیړنه په انسانانو هم تطبیق کړه او دې نتیجې ته ورسیدۀ چې موږ بې وسي زده کوو؛ لکه دویمه ډله سپیانو چې د خلاصون هڅه نۀ کوله، همدغسې ځینې انسانان هم چې ځیني منفي تجربې مسلسل په ژوند وویني، نور بیا د خلاصون او سمون لپاره حرکت نۀ کوي او تسلیمیږي.

اوږد دوام یې ښایي له ځان سره ژور خپګان او اضطراب هم منځته راوړي.

سلېګمن وروسته مثبته ارواپوهنې رامنځته کړه او په دې کې یې هم د بې وسي له نظریې استفاده وکړه؛ دۀ له دې نظریې د ژوند چارو د سمون، مثبتوالي او نظم راوړلو لپاره هم ګټنه وکړه.

که موږ وړه بریا هم ترلاسه کړو نو مرسته کوي چې لویو موخو ته ورسیږو؛ خو که وړو، وړو مسایلو کې ناکام شو نو بیا موږ نور تلاش پرېږدو او تسلیمیږو.

د سلېګمن څیړنې په مثبته ارواپوهنه ژوره اغېز وکړه؛ دا ارواپوهنه په انګیزشي ویناوو، مارکېټېنګ، کار موندونو او ټکنالوژي کې په زیاته پایمانه کارول کیږي. زموږ غوندې ټولنه مثبتې ارواپوهنې ته لا ډېره اړتیا لري.

طارق وزیر: بې وسي په څو ډوله ده؟

استاد عظیمي: عموماً بې وسي په درې ډوله ده.
۱: زده شوي بې وسي:کله چې کس پرلپسژ له ناکامۍ سره مخ شي، نو پر دې بې وسۍ اخته کیږي.
۲: وضعیتي بې وسي: دې کې فرد په خاصو شرایطو کې واقع کیږي لکه اقتصادي کړکېچ، کورنی مشکل…
مثلاً ګډ ژوند لري خو طلاق ورته تباهي راوړي، تجارت کې زیانمن کیږي؛ نو دې وضعیت کې انسان په بې وسۍ اخته کیږي.

۳: شدیده بې وسي: په دې کې یو شخص په مکرر ډول د بې وسۍ احساس کوي او د بې وسۍ احساس ژور خپګان یا نورې اروایي ګډوډۍ هم ور پیدا کوي، دې ته شدیده بې وسي وایو.
پایله دا شوه چې هر ډول خپل شکل
شدت، تداوي او بسته بندي لري.
طارق وزیر: د بې وسۍ لویې او مهمې نښې کومې دي؟
استاد عظیمي: عمومي نښې یې دادي:
– د ځان کم لیدنې احساس
– د انګیزې نۀ شتون
– خپګان او اضطراب
– د ورځنیو فعالیتونو کمېدل
– منفي فکرونه
– د ستړیا احساس
– بې حوصلې کېدل
– پر ځان باور بایلل
– په خوب کې ستونزې
– د تمرکز کمېدل
– کله نا کله هېرجنتیا یا د حافظې کمزوري
– انزوا یا ګوښه والی

طارق وزیر: ولې خلک پر دې ګډوډۍ اخته کیږي، مهمو لاملونو ته یې اشاره وکړئ!

استاد عظیمي: بېلابېا لاملونه لري لکه:
– منفي تجربې (ماتې، ناکامۍ، اروایي یا جنسي ځورونې، تروماوې، سټرسونه، طبیعي افتونه، خطرونه….
– د ژوند شرایط ( نابرابري، بې وزلي، د ټولنیز ملاتړ نۀ شتون…)

– جینټیکي لاملونه ( هورموني او شخیصتي مشکلات مهم عوامل دي چې دا ډله ډېر ورسره حساس دي)
– د روزنې ډول ( منفي تربیه، نالوستي، کم لوستي…)

د منفي فکرونو عامېدل لوی لامل دی مثلاً افغانستان نۀ جوړیږي، پښتانۀ نۀ شي یو کېدلی، لوستیا په درد نۀ خوري… زۀ ورته حیران شم چې اصلاً دا خلک څۀ ویل غواړي؟
ځان ځورونه یې هم لامل دی.

ځینې ټولنیزې تجربې د بې وسۍ سبب کېدلای شي لکه: ( تبعیض، بې عدالتي، قومي اقلیتونه، جنسیتي نا برابرۍ، قومي حقوقو ته نۀ درناوی…)

د سټرسونو  مسئله هم بې وسي راوړلای شي لکه (د مهارتونو نۀ شتون، پرلپسې په ستونزو کې لوېدل…)
دا ټول پر بې وسۍ د اخته کېدو یا  زده کېدو لامل ګرځي.

طارق وزیر: پر اخته کېدو مو خبرې وکړې؛ خو اوس به پر عمومي ټولنیزو شرایطو باندې بحث وکړو، چې د کوم ډول شرایطو لرونکو هېوادونو کې یې قربانیان ډېر دي؟

استاد عظیمي: هغه هېواد چې مسلسل په بحرانونو، کړکېچونو، سیاسي ستونزو او جګړو کې پاتې شوي او خراب اقتصادي وضعیت لري، هغه هېوادنه چې نظامونه یې جابر او د ولس ځپوونکي دي چې د محدیتونو د وضع کولو له لارې خلک ودې ته نۀ پرېږدي، لۀ ټولنیز اړخه د نابرابرۍ لرونکي ټولنې، د روغتیایي سیستم خرابوالی، د تعلیمي سیستم کمزوري، بې کاري چې کومو هېوادونو کې زیاته وي؛ نو په داسې سیمو کې ډېر خلک پر بې وسۍ اخته کیږي.

ډېر ځله د طبیعي افتونو سره مخ کېدونکي سیمې هم د بې وسۍ خواته ځي.

د بشر د حقوقو نقض او د ثبات نۀ شتون هم خلک له بې وسۍ سره مخ کوي.
د اروایي خدماتو کمښت هم تاثیر لري.

په سنتي او دودیزو ټولنو کې هم چې قبایلي او پرګني مسایل پکې عام وي، خلک یې له دې ناروغۍ سره مخ کیدلی شي.

طارق وزیر: helplessness ګډوډي چاپېریالي که جینیټکي لاملونه لري؟

استاد عظیمي: دواړه اړخه لري هم زده کیږي او ارثي لاملونه هم پکې زورور دي.
چاپېریالي لاملونو ته مې مخکې اشاره وکړه.

له جینیتکي اړخه هم جینیټکي وړتیاوې، زیستي یا فزیولوژیکې مسایل (هرمونونه،حساس توب، د شخصیت ډول) مهم دي.

طارق وزیر: که د چا یو ملګری په دې ګډوډۍ اخته وي ښایي دی هم ور سره مخ شي؛ نو فکر نۀ کوئ چې دا ګډوډي ساري هم بللای شو؟

استاد عظیمي: په مستقیم ډول ساري نۀ ده لکه ځینې ګډوډۍ چې د لاس ورکول، یو ځای خوراک… څخه انتقالیږي.

په غیر مستقیم شکل ساري ده کله چې فرد داسې یو چاپېریال کې ژوند کوي چې هلته ټول خلک په بې وسې اخته وي نو دی هم اخته کیږي.

ملګري اغېز لري، ښایي پر بې وسۍ اخته ملګري یې موږ ته را انتقال کړي.
نو کوم کس چې اخته وي مدیریت کول یې ضرور دي، کنه نور هم دې ستونزې سره مخ کولای شي.

طارق وزیر: د مخنیوي لارې چارې یې څۀ دي؟

استاد عظیمي: ځینې مهمې طریقې دا دي:
– رواني مشاوره او ټولنیز ملاتړ پکار دی.
– د مهارتونو بحث دی چې ځیني مسایل باید حل شي، فشار کم شي او د پرمختګ لار خلاصه شي.
– د ژوند شرایط (تعلیم،صحت،اقتصاد) باید ښۀ او برابر شي.
– خپلمنځي، د دولت او نړیوالو موسساتو کمک ګټور دی.
– د مخنیوي او پایلو پېژندنه یې مهمه ده.
– د مثبت ژوند لپاره هڅه پکار ده کله چې د ژوند کیفیت لوړ وي نو دا ستونزه کمیږي.
– د تبعیض ختمول او قومي اړیکو ښۀ والی هم لازم دی.
طارق وزیر: که تداوي نۀ شي نو مریض ته کوم خطرونه لري؟
استاد عظیمي: د پایلو دقیقه وړاندوینه سخته ده؛  خو زۀ په دې باور یم چې اخته وګړي  په شدید ژور خپګان، ډېر اضطراب، د ژوند کیفیت ټیټوالی، جسمي کمزوري، د ټولنیز اعتماد ختمیدو، ګوښه والي، ټولنیزو اړیکو خرابیدو، د کار ساحه کې ستونزو، د متعلیمینو د درس کیفیت ټیټیدو او آن ځانوژنې امکان هم شته.

طارق وزیر: د علاج او تدواۍ لپاره یې څۀ کول ګټور دي؟

استاد عظیمي: د علاج لپاره یې هم مختلف مسایل ذکر کول غواړم چې بې وسي ختمولای شي.
– مشاوره پکار ده، چې یو اروپوه د ستونزې دلیلونه پیدا او حل لارې وښیي او د دې ترڅنګ د ناروغ روحیه لوړه کړي او ملاتړی یې شي.

– که ژور خپګان ورسره مل ؤ نو د ژور خپګان له دوا هم استفاده کیږي.
– د مهارتونو زده کړه او له بې وسۍ سره مقابله ګټوره ده.
– ټولنیز ملاتړ پکار دی چې د کورنۍ، ملګرو او نورو بنسټونو له خوا ترسره کیږي.
– بل د زده کړې مسئله ده، کومې ټولنې چې له تعلیمي اړخه وروسته پاتې او بې سواده وي نو څنګه به پر ځان بسیا شي او فردي قابلیتونه به یې څنګه لوړ شي؟
– جسمي فعالیتونه فایده لري څوک چې بوخت وي او ورزش کوي لۀ ښې رواني روغتیا څخه برخمن کیږي.
– د ژوند سټایل کې نظم پکار دی، خواړۀ، کورنۍ ژوند، دودونه… سمول پکار دي.
– ټولنیز مشارکت، په ګروپي کارونو کې ګډون او بوختیا ګټوره ده او هر فرد باید ټولنه کې ځانګړی ځای پیدا کړي.
– د منفي فکرونو ختمول لازم دي.
– ځان ساتنې self care ته توجه پکار ده، هر انسان باید د خپلو اړتیاوو د تر لاسه کولو لپاره زیار وباسي.
طارق وزیر: په مشخص ډول د helplessness ختمولو لپاره دوا ګټوره ده او که مشاوره مؤثره تمامیږي؟
استاد عظیمي: دواړه ډوله درملنې کېدلای شي خو دا د ناروغۍ په ډول پورې تړلي ده.
موږ د درې ډوله بې وسۍ یادونه وکړه.

هغه بې وسي چې زده شوې ده، معمولاً په رواني درملنه تداوي کیږي.
وضعیتي بې وسي په مشاوره حل کیږي.

مضمنه بې وسي چې خپګان او اضطراب ورسره مل وي، نو دې حالت کې دوا ته اړتیا لرو.
دې برخه کې تر ۷۰سلنه زیاته استفاده له مشاورې کیږي.

د مشاورې ګټې دادي چې د فرد درک ژوریږي، مهارتونه یې لوړیږي، عاطفي ملاتړ پیدا کوي.
خو د مشاورې عیب دادی چې اوږد وخت ته ضرورت لري، ځکه مشاوره اوږدمهاله پروسه ده او افغانستان کې اروایي درملنه دود نۀ ده.

دوا زر تسکین رامنځته کوي، د ژور خپګان اضطراب نښې کموي، د مغزو له اړخه ستونزه ختموي؛ خو دوا جانبي عوارض لري، منظم خوراک یې پکار دی، ډوزونه یې پام کې نیول پکار دي، بل دا چې ښایي فرد روږدی کړي چې بیا بې له دوا نۀ رغیږي.

خو که کله،کله دواړه سره ترکیب شي نو ګټوره لار ده او ګټه به یې دا وي چې جامع تګلاره به رامنځته شي او ستونزه به حل کړي.

د دژاوو په اړه له استاد عظیمي سره د طارق وزیر مرکه

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب