جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبشعرلښکرګاه ته مرثیه/ محمد نعمان دوست

لښکرګاه ته مرثیه/ محمد نعمان دوست

د تیرې ورځې د خونړي برید د یوه نالیدلي ځوانیمرګ تصویر، د شعر په نوم د ساندو تمرین ته مجبور کړم اوشین سهار مې تمرین پیل کړ:

ګلاب یې ښخ کړ، پر ریدي یې خاورې واړولې

پر یوه داسې شاه زلمي یې خاورې واړولې

مور یې خالي کټ ته ورمنډه کړه، ژړا کې وویل:

خلکه! زما پر سپین بچي یې خاورې واړولې

ستا د جنت په شوق راوتي کارنامې ته ګوره

د چا پر ټوله ابادي یې خاورې واړولې

اوس یې جامې ښکلوي، بوی پکې د زوی لټوي

د یوې مور پر زندګي یې خاورې واړولې

سبا اختر دی خو کورونو نه به چیغې راځي

څه پر نادره خوشحالي یې خاورې واړولې

له (لښکرګاه) ځنې جارو کړ د ځوانانو لښکر

څه پر نامي نامي بچي یې خاورې واړولې

توره بلا ده، څراغونه وژني شپه جوړوي

د رڼا ګانو پر ټولي یې خاورې واړولې

(دوسته!) څه حال دی؟ خو سرخط د خبرونو وي تل:

بس پر پلاني او پر پلاني یې خاورې واړولې

نعمان دوست. شنبه، وروستۍ روژه ۱۳۹۶

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب