شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز غیر...

خلیلزاد: له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز غیر اسلامي عمل دی

تاند ( شنبه د عقرب ۵مه) افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو له لوري تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا یو اسلامي عمل نه دی.

خلیلزاد په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو اوسني مشرتابه افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد ګرځولی، چې تر شپږم ټولګي پورته پکې نجونې ښوونځي ته نه پریښودل کېږي.

هغه ټینګار وکړ چې دغه بندیز آن په اسلامي هیوادونو کې نشته او له دې څخه څرګندیږي چې دا یو اسلامي عمل نه دی.

خلیلزاد زیاته کړې، چې په حقیقت کې دا کار د اسلام په نوم ویل «شرم» دی.

خلیلزاد دې ته په اشارې وایي، چې په دې وروستیو کې د برکس ډلې هم په خپله اعلامیه کې د طالبانو له دې تګلارې سره مخالفت څرګند کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په وار وار ټینګار کړی چې په افغانستان کې قوانین د شریعت پر بنسټ دي او د نجونو تعلیم د هیواد داخلي مسله ده.

2 COMMENTS

  1. د افغان ملت دوښمنه خلیلزاده ولی اعتراف نه کوی چی دا خیټور خچنی ږیری د امریکا په ډالرو د ستا تر کنترول لاندی په پنجابی پاکستان کښی د قادیانیو بی دینو له خوا تربیه شوی دی او هم لومړۍ ځل او هم دوهم ځل د ستا خائین تر رهبری د افغان ملت په اوږو سپاره کړۍ شول او اوس هم نیږدی ترین اړیکی ورسره لری ایا تاسی د افغان ملت دوښمن په خنداسره نه ویل چی افغانستان کښی باید داسی پنجابی قادیانی افراطی کسان په قدرت کښی وی چی ددوی په وسیله روسیی، چین او ایران لپاره سر دردی موجوده وی نو درته وویل شول چی ته په افغانستان کښی زیږیدلۍ ئی ایا دا ډول وحشت دی په افغان ملت لوریږی ؟ نو تاسی خائین اود افغان ملت ستر دوښمن په خندا سره وویل چی دا قربانی باید افغان ملت ورکړی، خائینه او د افغان ملت ستر دوښمنه خلیلزاده د ستا له خوا ددی قادیانیو له خوا پلانیز د جلکیو مکتبونو ، پوهنځیو او په میرمنو د بهر کارونو بندیز د منافقت او غولولو انتقاد دی تاسی د سی آی اي ستر جاسوس د افغان ملت تباهی باندی ملیاردر شوی خدای پاک د تاسی او د تاسی کثیف اولادونو اولادونو تباه کړی !!!!!

  2. طالبان یو اسلامي او شرعي نظام ندی دوی فقهي نظام لري چې په اکثر مدارکو کې حتی د قران او احادیثو خلاف دي. هر هغه څه چې قران او حدیث وایي دوی نه مني او یواځې فقه یې ټینګه کړې. په حقیقت کې مذهب ددین سره هیڅ اړیکه نلري او ددین برخه نده او نه باید د اسلام نه اوچته وي خو بدبختانه زمونږ ۹۰ سلنه خلک د مذهب پورې نښتي او دین یې شاته غورځولی. علت یې بې علمه ملایان دي لکه طالبان.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب