تورې تختې پښې اوږدې کړې، لاسونه یې وغځول، له دېواله یې راټوپ کړ، په ویشلو اندامونو د ماتې چوکۍ خواته ورغله. رژېدلی تباشیر یې راواخیست، پر خپلې ټوکلې سینې یې ولیکل:
«الف»
روانه شوه.
د ښوونځي په انګړ کې یې ولیدل چې د ټولګي پر ښویېدلي دېوال یو ارمان نښتی. د قلم سترګې له ډېر درده تکې سرې اوړي، او له وښکیو یې د نالیکل شویو جملو وینه څڅېږي.
کتابونه د ونو پر څانګو ناست دي، پاڼې یې وزرې رپوي، خو الوتلای نه شي.
د ریاضي کتاب د عمر حساب کوي؛
د تاریخ کتاب د تړل کېدو نېټه لټوي؛
او د جغرافیې کتاب ټولو پرانیستو لارو ته ګوري، خو هغه لار نه شي موندلای چې ښوونځي ته تللې ده.
ژوند د مرغۍ په څېر په قفس کې بندیوان دی.
د رنګینو ماڼیو له خولو نه د غرور او ګناهونو شیطانان ډلې ـ ډلې راوتلي. اوږدې، اوږدې تورې ورسره دي. په درنو، درنو قدمونو د کلي لارې لنډوي.
بیړه یې ده!
غواړي د مکتب مخې ته ولاړ توري ټوټه ـ ټوټه کړي.
لیکوال: شاه زلمی
۲۰۲۶ د اکتوبر ۹مه