Homeخبرونهد افغانستان د کرکټ ملي لوبډله متحده عربي اماراتو ته لاړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله متحده عربي اماراتو ته لاړه

تاند (شنبه، د عقرب ۴ مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له بنګله دېش سره د څو سیالیو لپاره نن (شنبه) متحده عربي اماراتو ته روانه شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکې نوومبر میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې له بنګله دېش سره درې یو ورځنۍ مسابقې وکړي.

کرکټ بورد ّمداراز ویلي چې د لوبډلې یو شمېر لوبغاړي یې د یادو سیالیو په هدف د متحده عربي اماراتو د شارجې ښار ته رسېدلي ده.

د کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې دې لوبلړۍ ته ۱۹ـ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده چې د ځینو پخوانیو لوبغاړو په ګډون پکې څو ځوانانو ته هم چانس ورکړل شوی دی.

سیالۍ به د نوومبر په ۶مه نېټه پیل او تر ۱۱مې پورې دوام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...