شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد طالبانوحکومت؛ په ۹ میاشتو کې ۷۳۷ ملیون ډالره کرنیزمحصولات بهر ته...

د طالبانوحکومت؛ په ۹ میاشتو کې ۷۳۷ ملیون ډالره کرنیزمحصولات بهر ته صادر شوي

تاند ( شنبه د عقرب ۵مه) ‏د طالبانو د حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وایي، د روان ۲۰۲۴ کال لومړیو نهو میاشتو کې یې د ۷۳۷ ملیونه ډالرو په ارزښت کرنیز محصولات بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي دي.

د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغو کرنیزو محصولاتو کې پنبه، ممیز، اینجه، اینځر، پیاز، زعفران، رومیان، بادام، زردالو، زیره، مۍ، پسته، انګور، مڼې، تنباکو، طبي بوټي، بادرنګ او کچالو شامل دي.

سرچینه زیاتوي،چې دغه محصولات ایران، پاکستان، هند، جرمني، ترکیه، چین، روسیه، متحده عربي امارات، هالنډ، قزاقستان، ازبکستان او ځیني نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

دغو محصولاتو کې ۱۶۲ ملیون ډالرو په ارزښت پنبه، ۹۳ ډالرو په ارزښت ممیز، ۸۰ ملیون ډالره اینجه او ۹۷ ملیونه ډالره اینځر صادر شوي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب