سه شنبه, دسمبر 3, 2024
Homeخبرونهد طالبانو حکومت پر ایران د اسرائیلو برید غندلی

د طالبانو حکومت پر ایران د اسرائیلو برید غندلی

تاند ( شنبه د عقرب ۵مه) ‏د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ایران پر پوځي اډو اسرائیلو برید غندلی او هغه یې د ایران پر حریم ښکاره تېری بللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پر ایران د اسرائیلو برید به سیمه کې تاوتریخوالی زیات او وضعیت نور هم کړکیچن کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې اغېز لرونکي هېوادونه دې سیمه کې د صهیونیستي رژيم د زیاتېدونکي تاوتریخوالي او ظلمونو مخه ونیسي.

یاد وزارت زیاته کړې،چې صهیونیسي رژيم نه یوازې داچې غزه کې په تېر یوه کال کې ظلمونه بند کړي نه دي بلکي نورو سیمو ته یې هم غځولي دي.

بهرنیو چارو وزارت سیمه کې د روان امنیتي وضعیت پر دوام اندېښنه ښودلې.

د اسرائیلو پوځ ویلي،چې پر اسرائیلو د ایران د بریدو په بدل کې دوی دا حرکت وکړ.

له غرب څخه په لومړي غبرګون کې د بریتانیې لومړي وزیر کییراستارمر ویلي، چې ایران باید دې بریدونو ته ځواب ورنکړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند شان ساویت ویلي، چې دوی په دې عملیاتو کې هېڅ رول نه لاس نه لري او له تهران نه یې غوښتي، چې پر اسرائیلو برید ونکړي څو وضعیت کړکیچن نشي.

بل لورته ‏ایران کې پر یو شمېر پوځي اهدافو د اسرائیلو تر برید وروسته تسنیم خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې ایران اسرائیلو ته ځواب ورکولو ته چمتو دی.

تر دې بریدونو وروسته ایران او عراق خپل هوایي حریمونه د هر ډول پر وازونو پر وړاندې تړلي دي.

دغه څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې نن سهار ایراني رسنیو پر څو پوځي اډو د اسرائیلو له بریدونو خبر ورکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب