Home+د وینو تږی - تاریخي ناول | ذبیح‌الله شفق

د وینو تږی – تاریخي ناول | ذبیح‌الله شفق

د چنګېزخان په اړه ویل ډورانټ لیکي: چنګېزخان به خلکو ته ویل چي زه د خدای قهر یم! که تاسو چېري ګناهونه نه وای کړي ښایي، زه به هم خدای پر تاسو نه وای مسلط کړی. دا ناول هم د نړیوال تاریخ د همدې مشهور کرکټر چنګېزخان پر ژوند، جګړو او شخصیت محی الدین نواب لیکلی او پښتو ته عبدالهادي دریځ را ژباړلی.
ماته یې څو ورځي مخکي عطاء الله ځواب د لوستلو سپارښتنه کړې وه. “د وینو تږی” نسبتاً ښه وو. د نسبتاً ښه خبره ځکه کوو چي (یو مخ ښه) کلمه به یې هم په هکله مبالغه وي. د چنګېزخان پر ژوند هم فلمونه ډېر جوړ سوي او هم ښایي داستانونه ډېر پر لیکل سوي وي.
د دغه ناول ښه والی دادی چي منځپانګه یې کمه او داستان یې په لنډ شکل راخیستی. یا هغه د رفیع صاحب خبره: الفاظ کم لري، مطالب ډېر. که څه هم پر تاریخي کرکټرونو ځیني نه، حتا زموږ ډېری پښتو داستانونه تر ۴۰۰ پاڼو اوړي. ښه مثال یې دې وروستیو کي د شفیقي صاحب ناولونه دي چي پر ځینو افغان کرکټرونو یې لیکلي. خو “د وینو تږی” ټول په ۱۲۰ مخونو کي را ټول او لیکل سوی.
یو بل ښه والی یې مسلسل والی دی. په تاریخي ناولونو کي زموږ ډېری پښتو لیکوالان داسي روږدي سوي چي له یوې پېښي بلي ته ځي، یو ځل پر یوه کرکټر تم سي بیا بلې خوا ته ولاړ سي بیا بله صحنه شروع کړي، کله، کله خو سړی فکر وکړي چي سم دم افعان معاصر سیاسي تاریخ دی. کله د یوه واکمن ژوند وي، کله یې اصلاحات او کله بیا د یوه بهرني هیواد یرغل شروع وي. دا ناول له پیله تر پایه ښه تسلسل لري. که څه هم وروستیو کي بېړه پکښي سوې او علت یې هم ښایي د داستان د اوږدوالي خاطر وي. ژباړه یې هم روانه ده. زه دریځ صاحب نه پېژنم. خو داسي ښکاري چي پر اردو ښه برلاسی دی.
ناول لومړیو کي د چنګېزخان (تموچین) د مور او پلار د ژوند، د صحرا نشینو مغلو د وحشیتوب او پاشلي حالت څخه شروع، بیا د چنګېز تر پیدا کېدو پوري رسېږي. وروسته د چنګېزخان ماشومتوب، د خپل پلار د غچ اخیستلو تر وخته پر خال، خال جګړو او بیا د ټولو مغولي قبیلو تر اتحاد او د چین تر فتحي پوري ممترکز دی.
د ناول وروستۍ برخه په ډېري بېړي سره پر مسلمانانو د چنګېزخان تر بریدونو، بربریت، هلته پر وحشت او په پای کي د چنګېز تر مړیني پوري تم ده. یو خبره چي په داستان لیکنه کي ډېره مهمه ده هغه داده چي تاریخي ناول هیڅکله د ریالیسټیکي تاریخي لیکني بدیل نه کېدلای او نه وړاندي کېدلای سي. او لوستونکي باید د تاریخي منابع په توګه استناد هم په ونکړي. ناول فقط د خیال او حقیقت ترمنځ یوه ګډوله ده.
که د چنګېزخان په باب اصلي تاریخ لولو ښایي ډېر څه به له دې ناول سره په ټکر کي وخېژي. ښه مثال یې د چنګېزخان د مرګ په اړه دی چي دې ناول کي یو ډول تعبیر سوی او نورو تاریخونو کي بل ډول. یا که خبره سره را ټوله کړم نو دې ناول کي د چنګېز ژوند او د هغه وخت حالات ډېر سطحي انځور سوي، یا به ښایي موږ د ناول څخه چي خیال ورسره ملګری وي د هغه وخت پېښي داسي غواړو لکه موږ چي قرار پکښي لرو. د چنګېزخان په باب دا ناول تر ډېره د هغه پر کورنیو اختلافاتو ممترکز دی او د ده او مغولو هغه ستري جګړې چي د جنوبي آسیا د هیوادونو لپاره یې کړې دي نه دي بیان سوې. تر ډېره کوښښ سوی دی چي د چنګېزخان د کوچنیوالي او زلمیتوب لومړني وختونه لیکوال وړاندي کړي او د ناول په وروستیو کي په نسبتاً تېز شکل لږ، لږ د چنګېزخان د بهرنیو جګړو انځورکشي راغلې. تاریخي ناولو کي جګړې باید عیناً داسي انځور سي لکه لوستونکی چي ځان هلته قرار ویني. د هغه وخت حالات، جګړییز تکتیکونه او دغه راز صحنې هم.
په دې ناول کي دا تشه نه محسوسېږي خو پر بهرنیو هیوادو او او نورو ډېرو جګړو نه بیان بیا څه ناڅه محسوسوو. ځای، ځای له ځینو واقعي پېښو سره په ټکر کي د پېښو انځور وینو. مثلاً رښتونو تاریخي منابعو کي راځي چي د چنګېزخان د مړیني وروسته یې زوی (جوجي) تر ډېره ژوندی وو خو ناول کي د جوجي مړینه د هغه په ژوند کي ذکر سوې.
ځیني ځایونو کي د ښځو په باب د مغولو د هغه وخت ذهنیت او وحشتوب هم وړاندي سوی دی چي د دوی پر صحرایي ژوند او جاهلتوب دلالت کوي. ناول کي راځي چي ځیني سیمي به مغولو ونیولې بیا یې پر ښځو تېری کاوی. دوی ښځو ته یوازي د نسل راوړلو په توګه کتل او د ژوند په چارو کي یې هیڅ د مداخلې واک نه ورکاوی. یو ځای کي د چنګېزخان د مور ورور بل کس ته لیکي چي خور یې هغه ته ورکوي او په اصطلاح په ژوند کي یې یو ډول افت ګرځېدلې. ځکه د ښایست له کبله یې د ډېرو پر سره لانجې وي:
“څومره به ښه وای چې د ښځې له گېډې ټوله دنیا پیدا شوې وای، فقط خور او لور نه پېدا کېدای، دا ډېر فسادي شی دی.” له ناول د متن څخه.
“د وینو تږی” او دې ته ورته نور تاریخي ناولونه چي څوونه پښتو کي زیاتېږي دغونه به زموږ او د نړۍ ماضي په سمه توګه تر خلکو رسېږي ځکه تاریخ د اصلي شکل پر ځای د داستان د لاري ښه تاثیر لري خو داستان هیڅکله د اصلي تاریخ انځور نسي وړاندي کولای.
۲۰۲۶/۱۰/۱۰ – کابل، میرویس میدان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...